کېدای شي له ډېرو سره د دې پوښتنې ځواب دا وي، چې موږ بېخي له شعر نه خوند نه اخلو. دا خبره سمه ده. په ټولنه کې ډېر داسې خلک شته چې د شعر او منظوم کلام سخت مخالف دي. کله چې مخالفت رامنځته شي؛ نو بيا د خوند تر اخيستو ډېر مزل ته اړتيا ده.

له شعر سره د ډېرو دښمني د دې مهال زېږنده نه ده. افلاطون هم له شعر سره دښمن و؛ خو د افلاطون او زموږ دښمني ډېر توپير سره لري. هغه شعر نقل باله. ده ويل شاعر يو څه ويني او د هغه عکس يانقل بېرته ټولنې ته وړاندې کوي.

 که شعر په رښتيا نقل وبولو؛ نو بيا خو دی په حقه دی. ځکه د نقل هم څه خوند وي؟ په رښتيا چې نه وي! خو شعر يواځې نقل نه دی!

دا سمه ده چې شاعر يو څه ويني او د هغې پر بنسټ د خپل شعر ستنې دروي. د شعر سوژه يوه ټولنيزه پديده ده؛ خو شعر کټ مټ بېرته هماغه ټولنيزه پديده نه ده.

ارسطو وايي: د شاعر د خيال او فکر بېله دنيا ده. ټولنيزه پديده لومړی د شاعر د فکر دنيا ته ورداخليږي. هغه ورسره خپل احساسات، افکار او عواطف ملګري کوي او بيا يې ټولنې ته وړاندې کوي. دغه پديده له دغې دنيا څخه په هنري ګاڼه سمبال راوځي. دلته بيا شعر نقل نه پاتې کېږي، ځکه دلته ورته هنري جامه اغوستل شوې ده. کله چې له سوژې سره هنري جامه ملګرې شي، بيا نو د شعر تر معياره رسي او د قبلولو او خوښولو چانس يې ډېرېږي.

پېښې او واقعات موږ او تاسو ټول وينو. ټول پرې دردېږو او يا خوند ترې اخلو؛ خو څومره چې شاعر او ليکوال د پېښو درک کوي عام وګړی يې نه شي کولی. بيا هم ټول يې د بيان لپاره هنري ژبه نه لرو.

که يو عادي وګړی يوه پېښه بيانوي؛ نو له يو خبر پرته به پکې نور خوند نه وي. خو که شاعر او ليکوال يې بيان کړي؛ بيا نو د هنر خوند پکې له ورايه خپل ځان ښيي.

هر څومره چې شاعر او ليکوال يوه پېښه ښه درک کړي، د هغې په اړه ژور فکر ولري، د هغې په اړه يې احساسات سپېڅلي وي او د لوړ خيال او ريښتينې عاطفې پر مټ يې بيان کړي؛ نو د شعر مقام ته رسي.

پر دې ټولو سربېره ولې موږ ته شعر خوند راکوي؟ يا ولې د شعر له اغېزې څخه ځان نه شو ساتلی؟

انساني ژوند په ټولو برخو کې سره شريک دی. ټول انسانان يو ډول احساسات او عواطف لري. هر څوک په شعر کې د خپل ژوند يو اړخ او يوه خوا ګوري، ځکه شعر د ده د ژوند له يوې خوا او اړخ څخه ليکل شوی دی.

اباسين يوسفزی وايي:

په ګوګل دننه ټول پرهر پرهر يم ـــــــــ زه د درد له هرې څړيکې نه خبر يم

موږ ټول دردمن يو؛ خو خپل درد نه شو بيانولې. کله چې يې يو شاعر بيانوي موږ داسې فکر کوو چې زما د زړه خبره يې کړې ده، شاعر زما د زره درد درک کړی او يا زما په زړه کې ناست دی. شاعر تر ډېره برېده د ټولنې ترجمان دی. دی د خلکو په زړونو کې ناست دی او د خلکو له ارواو نه خبرې کوي.

زموږ د ځوان کهول شعر تر ډېره د هغه د سيمې او ماحول په دايره کې را ايسار دی. دوی ډېر له مينې او مجازي عشق څخه خبرې کوي او مقبوليت يې هم بېرته په همدې کهول کې ترټولو ډېر دی.

هرڅومره چې شاعر د خپلې سيمې او ټولنې له دايرې نه بهر راوځي او د خپلو افکارو او خيالاتو په توره سيمه ييز محدوديتونه له منځه وړي؛ په هماغه کچه نړيوال کېږي. همغومره يې پنځونه ډېرو ته د منلو وړ وي. په دې معنی، چې څومره د يو شاعر د ادراک حس په انساني نړۍ کې غزونې کوي؛ په هماغه کچه يې پنځونه د ډېرو خلکو د دردونو ترجماني کوي. د شاعر شعر حتمي ده، چې د نژاد، چاپېريال او زمان په لومو کې به ښکېل وي او موږ بايد د شاعر انفراديت له پامه ونه غورځوو؛ خو دا مو هم بايد په ياد وي، چې کوچنی شاعر کوچني شيان ويني او لوی شاعران بيا هغه څه ويني، چې نور يې نه ويني.

تاسو د ارواښاد اسحق ننګيال دا لاندې ازاد شعر ولولئ، چې څومره له پښتني پولو راوتي دی!

اى ښکاري اشنا!

 درته سلام کوم پرېږده چې دا ښکلې مرغۍ والوزي لاړې شي جوړه جوړه ګلونه شي ښلکې شي ښايسته شي امېلونه شي واخلي په وزرونو کې تنکي بچي وموښي سينو کې ګلالي بچي سپينې سرې مښوکې زرکني بچي پام کوه! پام کوه ماشې له ګوتې مه وروړه! اى ښکاري اشنا! درته سلام کوم پرېږده چې دا شنو جلګو کې وځغلي پېغلې د هوسيو د دامان په لور واړوي پيکي د شنه اسمان په لور وخاندي راتاوې شي مستي وکړي ورغړي نخرې وکړي خوښي وکړي شپو د پېغلتوب ته خوشالي وکړي پام کوه! پام کوه ماشې له ګوتې مه وروړه! اى ښکاري اشنا! درته سلام کوم پرېږده د غونچو له لمن پرېوزي زموږ د کلي باغ کې د سپرلي بلبل زموږ د خمارونو شرابي بلبل پرېږده چې په سرو مښوکو وبولي زموږ د بام له پاسه د سپرلو سرود بڼ ته د غوټيو د ښکالو سرود ځمکې ته د ورېځو بارانو سرود پام کوه! پام کوه ماشې له ګوتې مه وروړه!

د نوموړي شعر مقبوليت دومره ډېر دی، چې نړيواله جايزه يې تر لاسه کړه؛ خو که د ده دا بل شعر واورو؛ نو پوره د پښتنې ټولنې په ماحول کې راايسار دی.

مالي راشه اغزو د زړه پر ګل وهلی يم سقاو په زړې تورې د مغل وهلی يم رقيب به مې د زړه له وينو تشه ژۍ کړي ډکه خو سرمې د ايل نه دی که يې سل وهلی يم حيران يم د اکبر پر مړي بيا څه فساد وشو پرديو مې د خپل کور په درشل وهلی يم

 دلته شاعر له وخت او حالاتو نه سخت متاثر دی. ده يواځې د خپلې ټولنې ترجماني کړې ده. بيا هم هر څومره که شعر د وخت او زمان په لومه کې ښکېل دی، کېدای شي پښتنې ټولنې ته په ډېرو حالاتو کې خوند ورکړي؛ خو سيمه ييز محدوديتونه نه شي ماتولی.

 يا که دا لاندې بيتونه ولولو بېخي د وخت او پښتني چاپېريال په لومه کې ښکېل دي.

پښتنو وينو غوټۍ وکړې بهار دی

ساقي ګوره چې پېړيو وروسته مو وار دی

 پوروړي څه د تاک د پېغلو نه يو

هر يو رګ يې زموږ د سرو وينو ابشار دی

پورتني بيتونه هغه وخت ويل شوي دي، چې کله په افغانستان کې د طالبانو نظام حاکم شو. کېدای شي د نظامونو په بدليدو سره د يادو بيتونو خوند او رنګ بيا راپيدا شي او ډېر په کې د خپل ژوند يوه خوا وګوري؛ خو له پښتني چاپېريال څخه بهر نه شي وتی.

هغه خلک چې له شعر نه بېخې خوند نه اخلي د هغوی په وجود کې هم دغه احساسات شته؛ خو لا روزل شوي نه دي. دا بايد وروزل شي او رياضت ته اړتيا ده، چې دوی هم له شعر نه خوند واخلي.

که دوی څو وخته په دوامداره ډول شعر واوري بې له شکه چې دوی به هم ترې خوند واخلي. ډېر خلک دا فکر کوي، چې شعر هسې عبثيات دي.

دوی وايي شاعران د عبثياتو پيروي کوي او دوی هغه څه وايي چې عملي کوي يې نه؛ خو ټول شاعران بيا داسې نه دي. د دې تر څنګ دا خبره کول هم په کار ده، چې شاعران د خدای شاګردان دي او د خدای د شاګردانو خبرې ډېرې خوندورې وي.

One thought on “ولې له شعر نه خوند اخلو؟ ګل احمد محبت”
  1. نه پوهیږم ستاسو هدف څه دی ؟!
    پېل مو له یونان څخه کړی دی، ، افلاطون له شعر سره وران و او ارسطو…

    بیا مو د دواړو نظرونو ته ښه ویلي دي، که شعر اصل وي که نقل وي هغه ستاسو له عنوان او موضوع نه د باندې خبره ده، ځکه ته ستا موضوع انساني حس دی، نه د تخلیق سرچینې.
    وروسته بیا اسحاق ننګیال ته تللی یاست، دلته مو ددې په شعر کره کتنه کړې ده، اوس بیا سوال پېدا کیږی چې دا ستاسو موضوع څه وه ؟

    هڅه مو ښه کړې خو پکې بریالي شوي نه یاست، ځکه ستاسو د عنوان لپاره تاسو ته پکار ده چې د انساني ارواپوهنې مطالعه وکړئ او بیا انسان پدې قانع کړئ چې شعر ولې خوند ورکوي.

    که مو هدف له شاعر نه دفاع وي نو په یوه جمله کې مو هم ویلي شول چې شعر لیکل ښه کار دی او شعر ښه دی.

    شاعران د خدای شاګردان دي؟
    که دا خبره ستاسو په نظر رښتیا وي نو بیا باید په آیت یا حدیث ثابته وي، او که نه وي ثابته نو له دومره لوېې دعوې کولو مخکې یو ځل فکر وکړئ چې خبره د چان په شان کې کوئ.

    شعر د انساني احساساتو او تجربو زیږنده دی، هېڅ ډول تقدس نلري، او شاعر په هېڅ صورت په نړۍ کې مقدس انسان ندی،.
    ځینې معیارونه الله پاک او رسول الله ص ټاکلي دي، له هغې پرته په دیني امورو کې نه څوک د لاسوهنې حق لري او نه د زیاتو خبرو .

    تاسو ولې شعر د الله پورې تړئ، شعر هنر دی، د عقیدې سره یې څه ربط پېدا شو ؟
    د الله کلام قران دی، او د شاعر کلام شعر، اوس که شاعر د الله شاګرد شو نو شعر یې هم باید د قران د ایتونو په څېر یو څه وي، البته کېدای شي کیفیت یې یو څه ټيټ وي نو ایا دا انصاف درته ښکاري چې د شاعر شعر د الله له کلام ته ورته وښودل شي.

    نورې هم ډېرې خبرې دي خو ستاسو له کرښو به بیا زما خبرې ډېرې شي

    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *