کله چې موږ یو شخص او یا یوه شي ته په منفي نظر ګورو، باید له ځانه وپوښتو، چې رښتیا هم هلته ستونزه ده او که له ضده یا په غیر ارادي ډول رانه داسې کیږي؟
بل، دا هم باید په یاد ولرو، چې که موږ په هره مسله کې منفي اړخ ته ډیره توجه وکړو، په دې سره به موږ خلک ستایي او راباندې ویاړي به؟
دا سمه ده چې په ټولنه کې هر ډول ستونزې شته، که هغه دولتې خواوې دي او که خپله خلک دي، خو ددغو ستونزو لپاره د حل لارې پیدا کیدای شي.
اوس مهال په افغانستان کې اکثره سیاسي کارپوهان، د نظر خاوندان، د چارو شنونکي، د پوهنتونونو استادان، رسنۍ او د هغوی مدیران یا کنټرولران هڅه کوي چې هرې موضوع او مسلې ته له منفي اړخ څخه وګوري.
دا سمه ده چې چې ولس ته هرڅه صفا ویل د دوی مسوولیت دی، خو دا ویل هم باید په یوه چوکاټ کې وي.
پورته یاد شوي اکثره کسان چې په ګردي میز، کوم سیاسي بحث او یا له ملګرو دوستانو او کلیوالو سره کیښنې یوازې خپله توجه منفي اړخ ته اړوي او په هغه ځای کې موجود کسان هم ددوی نظر پسې ځي، کله چې هغوی د داسې کسانو منفي خبرې واوري، ارمانونه او هیلې وبایلي، راتلونکې نه نا امیده شي، پلانونه یې شنډ پاتې شي او ناروا لارې ته مخه کړي، ځکه فکر کوي چې هر څه نیمګړې دي.
ځیني بیا دا فکر کوي چې زما دا خبرې به ما ته په ولس او خلکو کې شهرت راکړي چې والله پلانی صیب ډیر سپین سړی دی او سپین سپین غږیږي.
دا سمه ده چې یو شمیر کسان به دا ستا خبرې وستايي خو په حقیقت کې تا ټول ولس او خلکو ته یو تشویش پيدا کړ او هغوی دې نا امیده کړل، ځکه ته داسې غږیږې چې اوس به هر څه نسکور او اظطراري حالت به راشي، خو په حقیقت کې بیا داسې سره نه وي.
ځیني کارپوهان بیا د یو چا له خوا که هغه کوم هیواد وي او یا کومه بله کړۍ تمویلیږي او یوازې همدې ته په تمه وي چې اوس کومه نیمګړتیا پیدا کړي، خلک پرې ووېروي او د ارامۍ احساس ترې واخلي.
نن سبا به دا ډول خبرې او دا ډول شننې هیڅ زموږ ولس ونه مني، ځکه اوس خلک پوه شوي دي، په دې پوهیږي چې څوک د بوسو لاندې اوبه تیروي، په دې هم پوهیږي چې شرایط څه ډول دي.
اوس هم ښې بیلګې زموږ په ټولنه کې شته چې هغوی ته په نوي حکومت کې کوم پوسټ نه دی ورکول شوی، یا د فساد کوم تور پرې لګیدلی دی، یا یې کوم غړی له کوم سفارت نه ایستل شوی او یا هم پخوانی ناز او نخرې نه دي ورکول شوي، اوس له ټولو ډیر خفه همدوی دي او له ټولو ډیر تخریب ته همدوی پښه اچولې ده، خو دا فکر نه کوي چې دا دومره وخت ما وخوړل او ملت مې وزوراوه بس دی، نور په کور باید کیښنم.
دوی اوس دې ته ناست دي چې یوه وړه نیمګړتیا وګوري او په فیسبوک کې یې ولیکي او یا هم په کومه رسنۍ کې میلمه شي او ژر یې خلکو ته ووايي.
دا ددې لپاره چې دده ګټې نه دي خوندي شوي، ددې لپاره چې پخوانۍ مزې او چړچې یې په ټپه ولاړې دي.
په وروستیو کې به ډیرو ملت پالو هیوادوالو او ویښو خلکو هغه وګړي عملاً لیدلي وي چې تخریب، منفي ګرايي او د خلکو د ذهنونو مغشوشول یې خپله دنده ګڼلې ده.
همدوی ځینو ځینو کارپوهانو به وړاندې ویل چې افغان حکومت باید په سیمه ایزه کچه د خپل امنیت او سولې ښه کولو لپاره هڅې وکړي او افغانستان باید له ګاونډیانو په ځانګړي ډول پاکستان سره اړیکې ښې جوړې کړي، خو کله چې په سیمه ایزه کچه کار وشو، بیا هم همدوی خلکو اول یې دا مسله واچوله چې افغان نوي حکومت ټوله توجه د هند خواته کړې خو بیا هغه ډول سره نه وو، ځکه هند خپله وویل چې موږ اوس هم له افغانستان سره د پخوا په شان ښې اړیکې لرو.
دویم د افغانستان او پاکستان د استخباراتو په برخه کې د توافق مسله وه، کله چې نور د تخریب موضوعات نه وو، نو دا مسله یې را پیدا کړه چې پاکستان سره یې توافق وکړ، نو کله چې پاکستان خپله وویل چې د افغانستان له خوا نه توافق نه دی امضا شوی نو دا خلک غلي شول.
اوس بیا هم همدا خلک دي چې نا اراضه دي او یوازې یې خپلو انتقادونو ته زور ورکړی دی.
دوی یوازې د یوه قوم نوم اخلي، ځان په قوم پورې تړي او وايي چې ونډه یې کمه ده او دا نظام باید نسکور شي.
که ته رښتیا هم د خلکو غم خوار یې، نو اوس حقیقت ووایه، خپل خلک راویښ کړه او له هغه څه یې راوګرځوه چې بهرنۍ استخباراتي کړۍ یې د خپلو اهدافو لپاره کاروي او ګټه ترې اخلي.
دا خبره هم سمه ده چې انتقاد باید وشي، ځکه که انتقاد ونه شي، نیمګړتیاوې په ګوته نه شي، نو بیا به دا ستونزې څنګه حلیږي، دا چارواکي او مشران به څنګه کنټرولیږي، خو زه وایم چې دا انتقادونه او نیوکې لږ پر ځای وکړئ چې تر څو ولس ته یې ګټه ورسیږي.