په تيرو څو مياشتو کې داسې پيښي وشوې چې د زغم وړ نه وې، د هر چا زړه يې وځوراوه۔ په فيسبوک کې مو د خلکو د تسليت پيغامونه ليدل خو خوند به يې نه راکاوه۔ هر پيغام داسي ښکاريده چې ګني دا کارونه خو کيږي او موږ به وايو چې غم کې شريک يو۔

ما هم غوښتل چې يو څه خو وليکم د زړه بوج به مې کم شي۔ خوبيا مې فکر کاوه چې پريږده چې د زړه بړاس پر تا برلاسی شي، غمجن به شې، فکر به وکړي، شايد د علت د پيداکولو لپاره يې څه وکړاي شي۔ همدا به مې په زړه کې ګرځيدل يا الله خلک خو مو ظالمان دي، ايا موږ د دنيا د ټولو نه خراب خلک يو چې داسي بې علته مرو، يا الله ته خو د انصاف څښتن يې ته موږ ته وښايي ولې موږ څه کړي؟

دا امتحان دی که رحمت؟ او که زموږ ګناه يا ستا عذاب؟ زما د خپل وس د فکر او تحليل وروسته لاندي نتيجې ته ورسيدم:دغه هر څه چې دې موږ په خپله په ځان کړي۔ موږ د ځان نه خبر نه يو خو د لوي الله ج د ذات نه مو همدغه حالت غوښتی چې موږ دې بې مقصده، بې هدفه، او بې ګناه په ډيره بې رحمۍ سره د هر ٖظالم د لاسه وژل کيږو۔ دا څنګه؟ دا ولي؟ موږ خو داسي نه دي کړي، راځئ چې وه يې څيړو:

  1.  څو ورځي وروسته به د غوايي اتمه په شاندارو مراسمو سره لمانځل کيږي۔ هغه ورځ چې د هغې وروسته په څو مياشتو کې دننه دننه د ۵۰ زرو په شاوخوا کې ښاريان يواځي په کابل کې شهيدان شول۔ هماغه قاتلين به چا چې دا عامه وژنې کړې وې نن خپل بريت تاووي چې ما خو دا کمال کړی۔ دې خلکو ته دا جرت چا ورکړ؟ موږ بل هيچا نه۔ همدغو خلکو ته په تيرو ټاکنو کې تر ټولو ډيرې رايې خلکو ورکړي۔ د تلويزونو شمير مو تر ۱۰۰ اوړي خو هيچا ددوي نه پوښتنه ونه کړه چې دا ولي؟ ولې دې ووژل؟ موږ اوس هم د همدوي خلکو پسي روان يو۔ همدا خلک دي چې نن په ملي شوری‪ کې ناست دي.
  2. ۔ زموږ د فيسبوک په پروفايلونو باندي د چا عکسونه وي؟ ( البته که خپل مو نه وي): ټول د هاغه خلکو چې ډير افغانان مړه کوي۔ دا خلک زموږ قهرمان دي، همدوي زمريان دي، همدوي د حورو عاشقان دي، همدوي زموږ د زړونو پاچاهان دي۔ يواځي يوه بيلګه يې ذکر کوم چې دا اوس په فيسبوک کې مشهوره ده: جنرال عبدالرازق ټولو خلکو قهرمان کړی او يواځي او يواځي ددې لپاره چې کوم افغانان چې د اوسني نظام مخالف وي دا يې په ډيره بې رحمۍ وژني۔ خپله به په امريکا کې چکري وهي موږ ته به دلته قهرمانان ټاکي۔ د لوبغاړو پرته تاسي ماته يو داسي کس وښايې چې هغه ته موږ قهرمان ويلي وي او هغه څوک نه وي مړه کړي؟؟ فقط يو۔۔۔ ثبوت به فيسبوک وي۔ 3. څه وخت مخکي يو دولتي چارواکي غږ وکړ چې دا فلانی او فلانی غل دی۔ دلته ښو پوهو خلکو چغي شروع کړي چې دا ولي؟ زموږ د منطقي غله نيسي او د نورو ولايتونو نه نيسي۔ هلکه دا ستا د ولايت غل خو همدا ستا ځمکې غصب کړي، همدا ستا نه باج اخلي، همدا ستا موټر تښتوي، په کوم بل ولايت کې کې خو يې زور نه رسيږي۔ لنډه دا چې: دا د الله قانون دی چې ته څه غواړي نو د هماغي کوشش به کوي نو بيا به يې ترلاسه کوي۔ د بيلګي په توګه، که موږ د کمپنۍ په چوک کې ولاړ يو او غواړو چې کندهار ته لاړ شو نو داسي نشو کولای چې حرکت د کابل د ښار په طرف کوو او غواړو چې کندهار ته ورسيږو او بيا ګيله کوو چې ولي موږ کندهار ته ونه رسيدو په داسي حال کې چې ښه په دې پوهيږه چې موږ د کابل په طرف روان يو نه د کندهار۔ مطلب دا چې دا امکان نه لري چې موږ دې قاتلينو پسي روان يو او امن دې غواړو۔ د قاتل او ظالم دا فطرت دی چې هغه به قتل او ظلم کوي۔ چې ظلم مو خوښيږي نو زغم يې هم بايد ولرو۔ نو، که موږ امن غواړو دې قاتلينو ته به واضح وايو چې تاسي بد کړي، هر هغه څوک چې د يو افغان په قتل کې لاس لري هغه بد کړي، د کابل د ۵۰،۰۰۰ ښاريانو قاتلينو تاسي بد کړي او موږ هيڅکله تاسي نه خوښوو۔ که زه د جومات لپاره لمانځه ته تلم او په بم والوتم او ټوټې ټوټې شوم، نو زما سره هيڅ همدردي مه کوئ، ځکه موږ خپله له خپل رب همدا غوښتي۔ زه د خپلې عقيدې له مخې چې په الله ج ېې لرم په پوره ډاډ سره دا دعوه کوم چې هر هغه ورځ چې د افغانستان ۵۰ سلنه او يو کس دا وويل چې زموږ قاتلين بدي راځي، او ماته د يو بل قوم غريب مزدورکار زما د قوم او زما د ژبې د يو قاتل په نسبت چې په لوړ مقام کې ناست دی ډير محترم او ډير محبوب دی نو هماغه ورځ به موږ ددې ټولو مصيبتونو نه خلاص يو۔ما خو د خپل ځانه شروع کړي او تاسې سره مې خپل نظر شريک کړ۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *