سود:

د ربا یا سود لغوي معنا زیاتوالی، ډېروالي او اضافه توب دى، نو سود ډېروالي، زیاتوالي او اضافه توب ته ويل كېږي. په لومړي او ټاکل شوې قرضه یي معامله باندې (په کومه اندازه پیسو چې قرض اخيستل شوی او یا هم قرض ورکړل شوی وي، په هغې پیسو باندې اضافه پیسو اخيستلو ته سود وایي)؛ هغه اضافي مقدار چې په لومړي مقدار باندې اخيستل کېږي، دې تړون(قرار داد) ته د ربا یا سود تړون ويل کېږي.

واحدالله "همتي"
واحدالله “همتي”

په قران کریم کې د ربا یا سود لپاره چې کومې کلمې استعمال شوې دي هغه ربا، الربوة، الربا عربي کلمې دي، چې د دې عربي کلیمو معنا زیاتوالي او دېروالي دي. په شریعت (اسلامی علومو) کې سود هغه اندازه زیاتوالي ته وایي چې د یو شي په اندازه (مقدار) کې په ټاکل شوی او تعیین شوې اندازه باندې (کله چې دوه شيان په ځينو ارزانه بيه تبادله شي) یوه معینه او ټاکل شوې اندازه زیاته واخیستل شی، هغې ته سود ویل کېږی.

ربا د قران کریم په ډېرو ځایونو کې ذکر شوې ده او غندل شوې هم ده، چې دېر عام آیتونه یې د بقرې سورت له ۲۷۵ څخه (الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا ۗ وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا ۚ فَمَن جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىٰ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَمَنْ عَادَ فَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ …… تر ۲۸۰ پورې دی). ربا په احادیثو کې هم ذکر شوې ده (اطعام باالطعام مثلا بمثل) “ډوډۍ په ډوډۍ او همجنس په همجنس” د دې حدیث شریف تفسیر داسې دی چې همجنس شى باید په همجنس شي بدل شي، په بل حدیث شریف کې راغلي دي (اذا اقرض الرجل الرجل فلا بآخذو هدیتة) د دې حدیث معنی دا ده چې که چېرې یو سړی بل ته قرض ورکړي نو هغه باید له قرضدار څخه کومه تحفه قبوله نه کړي.

زموږ اصلي موضوع د سود حراموالی دی، نو د سود په اړه او د سود په انواعو ډېرې خبرې نه کوو.

ولې سود حرام دی؟

د سود د حراموالي لپاره مسلمانانو ته تر ټولو غوره دلیل دا دى چې په قرآنکریم کې سود حرام بلل شوی دی. (قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا ۗ وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا…) څنګه چې وایي (الله پاک سوداګري (تجارت) روا او سود یې حرام ګرځولى دى) نو قرآنکریم د مسلمانانو هغه مقدس کتاب دی چې ۱۴۰۰ کاله مخکې دوى پرې قرباني ورکړې ده او د هغې لپاره جنګېدلي دي او هر یو مسلمان په دې باور لري چې قرآنکریم د دوى د خدای خبرې دی، نو ځکه د مسلمانانو خدای په دې کتاب کې کراتو سره ویلي دي، چې سود حرام دی (د سود اخيستل او ورکول دواړه) حرام او ناروا دي.

بل دلیل یې دا دی چې سود، پیسې د څو مشخصو کسانو لاس ته را ټولوي، یعنې که چیرته تاسو خپله شتمني ولرئ او شتمن وئ، نو که ته په خپل مال باندې سود اخلې ت کولاي شې چې خپل مال په کمه اندازه پرته له کوم خطر څخه زیات کړې، وېلی شو په تدریج سره؛ نو دا ځکه دارایي د کمو مشخصو کسانو لاس ته لوېږي، چې بالقوه ټولنیز ترهګریزې اغېزې لري؛ دا په دې خاطر په اسلام کې علماوو داسې مکانیزمونه را منځ ته کړي، لکه (زکات، مالیات(ټکس)، میراث، صدقه، سرسایه، نذر، خیرات او داسې نور…) چې ترڅو د سرمایې ټینګښت د مشخصو کسانو څخه ټولو خلکو ته انتقال کړي.

بله مهمه خبر دا ده چې که چیرته دارایي د څو کسانو په لاس کې وي نو په هغه سيمه، ملک او اقتصادی رېژیم کې اقتصاد وده نه شي کولای، که وده هم وکړي، نو په ډېرې کمې اندازې سره به وي. د بېلګې په توګه که ووایو چې د ملک پسې د یو څو کسانو په لاس کې وی او ددې خلکو(ملک) لپارتهیه او تولید هم ددې څو کسانو په غاړه دی اوس نو که دا څو کسان خپلې پیسې عامو خلکو ته په کومه طریقه ونه باسي نو موږ دا ویلی شو چې د دوی تولید شوي شیان به څوك وانه خلي، ځکه یو خو به عامو خلکو سره پیسې نه وي او بل په دې اقتصادی رېژیم کې به حتما ظلم روان وي، ځكه پیسې له یوې خوا سره وي او بله خو بيخي تش لاس؛ نو که دوی وغواړي هم چې شیان (جنسونه) خرڅ شي او هم په ښه سرعت سره تولید وکړي او ښې پيسې لاس ته راوړي، نو دوی ته پکار ده چې پیسې په څو مشخصو لاسونو کې ونه ساتي.

سود اقتصادي نظام نااستواره کوي، لکه څنګه چې مو مخكې هم ورته اشاره وکړه، چې پيسې د څو مشخصو کسانو لاس ته لوېږی، نو اوس که چیرته په یوه پروژه باندې یو کس یا یو لورى سود وغواړي او بل لورى یا کس چې د سود ورکولو توان نه لري نو پروژه سرته نه شي رسېدلی. په اسلام کې معقوله ده: کوم شى چې ته یې لاس ته راوړې، باید ستا کوشش او زحمت د هغه شي په لاس ته راوړلو کې وي، مثلاً که څوک درته پیسې په سود درکړي، هغه اضافه پیسې یا سود چې ته یې بل کس ته ورکوې، د هغې لپاره د دې پیسو یا سود په لاس ته راوړلو کې هیڅ کوم زحمت او کوشش نه ایستل کیږي، نو دا ناروا دی.

بل دا چې په اسلامي اقتصاد کې داسې دی کله چې ته کومه معامله (Transaction) کوې، په دې کې باید خطره (Risk) شامل وي، نو اوس چې کوم سود ته په نغدو پیسو باندې لاس ته راوړې، په دې کې هیڅ خطره (Risk) نشته؛ تر ټولو مهمه دا ده چې که هر څوک سود واخلي او نورو ته سود ورکړي نو دلته به یوه ډله، چې هغه غریب کسان دي، نور هم سخت زیانمن شي، ځکه نه به څوک ورسره کومه معامله (Transaction) کوي او نه به څوک قرض ورکوي، ځکه  دوی د سود ورکولو توان نه لري. هر هغه څوک چې سود اخلي، زړه یې سختېږي، کله دې چې زړه سخت شو نو په غریبانو به زړه سوى نه وي او د هغوی (غریبانو) حق خوړل کېږي، د الله ج له امر نه سرغړونه کېږي، نو دا ټولنه په ظلم کې روانه ده او انجام به یې ښه نه وي.

په سود خواره باندې لعنت ویل شوی دی او په کراتو کراتو باندې په قرانکریم او احادیثو کې سود حرام بلل شوی دی. (عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، لَعَنَ آكِلَ الرِّبَا، وَمُوكِلَهُ، وَشَاهِدِيهِ، وَكَاتِبَهُ) له عبدالله بن مسعود څخه روایت دی چې رسول الله ص لعنت ویلی دی په هغه کس باندې چې سود خوری، سود ورکوی هغه څوک چې د سود په قضیه کې شاهد كېږي او هغه کس چې د سود د تړون لیکوال دی، په ټولو باندې لعنت ویل شوی دی. کومې پیسې چې ته يې قرض ورکوې او په هغې باندې سود اخلې، دا په خپله بې انصافی ده. ځکه تا داسې شی خرڅ کړل چې هېڅ موجود نه دی او دا ظاهراً ظلم، بې انصافی او نابرابري ده، چې د انصاف برعکس دی.(Thomas Aquinas)

هغه څوک چې سود اخلي د اخرت په ورځ به په عذاب کې او د شیطان په ډله کې را پورته کېږي، ځکه چې هغوی سود او سوداګري دواړه یو شان بللې او په حقیقت کې (قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا ۗ وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا…) سود حرام او ناروا بلل شوی دی، نور نو قضاوت هلته د الله پاک په لاس کې دی، د اور په لمبو به وسوځول شي هغه خلک چې سود خواره وو، ځکه د سود خوړل هم ګناه ده او هم ظلم او مکافات به شي هغه خلک چې صادقانه سوداګری(تجارت) یې کولو او دا واضح ده چې الله پاک ګنهګاران او ظالمان نه خوښوي.

10 thoughts on “ولې سود حرام دی؟ / واحدالله همتي”
  1. ستاسو لیکنه مې ولوسته خو غوره به وه چې تکراري خبرې مو تکرار کړې نه وای او د اوس وخت شرایطو ته په پام مو پر سود لیکلي وای.
    هغه سود چې د حضرت رسول اکرم په وخت کې یا تر څو لسیزې پخوا پوري زموږ په وطن کې دود و او اوسنی سود چې بانکونه یې اخلي توپیر لري.
    ممکن دا یو هم ناروا وي خو بې له شکه له هغه سود سره ډېر توپیر لري چې تاسو ورته په خپله لیکنه کې اشاره کړې. ځکه چې دا یو د یوه شخص جېب ته نه لوېږي او بل د یو چا له مجبوریته سو استفاده نه کېږي.
    مثلاً زه کور اخلم، ۱۰ لکو افغانیو ته اړتیا لرم، بانک یې په څو فیصده ګټه راکوي. زه بانک ته په ۲۵ کلونو کې پور ورکوم. ۲۵ کاله وروسته د دغو پیسو (۱۰ لکو) ارزښت ۷ لکو ته راتیټېږي. که زه بانګ ته ۲ یا ۳ فیصده سود ورکړم بانک بیا هم چندان ګټه نه ده کړې خو کار وبار یې جاري ساتلی دی.
    د حضرت پیغمبر په وخت کې او حتي یوه پېړۍ پخوا د پیسو انفلاسیون دومره زیات نه و. که انفلاسیون په پام کې ونیسو او دا په نظر کې ونیسو چې د چا له مجبوریته ناوړه استفاده نه کېږي ممکن د سود په اړه په خپلو نظرونو بیا کتنه وکړو.
    ممکن داسي نه وي. دا مو ستاسو لپاره ولیکل چې پرې فکر وکړئ او په رڼا کې یې لیکنې وکړئ.

    1. ! سلاممونه
      نصیب ارمان صیب اول خو ما په خپله لیکنه کې وخت نه دی مشخص کړی. بل بل داچې ما مطلقآ یو کس نه دی یا دکړی نه تنها یو ملک بلکې د یو اقتصادی رېژیم،کس،او ملک نومونه هم پکې یاد شوی دی ستا د بلې خبری خواب دادی چی ما د رسول الله ص د وخت او اوسنی وخت سود نه دی راسره مقایسه کړی په دی باندې هر سری پوهیږی چی سود زیاتې انواعې لری مایی کومې نوغی ته اشاره نه ده کړی بلکې د سود په حرام والی می خبرې کړی او دا بل دا چی د محمد رسول الله ص په وخت یوځل انفلاسیون زیات شو نو صحابه چی کله هغه ته ورغلل هغه په ځواب کې ورته وویل چی د قیمت لوړونکی او ټیټ کوونکی الله دی زه نشم کولای چی د الله ج په مخکی یو داسی کار ته ودرم ځکه دا کار چی زه یی کوم بی انصافی ده نو د بی انصافی له بار سره زه د خپل رب په مقابل کی نشم دریلای …… دا حدیث شریف دی ….او بل داچی ما دلته سود ته صرف اشاره کړی ده اصل موضوغ ده ولې سود حرام دی؟ او که پوښتنه مو نه وی ځواب شو نو مهربانی وکړی لیکنه له سره بیا ووایی

    2. بله دا چې هیڅوک دا حق نلری چې یو چا ته ووایی چې په دی لیکنه وکه یا یی مه کړه
      دا چې ته په دی کی مشکل لری کی د اوسنی او پخوانی سود توپیر نشی کولای انشا الله په نیږدی وخت کی به زه هم خپل نظر درته وړاندی کړم.
      مننه

  2. وروره ډیر ښه مضمون مو لیکلی ، بلکل سود همدا زیانونه لری اوهم په دین کی لکه چه لیکلی د دی حرام دی ، یو ه خبره غواړم چه پری اضافه کوم چه سود انسان مغرور او بی اعتنا کوی ، له خلکو سره یی د رابطی او صله رحمی حس کمزوری کیږی او په نتیچه کی د انسانی تمدن هغه ښیرازه چه روابط او دصله رحمی ده له منځه ځی

  3. سود په لغوي لحاظ ګټې ته وایي، خو کوم سود یا ګټه چې په اسلام کې حرامه ګڼل شوې هغې ته یو ځانګړی تعریف موجود دی او کوم تعریف چې تاسو وړاندې کړی د سود/ګټې کره او جامع تعریف نه دی.

    1. http://www.islamic-finance.com/item5_f.htm
      http://www.islamic-banking.com/iarticles_8.aspx
      http://www.inter-islam.org/Prohibitions/intrst.htm
      ونک صیب سلامونه
      کوم خبره چی ته کوی دا ما نه ده رد کړې چې سود ګټی نه وایی
      خو دلته باید ته یوه لیکنه یا یوه جمله چی وایی په غور سره ووایی ما لیکلی دی چی په قرض یا پیسو باندی کوم اندازه قرض ته ورکوی(مثلآ ۱۰۰ افغانۍ) په هغه باندې له هغه زیاته مثلا یو کال وروسته تا ۱۱۰ افغانۍ واخیستې داسود دی نو دلته ته ماته ددې ۱۰ روپیو زیاتوالی او د ۱۰۰ روپیو ګټه وښه.
      انشاالله چی پوه شوی به وی . او که نه وی پوه شوی پاس یو څو لینکونه شته هغه کتلی شی

  4. دا که هر څه په همدومره سادتوب سره ونیسو یا په دومره ساده او سرسری تعریف بسنه وکړو، په حقیقت کې مو د هر پرمختګ مخه پخپله ډپ کړې.

  5. سلاممونه!
    نصیب ازمان صیب اول خو ما په خپله لیکنه کې وخت نه دی مشخص کړی. بل بل داچې ما مطلقآ یو کس نه دی یا دکړی نه تنها یو ملک بلکې د یو اقتصادی رېژیم،کس،او ملک نومونه هم پکې یاد شوی دی ستا د بلې خبری خواب دادی چی ما د رسول الله ص د وخت او اوسنی وخت سود نه دی راسره مقایسه کړی په دی باندې هر سری پوهیږی چی سود زیاتې انواعې لری مایی کومې نوغی ته اشاره نه ده کړی بلکې د سود په حرام والی می خبرې کړی او دا بل دا چی د محمد رسول الله ص په وخت یوځل انفلاسیون زیات شو نو صحابه چی کله هغه ته ورغلل هغه په ځواب کې ورته وویل چی د قیمت لوړونکی او ټیټ کوونکی الله دی زه نشم کولای چی د الله ج په مخکی یو داسی کار ته ودرم ځکه دا کار چی زه یی کوم بی انصافی ده نو د بی انصافی له بار سره زه د خپل رب په مقابل کی نشم دریلای …… دا حدیث شریف دی ….او بل داچی ما دلته سود ته صرف اشاره کړی ده اصل موضوغ ده ولې سود حرام دی؟ او که پوښتنه مو نه وی ځواب شو نو مهربانی وکړی لیکنه له سره بیا ووایی

  6. سلام، د روح ژغورل مهم دي. د ډونر ژوند ته هیڅ خطر شتون نلري که چیرې هغه د طبي عملیات لخوا لارښوونې تعقیب کړي. موږ د ګریانو پیرود نه اخلو، موږ یوازې د ګردني بسپنه ورکونکي تاوان کوو.
    موږ اوس مهال 3 جدي ډونر ته اړتیا لرو، هر یو به د $ 750،000.00 ډالرو سره تادیه شي. د یو باوري نړیوالې پاسپورټ سره درخواست وکړئ. د برېښنالیک ایمیل: [email protected]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *