بریتانوی لیکوال، ارواپوه او خبریال رابرټ هولډن وايي: ځینې خلک په نیمکرغي پسې ځغلي او ځینې نیمکرغي انتخابوي.
باید اعتراف وکړم، کله چې د خپلو رویاګانو په لاسته راوړنه بوخت وم، بدترینې او ساده خطاوې مې له لاسه وختې. داسې خطاوې چې حتی یو وړوکي ماشوم هم کولی شول، چې پیش بیني یې کړي. لدې امله خپل ځانته خیجل یم . اوس اراده لرم، چې زیان منونکی و اوسم؛ ځکه فکر کووم، چې پدې موضوع کې یو څه شته او تاسو هم کولی شﺉ، چې پند ترې واخلﺉ.
نیږدې نهه میاشتې مخکې مې، په ژوند کې په فرصتونو له سره غور وکړ. له هغه مخکې زه یوازې د کالج یو محصل وم، چې بې موخې مې د ژوند لاره لنډوله او هیله مې لرله، چې یوه ورځ به هرڅه پخپله او خارق العاده ډول سم شي. په هغو ورځو کې مې پخپل درون کې د خپلو همزولو ټولګیوالو په څیر د بدمرغۍ احساس درلود. کله کله به ګوښه ځای کې کیناستم او فکر به مې کاوه. پدې هم پوهیدم، چې هسې خپل قیمتي وخت ضایع کوم او هغه ژوند چې باید درلودی مې، نه یې لرم.
د دې ګوښه ناستي په اوږدو کې له ځان سره یوې په زړه پورې پایلې ته ورسېدم: هر سړی خپله د خپل ځان د خوښیو او نیکمرغیو مسوول دی، نه بل څوک. هیڅ کوم بل څوک هغه مونږ ته نشي را بښلی. مونږ حق نلرو، چې پدې برخه کې بل څوک ملامت کړو، نه مور او پلار، نه ټولنه او نه هغه څوک چې په ښوونځي کې یې زما – ستا زړه مات کړ. د خپل ځان دنیکمرغي او بدمرغي یوازینی لامل پخپله یو . خپلې ښادۍ او نیکمرغۍ باید کلکې په لاسونو کې ونیسو او ساتنه یې وکړو.
لیکوالي مې انتخاب کړه او ددې موخې د لاسته راوړلو لپاره مې ځان بې دریغه بوخت کړ، څه موده وروسته مې لږ پرمختګ هم وکړ. یو ویبلاګ مې پرانیسته، په کالج کې مې له بلې څانګې څخه ارواپوهنې ته ځان تبدیل کړ او هغه وخت مې په لیکلو پیل وکړ. څه موده وروسته مې د خپلو منفي افکارو له امله پخپله وړتیا شک وکړ او یوازینی کار چې تر سره کولی مې شوای خوب وو. ظاهرا مې بل کار د کولو لپاره نه درلود.

وروسته مې په ځیرتیا سره لیدل پیل کړل. هغه درز ته ځیر شوم، چې د روان ژوند او هغه ژوند په منځ کې مې را منځته شوی وو، چې ما غوښتل ویې لرم. په ټول توان سره مې هڅه پیل کړه، چې دا لوی درز وتړم. باور مې درلود څه چې ماته خوښي راکولی شي، زما ارزوګانو ته رسیدل دي. فکر مې وکړ، چې له څه مودې وروسته هغه څه چې غواړم یې لاسته راوړم او په پای کې کرار پریوزم او ځان دمه کړم او د ژوند له ټولو شېبو خوند واخلم؛ نو پخپلې خوښۍ او نیکمرغۍ پسې مې یون پیل کړ. هغه کار چې چندان په درد مې نه خوړ .
خوښي همیشه زمونږ په څنګ او زمونږ په باطن کې ده. یوازینی کار چې باید تر سره یې کړو، دا دی چې د لیدلو توان یې پیدا کړو. کله چې تاسو د خپلې خوښې ژوند په لور سفر پیلوﺉ، هر څه د یوه تصادف په څېر پیښیږي. کله چې تاسو د خپل ژوند مسوولیت په غاړه اخلﺉ، د ځان ملامتول په اسانۍ تر سره کولی شﺉ. ځانته زیان اړوﺉ او پخپل ټول ځواک سره هڅه کوﺉ، چې سخت او خطرناک کارونه تر سره کړﺉ؛ ځکه کله چې ودریږﺉ د ماتې احساس کوﺉ.
د ژوند ددې رووش موخه څه ده ؟ په لومړي ګام کې ولې د ځان لپاره یو رویايي ژوند انتخابوﺉ؟ ځکه چې غواړﺉ، خوښ او نیکمرغه و اوسﺉ. خوښ اوسېدل د هغو شیانو په وسیله چې غواړو یې او یا د هغې اوږدې لارې پر مټ چې وهلې مو ده لاسته نه راځي؛ بلکه د ژوند په لاره کې د شتون او یون په وسیله را منځته کیږي.
که تاسو دې موضوع ته ژور فکر وکړﺉ؛ ولې باید د خوښیو د تجربې توان، یوازې د موخو په لاسته راوړنه کې وي؟ که تر اوسه مو هر کار تر سره کړی وي، دا ټول فشار او سخت کار د بریالیتوب لپاره وو؛ نو ځکه له شیبو څخه خوند اخیستل او خوښ اوسیدل درته ناشوني ول. که د خپل ژوند د شیبو او ددې سفر په قدر پوه نشﺉ؛ نو دخپلې بریا په قدر به هم پوه نشﺉ.
ځکه مې ددې ورکې عقلاني برخې له بیاموندلو وروسته، پخپل ارزښتمن لومړیتوب یعنې د خپلې خوښي او نیکمرغي په بیا رغولو پیل وکړ. اوس هڅه کووم، چې ژوند ته د خوښیو د یو ستر ازمون په سترګه وګورم. ددې تر څنګ اوس هم باید د خپلو بریاوو او خوبونو د لاسته راوړنې لپاره ، سخت کار او پرلپسې هڅې وکړم؛ خو نور به ددې لارې په وهلو کې هیڅکله ځان ونه بایلم. د ژوند په هره هستي مې شکر کول او قدر کول زده کړل، څه چې موخو ته د رسېدو او د رویا ګانو په واقعیت بدلولو کې لازمي دي.
کله یو وړوکی ذهني بدلون کولی شي، چې پراخ توپیرونه رامنځته کړي. بنا پردې سکوت وکړﺉ، په ارامه ساه واخلﺉ او بېرته له خپل ځان سره اړیکه ټینګه کړﺉ… نو دوباره سکوت وکړﺉ، خپل حواس مو په واک کې راولﺉ اوله خپل ځانه وپوښتﺉ، چې څه احساس لرﺉ او ولې ستاسو نننی احساس دا ډول دی.؟ هڅه وکړﺉ، چې یاد ته مو راشي، چې ولې مو په لومړي ځل دا سفر وټاکه، ورپسې د ژوند په روان بهیر کې خپلې خوښﺉ وټاکﺉ او په خپلو رویاګانو باندې کار کول مو په یوه نه بېلېدونکي خوی واړوﺉ.
پام مو وي، چې دا لرلید د اوږد مهال لپاره دی. تر هغه چې تاسو د خپلو رویا ګانو په لاسته راوړلو بوخت یﺉ، نشﺉ کولی چې ځان له ټولو خوښیو محروم کړﺉ؛ ځکه چې که وغواړﺉ، همدا اوس هم خپل خوبونه د ژوند په یوه برخه بدلولی شﺉ. کله یو وړوکی ذهني بدلون هم د یوې سترې پایلې د لاسته راتلو سبب کیږي.
اسلام علیکم ورحمته الله وبرکات
سلطان احمدزی صاحب سلامونه می او منی
ډیر د افسوس ځای دی چه مونږه مسلمانان د خوښی چل د کفارو څخه زده کووپه اصل کی کفار هیڅ کومه طریقه او دین نلری
ما شا الله زمونږ څومره ښکلی دین دی اسلام زما په نظر خوښی د انسان په قرانکریم لوستلو کی ده او په معنا یی ځان پوهول
قرانکریم د ژوند د ټولو خښویو او نیکمرغیو کتاب دی
مننه