ډېر خلک هر ډول شراب پېژني او په دې پوهیږي چې کوم ډول یې په څو او چېرې پیدا کیږي خو په دې نه پوهیږي چې دا شراب انسان ولې نشه کوي ؟ دنشه کېدو په اړه ساینسي مالومات هم ډېر محدود دي. ځینې تیوریانې یا نظرونه چې د نشه کېدو په اړه خپاره شوي څېړنکو ټول نظر یا د نظر ځینې برخې رد کړي. لاندې مالوماتو کې خپل ځوابونه ولټوئ چې شراب ولې انسان نشه کوي.
 
کله چې انسان شراب وڅکي نو دوه علایم پکې ډېر عام دي: خوله وچېدل او سر درد کېدل کوم چې ممکن په بدن کې د اوبو له کمښت (dehydration) څخه رامنځته کیږي. الکول څکل د انسان د بدن اوبه کموي ولې یې کموي ؟ ځکه چې الکول کې تر ټولو کره یا خالص الکول یا ایتانول (ethanol) موجود وي او ایتانول ډایورېټېک (diuretic) دي.ډایورېټېک داسې درملو ته وایي کوم چې انسان خالي ادرار کولو ته اړباسي. په بدن کې د اوبو کمښت د الکول او واسوپرېسېن هورمون (vasopressin) تر منځ کومه خپلمنځي اړیکه نده بلکې یوازې د ادرار کولو له لارې بدن کې د اوبو کمښت رامنځته کیږي. واسوپرېسېن یو هورمون ده چې په بدن کې د اوبو له کمښت او په بدن د نشې له جدیت سره تړاو لري. د نشه کېدو یو لامل ممکن د بدن په سیستم کې د کافي اوبو نشتوالی وي.
 
د نشه کېدو بل لامل ممکن ناسم اختصاص شوی انزایم وي. کله چې انسان شراب وڅکي او بدن یې پروسس ورکړي نو (NAD+) انزایم د (NADH) شکل تغیر ته کوي. د انسان بدن (NAD+) انزایم د میتابولیک فعالیت لکه د ګلکوز د جذب او الیکټرولیټ ترتیب (electrolyte regulation) لپاره کاروي. نو څومره چې زېات شراب وڅکل شي همدومره (NAD+) انزایم د میتابولیک فعالیت لپاره لږ پاتې کیږي. خو دا نظر ځینې څېړونکو ځکه رد کړی چې د کم ګلکوز او الکټرولیټ ترتیب له ډېرې نشې سره خپلمنځي اړیکه نده موندل شوې. په دې مانا چې که بدن کې ګلکوز کم شي او د الیکټرولیټ ترتیب هم سم نه وي د نشه کېدو لامل ندي موندل شوي.
 
ځینې خلک فکر کوي چې د شراب یو ډول تر بل څخه زېاته نشه لري. ممکن دا ریښتیا وي. د شرابو د تخمیر کېدو (fermentation) په پروسه کې یو ډول کیمیاوي توکي په شرابو کې کاریږي چې د کانجېنر (congener) په نامه یادیږي او د شراب ډول ته جلا ځانګړنه ورکوي له دې پرته دا کیمیاوي توکي د هغه څه مسولیت هم په غاړه لري چې د شرابو له څکلو وروسته یې د انسان د بدن غړي عکس العمل کوي. ځینې وخت کې دا کیمیاوي توکي زهري کېدای هم شي او د انسان ژوند اخیستی شي.
 
تر ټولو ځواکمنه تیوري یا نظر داده چې شراب یا الکول انسان نه نشه کوي. که الکول ندي نو بیا څه شی د نشې لامل ګرځي؟ کله چې انسان شراب وڅکي د انسان بدن له دې شرابو د پروسس پر وخت څه جوړوي همدا د نشې لامل ګرځي. له شرابو چې د انسان بدن کوم کیمیاوي توکي جوړوي د اسېټالډي هایډ (acetaldehyde) په نامه یادیږي کوم چې له الکول ۳۰ ځلې زېات زهري دي او انسان نشه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *