په دې مقاله کې نه غواړم د شعر په تعریف، جوړښت او نورو تخنیکي آرونو وغږیږم، دلته به په اوسنۍ ټولنه کې د شعر پر اهمیت له بیلا بیلو زاویو بحث وکړو.

ځیني شاعران او لیکوالان حتا د شعر له تعریف سره هم جوړ نه دي، پوهندوی اصف بهاند په خپله یوه مقاله کې د ترکي طنز لیکونکي ناظم حکمت نظر د شعر په هکله داسې رانقل کوي: (شعـر یوې خوش آوازه مرغۍ ته ورته دی چې باید نغموته یې غوږونیسو،خوهغه کسان چې د شعـرد ماهیت په باب خبرې کوي،د هغو خیټورو په شان دي چې د مرغۍ د آواز پرځای د هغې له غوښې سره مینه لري).

کله چې یوه ټولنه له رواني اړخه ارامه نه وي ممکن په ډیرو مواردو کې ناسمې پریکړې وکړي، پدې اساس که شعر یوازې د روحي تسکین په موخه هم ولیکل شي دا به بسنه وکړي.

لیکوال او شاعر محب الله ارمل د شعر د ګټو په هکله وایي:

۱: شعر تخیل ته پرمختګ ورکوي او روزي یې. ارواپوهان وایي هغوی چې شخړې خوښوي او قتلونه کوي تخیل یې کمزوری وي او د وژل شوو کسانو د درد او غم حالت یا د کورنۍ حالت نه شي درک کولای.

۲: شعر هنر دی او هیڅ ټولنه نشي کولی له هنرونو انکار وکړي، له هنر انکار کول له نوښت او ابتکار انکار کول دي او دا د ویدو ټولنو نښه ده.

۳: که شعر ښه او عالي وي او محتوا یې هم ټولنیزه وي د اصلاح لپاره تر هر څه بهترینه وسیله ده تاسې وینئ چې اکثره ملایان او واعظان د خپلو خبرو د اغیز د زیاتولو لپاره شعرونه وایي او ان د فارسي ژبې ځیني شعري دیوانونه لولي.

۴:زمونږ په تولنه کې محدودیتونه زیات دي، اکثره د زړه خبرې نشو کولای په نثر کې وکړو او که یې وکړو نو ممکن د کفر ټابې راپورې شي، تاسې لیدلي چې د شعر په ژبه خپل فکر بیانول حساسیتونه نه راپاروي، مثلآ که پښتنې پیغلې هغه خبرې چې په سندرو او ټپو کې کوي که یې په نثر ووایي شاید سرونه یې پرې شي.

یا که د ممتاز اورکزي ددې بیت مفهوم په نثر ووایو کیسه خرابیږي چې وایي

همدا اوس به شراب وڅښم په نهره

همدا اوس به دې ماښام کړمه سحره

اوس رانه هیر دی خو په یوه مقاله کې مې لوستي وو چې یو وخت شاعر ځان د سپوږمۍ او وریځو په منځ کې لیده، د شاعر دې فکر ته پراختیا ورکړل شوه بالاخره طیاره جوړه شوه.

راځئ له ځانه یوه پوښتنه وکړو، مونږ سندرې ولې اورو؟

که ځواب مو نه وي تر لاسه کړی یوې بلې پوښتنې ته ځواب ووایئ تاسو په کوم وخت کې سندرې اورئ؟ د سندرې اوریدلو پر وخت او وروسته څنګه احساس کوئ؟

حتمآ به مو ځواب تر لاسه کړی وي، نو پدې اساس که شعر نه وای سندره نه وه، او د سندرې نه شتون ته دلیل نه شو پیدا کولای ځکه چې دا د انساني فطرت غوښتنه ده او له پیړیو پیړیو ان له ادمه تر دې دمه دا طبعي او فطري غوښتنه له یوې نه یوې لارې پوره شوې ده.

شعر احساس پاروونکی دی او دا مونږ په تاریخ کې لرو چې د لویو فتوحاتو ستر عامل شعري ژبه ثابته شوې ده.

خوشحال بابا وایي:

د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم

یا

لا تر اوسه یې ماغزه په قرار نه دي

چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی

که همدا مونږ نثر ته واړوو ممکن دومره اغیزه راباندې ونه کړي او هسې یو شعار راته وبریښي.

محب الله آرمل په خپله یوه مقاله (شعر او جنګ) کې لیکي:

(جنګ او شعر دواړه لرغوني دي، شايد دا شعرونه و چې د نړۍ لرغوني جنګونه يې په افسانو بدل کړل ، د خلکو په حافظو کې يې ژوندي وساتل، د جنګونه اتلان يې وستايل او خلکو ته د لا زياتو جګړو الهام ورکړ، د نړۍ د ترګردو لرغوني يوناني شاعر هومر منظومې الياد او اوديسي د ټرای ښار د جګړو داستان دی).

د شعر په بي ارزښته کولو کې زمونږ د ځینو لیکوالانو ونډه هم شاعران ګیله من کړي دي، نثر لیکلو او لوستلو ته د خلکو هڅول ښه کار دی خو دا تشویق نه باید پر شعر منفي اغیزه وکړي.

ډیری پوه ځوانان پر دې انتقاد کوي چې شاعران هسې خپل وخت پر شعر لیکلو ضایع کوي، دوی د شعر لیکلو پر ځای هغه وخت دې په یو بل ټولنیز کار مصرف کړي، حالانکه په لا شعوري ډول پخپله همدا کسان شعر ته په درنښت قایل دي چې ښه مثال د سندرې اوریدل دي، او همدا بس دی چې د هر هیواد ملي سرود په شعر لیکل شوی دی.

شعر د شاعر د ورځنیو کارونو د خنډ لامل نه شي کیدای، مونږ ډیری کسان حتا ډاکټران، انجینران، اقتصاد پوهان، سیاستمداران او… پیژنو چې شعر لیکي، هغوی د شعر تر څنګ په خپلو مسلکونو کې هم ځانونه ثابت کړي دي.

شعر په ژبه کې د عطر مثال لري نو بنآ زمونږ ټولنه نثر او شعر دواړو ته اړتیا لري او هغوی چې پدې برخه کې ستونزې لري له شعر څخه نا خبره دي هغوی دې باید شعر مطالعه کړي ویې څیړي مفهوم ترې چاڼ کړي وروسته دې قضاوت پرې وکړي.

One thought on “ولې شاعري؟/ لیکنه: اکبر راحل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *