لمر او د لمریز سیستم ټولې اته سیارې ګردې دي. دا ولې ؟ دا ځکه چې ټولې اته سیارې د جاذبې ځواک لري او په سیارو کې شته توکې مرکز ته جذبوي او له همدې امله ټولې ناهوارې سیمې او ځایونه ګرد شکل اخلي. د لمریز سیستم هغه ستوري چې واړه دي لکه د سیارو په څېر ګرد ندي او لامل یې دا ده چې د جاذبې ځواک یې دومره زېات نده چې خپل شکل لکه د سیارو په څېر ګرد کړي.
 
د شکل پر ګردوالي د پوهېدو لپاره اړینه ده چې د جاذبې له قوې د تیښتې سرعت مطالعه کړو. د ځمکې له جاذبې د تېښتې سرعت په یوه ثانیه کې ۱۱ کیلو متره او په یو ساعت کې ۴۰۰۰۰ کیلو متره ده. د داسې سرعت لپاره مونږ غټو راکټونو ته اړتیا لرو. ځمکه تقریبا شپږ ضرب د لسو په توان د څلریشتو کیلو ګرامه (6 x 10^24 kg) په اندازه حجم لري او دا حجم یې تقریبا ګرد ده. که چېرې تاسې د کومېټ (Comet 67P) له جاذبې تېښته کول غواړی نو په یوه ثانیه کې یو متر سرعت ته اړتیا لری. کومېټ ته د اروپا روزېتا او فیلای هم سفر کړی. د کومېټ شکل ګرد نده او حجم یې تقریبا لس په توان د دیارلسو کیلو ګرامه (10^13 kg) ده او له ځمکې تقریبا یو ټریلون ځلې سپک ده. د کومېټ اوږدوالی تقریبا ۴ کیلومتره ده.
که د یو جسم قطر له څو سوه کیلو متره زېات شي په لمریز سیستم کې یې شکل زېات ګردوالی پیدا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *