اکثره افغانان چې د هېواد د وروسته پاتې والي بحث کوي جغرافیایي عامل یادوي. دوی وایي افغانستان په وچه کې ایسار دی او څرنګه چې هند ته د رسېدو لاره له افغانستانه تېرېده،نو له مقدوني سکندره رانیولې تر وروستیو پیړیو پورې لویو فاتحانو او قدرتونو د هند د لاندې کولو لپاره پر افغانستان حملې کړې او دې شي د افغانانو ډېره انرژي او امکانات ضایع کړي دي.
د اروپا د ودې په برخه کې یو نظر دا دی چې هغه وخت یې وده چټکه شوه چې د هونانو، مغولو او عربو په څېر پردو قومونو له حملو څخه خوندي پاتې شوه او له صلیبي جګړو وروسته یې د امنیت احساس وکړ چې په نتیجه کې د اروپایانو د سیاسي او اجتماعي موسسو پرله پسې ودې ته لاره اواره شوه.
څرنګه چې افغانانو په خپل تېر تاریخ کې د امنیت او مصونیت احساس نه دی کړی نو د مدني موسسو انکشاف یې ټکنی او ځنډنی شو.
کله چې په پنځلسمه میلادي پېړۍ کې نوې بحري لاندې کشف شوې او هند، چین او لرې ختیځ ته د تجارت لپاره له سمندري لارو استفاده پیل شوه نو د ورېښمو لرغونې لاره چې له افغانستان څخه تېرېده، متروکه پاتې شوه او دې نوي حالت نه یوازې زموږ د سیمې اقتصاد ته صدمه ورسوله بلکې فکري او کلتوري وده یې هم ټکنۍ کړه، ځکه نور نو په دې لاره د مختلفو وطنونو، کلتورونو او تمدنونو کاروانیان نه تېرېدل چې له فکري تنوع او تبادلې سره مرسته وکړي.
د افغانستان په وروسته پاتې والي کې د اقتصادي عامل پلویان دا هم وایي چې بحر ته لار نه لرل په شلمه پیړۍ کې د دې سبب شول چې زموږ ګاونډیان موږ په اصطلاح تر خوږ ګوته ونیسي او تر خپل فشار لاندې مو وساتي.
البته د افغانستان په وروسته پاتې والي کې د جغرافیایي عامل د پلویانو په مقابل کې استدلال کېږي چې په نړۍ کې نور هېوادونه هم شته چې په وچه کې ایسار دي، مګر ډېره ښه وده یې کړې ده. سویس او اطریش سمندر ته لاره نه لري خو د اروپا ډېر پرمختللي هېوادونه دي.
ځینې نور کسان بیا په دې نظر دي چې پخوا که هر عامل و خو په شلمه پیړۍ کې مونږ ځکه له چټکې او لازمې ودې بې برخې پاتې شو چې د تېلو غوندې شتمني مو نه لرله چې د دنیا په بازار کې سمدستي په پیسه بدلېږي. دا سمه ده چې افغانستان ډېر کانونه لري او اوس خو ان اټکل کېږي چې د کاني زېرمو ارزښت یې تر درې زره میلیارده ډالرو اوړي، مګر له دغو کانونو استفاده ډېره سرمایه او لازم انفراسټرکچر غواړي.
د دې نظر مخالفان وایي چې ځینو ملکونو د تېلو غوندې باد راوړی ثروت درلود ولې خاصه وده یې ونه کړه.
د شوروي اتحاد له پاشل كېدو وروسته دغه هيواد په داسې پنځلس شپاړلس هيوادونو ووېشل شو چې تر ډېره حده په مشترك ميراث كې شريك وو، مګر هغه جمهوريتونه چې د بشري منابعو په لحاظ پرمختللي وو ، په اقتصادي لحاظ او د انكشاف د نورو معيارونو په لحاظ هم په بهتره حالت كې راغلل. تركمنستان لويه خاوره، ډېر تېل او ډېر ګاز لري ولې د ترقي په لحاظ د تركمنستان او د بالتيك جمهوريتونو تر منځ ډېر توپير وينو، حال دا چې دوى ټول په لسګونو كلونو د يوه شوروي اتحاد په چوكاټ كې وو.
ایران او سعودي عربستان د تېلو عظیمې زېرمې لري او شاوخوا نیمه پیړۍ کېږي چې هغه د چا خبره ډالر بادوي، مګر د ودې مزه یې نشته. دغه مثالونه راښیي چې ډېره شتمني خامخا د ودې ضامنه نه ده.
یو بل نظر دا دی چې افغانستان د مختلفو توکمونو او ژبو هېواد دی . دې شي سیاسي ثبات کمزوری کړی دی او چېرته چې سیاسي ثبات کمزوری وي، اقتصادي وده یې مشکله ده. د دې نظر مخالفان استدلال کوي چې په نړۍ کې داسې ډېر لږ هېواد شته چې قومي او کلتوري تنوع دې پکې نه وي.
د شلمې پېړۍ لوی مورخ ټاین بي چې د تمدنونو په اړه نظریه یې مشهوره ده، وایي چې یو تمدن تر هغو پورې له زواله خوندي دی چې د چلینجونو په مقابل کې د مقابلې وړتیا پکې وي. د ټاین بي په نظر دا د هر تمدن د روشنفکرو دنده ده چې د خنډونو او چلینجونو ماهیت وپيژني او حل لارې ورته ومومي. ایا مونږ داسې منورین لرلي دي چې ستونزې وپیژني او حل لارې ورته ومومي؟ ځواب منفي یا تقریبا منفي دی. د رنسانس په زمانه او راوروسته پیړیو کې چې اروپا د منځنیو پیړیو له تورو شپو راوووته، په دې بدلانه کې لوی نقش د اروپایي منورینو وو. دغو منورینو اروپایان مبتکر او خلاق کړل. دوی فکر تولید کړ او خپل ولسونه یې بیدار کړل. راویښ شوي خلک د ښه ژوند کولو هنر زده کوي او د دغسې خلکو وطن که تېل ولري یا یې ونه لري، که په وچه کې ایسار وي یا نه وي او که قومي تنوع پکې زیاته وي یا کمه وي، په هر حالت کې له مشکلاتو سره په مقابله کې پاتې نه راځي.