امان الله ایمان

 تلخیص: امان الله اېمان –

په دوه ټوکه کتاب کې د افغانستان او عراق د ځپونکو، وینو، وژنو او ناهیلیو ډکو جګړو کیسه د امریکا هغه سرتیری کوي چې خپله ددغو جګړو برخه‌وال دی، نوموړی خپل یادښتونه په دلچسپه جملو پيلوي: ((زه د امریکا یو جنرال یم، او اعتراف کوم چې د ترهګرۍ پر وړاندې نړیواله جګړه مې وبایلله، زما قضیه هغه کاواکه شرابي ته ورته ده چې تر هرڅه د مخه مني چې په نشه يي توکو اخته او په جرات اعتراف کوي چې روغتیايي ستونزه لري. زه هم منم چې ستونزه لرم، په جګړه کې مې ماته خوړلې او زما په څنګ کې داسې نور بې شمیره امریکایی جنرالان هم پر خپلو تیروتنو ګواه دي. د جګړو بایلل ستونزه ده، خو ترهغې لویه ستونزه داده، چې بایلونکی پر خپلې ماتې اعتراف ونه کړي. زه پر خپله ماته اعتراف کوم او باید پر خپل دغه اخلاقي جرات وویاړم.! ))

د امریکا د دې بدمرغه جګړې په دې یادښتونو کې لولو: له بده مرغه، موږ د خپلې خطرناکې جګړې له لارې پر پښتون ځوریدلي قوم د ناتعریف شوې ازادۍ هڅې وتپلې، ما او زما په څير ډیرو نورو کسانو عملیاتي ډګرونه په بې سارې کمزورې بڼه مدیریت کړي دي دي. دا چې څنګه زموږ د کړنو پایلې به یې په خپله ځواب ووایي. موږ په دواړو ډګرونو (عراق او افغانستان) کې پاتې راغلو، موږ خپل دښمن ونه پيژنده، د هغه لپاره مو منلی او منطقې تعریف ونه مونده، او مخکې له دې چې  دښمن مو له منځه وړی وای نوی دښمن به زیږده او په نوې دښمنۍ به اخته کیدو، ددې پر ځای چې دښمن مو په اغیزناکه بڼه ځپلی وای، د امریکا پوځ په لیونتوب پيل وکړ. له دې ټولو جګړو وروسته، چې کله خپلو کورونو ته راستانه شوو، نو حالات هماغسې وو، لکه څنګه چې پخوا وو، ونه پوهیدو چې ولې مو دومره وینې تویې کړې او د څه لپاره مو دومره خونړۍ شپې شوګیر کړې؟؟

سرتیری په خپلو یادښتونو کې د اسامه په اړه وايي، دده د عملیاتو نقشې او تیورۍ په لویه پیمانه د خلکو پام ځانته واړاوه. په افریقا کې چاودنې، د کول پر بیړۍ ځانمرګي او د سپتمبر د ۱۱مې پیښې – د اسامه د ذکاوت، چالاکۍ او نوښت ښکاره نښې وې. که بن لادن د نړیوالې ترهګرۍ پر ځای سینمایي هنر ته مخه کړې وای، نو بې له شکه چې په ډیرې اسانۍ به یې د امریکایي مشهور فلم جوړوونکي سیسل بي ډي میلي ریکارډ مات کړی وو. د افغانستان په څير یوه غرني هیواد له منځه، په داسې حال کې چې د امریکا او لویدیځ استخبارات پرې خبر نه شول، د داسې لویو پلانونو جوړول او عملي کول د ډيرې حیرانۍ خبره ده!! بریتانوي سرتیري به د القاعده شبکې ارزانه، اسانه او چټکو عملیاتو ته هک پک وو. هغوی سره له دې چې د نړۍ یو تر ټولو غوره پوځي جوړښت درلود، خو د اسامه هنر او د یادې شبکې کړنو ته ګوته پر غاښ وو.

سرتیري، امریکا ته د اسامه بن لادن له لوري د دوهمې ضربې یادونه په جزیاتو لیکلې ده، چې له امله یې امریکا په افغانستان کې ځان په جګړه کې ښکیل کړ، او بیا ې په عراق برید وکړ. د القاعده د غړو له لوري د تښتول شویو الوتکو له ډلې، د څلورمې الوتکې کیسه چې د سورلۍ د مقاومت له کبله هدف ته ونه رسیده، داسې بیانوي: ((جراح وار له مخه په کابین کې خپل تیاری نیولی و. په ډیره آرامۍ یې الوتکه د وروستي ځل لپاره د ځمکې په لور ورخوشي کړه. جراح په لوړ غږ وویل، الله اکبر، الله اکبر. ژوندیو پاتې شویو ملګرو یې ورسره په ګډه الله اکبره ناره پورته کوله. جراح الوتکه کاواکه کړه، تاو راتاو شوه او په ۱۰:۳ دقیقو د پنسلوانیا ایالت د شانکسویل په سیمه کې د لرګیو پر یوه خالي ګودام کې ټوټې ټوټې شوه.)) د یونایټید۹۳ الوتکې سورلیو، چې د ترهګرو پر وړاندې یې غبرګون وښود، وسله یې نه لرله، خو ماغزه، بدن او وجدان یې درلود. دوی د خپلو ځانونو په قربانۍ، سپینه ماڼۍ، سنا جرګه او یا د امریکا کوم بل مهم مرکز خوندي کړ.  د امریکا جاهل پوځ ددې بدمرغه پیښو په اړه بې خبره و. اسامه د امریکا د تور په اړه خپله خوله تر یوې میاشتې پورې بنده وساتله مګر د هغه جرات د هغه کارنامه پخپله بیانوله.

بوش د امریکا ولس ته د سپتمبر پر۱۱مه نیټه وویل چې نن د ۲۱مې پيړۍ د پيرل هاربر پیښه (د امریکا پر سمندري بیړۍ د جاپانیانو برید) بیا پیښه شوه، په دغه جګړه کې ۲۴۰۳تنه ووژل شول.  د ۱۹۴۱ کال کې دښمن (جاپان) معلوم و، د جګړې کړنلاره یې ساده وه، وسله مالومه وه او تر ټولو مهمه دا چې د امریکا جګړه له یوه هیواد سره وه، نه له ټولې نړۍ سره، خو د سپتمبر د ۱۱مې د پیښې دښمن معلوم و، خو ددې دښمن موقعیت ته ډيرې لارې غځیدلې وې. دې دښمن د ملکیانو کالي اغوستي وو، په ټوله نړۍ کې د ولس په منځ کې ننوتی او ورک و، د جګړې عجیبه توکي یې کارول، نامعموله وسلې، پيچلي بمونه، چړې، سوداګریزې بمي لارۍ، ځانګړي بوټان او ملکي الوتکې یې کارولې چې له عام ولسه یې بیلول ډیر ګران وو.

د  افغانستان او عراق په ناپایه جګړه کې له ښکیل کیدو وروسته امریکایي پوځ هر ځل پوښتي، چې اصلا دا دښمن څوک دی؟ لیکوال وروسته د امریکا له لوري د طالبانو د ماتې کیسه کوي – د افغانستان د جګړې په اړه د کنډلیزارایس یو یادښت داسې دی: ( ښايي ډیرو به په نړۍ کې د امریکا د جګړو په اړه وړاندوینه کړې وي، خو افغانستان هیڅکله هم له موږ سره زموږ د جګړو د غوراوي په توګه موجود نه و، په هر صورت موږ افغانستان ته د جګړې لپاره نه یو تللي، بلکې افغانستان موږ د جګړې لپاره ټاکلي یو)

طالبان ماته خوري او د هندوکش غره څوکو ته د جګړو لپاره خیژي، د کابل په کوڅو کې پښتانه منزوي او کابل د تاجکانو قبضې ته لویږي دغه سرتیری لیکي: د څو اونیو په موده کې سلګونو زړورو او روزل شویو امریکایانو، پرلپسې امريکایی بمباریو او زرګونو غښتلیو افغانانو، طالبانو ته ماتې ورکړه. د افغانستان په تاریخ کې د نورو یرغلګرو او فاتحانو د برخلیک په اړه، دې بریا هم ډیر ژر د نورو ستونزو لړۍ پرانیسته. په افغانستان کې یوازي مړي تسلیمیږي. ژوندي خلک په افغانستان کې ښايي د یوې مودې لپاره جګړه پریږدي او له دمې وروسته بیا به جګړې ته راوګرځي، لکه څنګه چې د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې طالبانو مرچلونه پریښودل، داد تل لپاره د جګړې ډګر پریښودل نه وو. د افغانانو لپاره په جګړه کې وقفه د ساه جوړولو په مانا ده، نه د لوبې پایته رسول. کله ناکله چې افغانان له عجیب او ویجاړوونکي حالت سره مخ شي، نو تسلیمېدل یې یوازې د جنګي تکتیک په مانا کارول کیږي، تر څو ژوندي پاتې او په مناسب وخت کې بیا جګړې ته راوګرځي. افغانان که دمه واخلي یا نه، خو ارو مرو باید د جګړې لوبه وګټي!

په یادښتونو کې لولو: امریکایانو او شمالي ټلوالې بې شمیره طالبان ووژل. هغه یې چې ژوندي نیول شوي وو، کورنۍ، وروڼه، زامن، پلرونه او تربوران یې لرل. د طالبانو پاتې شونو په هیڅ وجه نه غوښتل، چې دا جګړه دا ډول پای ته ورسیږي. له دوی وروسته یې کورنیو وسلې ته لاس کړ او د خپلو وروڼو  او پلرونو د غچ اخستو جګړه یې پيل کړه. ( دوی جګړه بایللې وه خو مورال یې نه و بایللی. دوی دا مهال د انزوا په حالت کې وو، خو وینې یې په جوش وې!)

دا جګړه څنګه د بې هدفه شوه: ( د شپې د خلکو کورونو ته ننوتل، تلاشي کول او له عامه خلکو نه د طالبانو د پټنځایونو او عملیاتو په اړه پوښتنې ګرویږنې ددې لامل شول چې د امریکا پر کړنو ډیر شمیر خلک شکمن کړي. سربیره پر دې، دا چې امریکایان به ناچاره شول او د طالبانو د وژلو په موخه به یې لوی لوی بمونه غورځول، بې له دې چې امریکایان یې بې مهارته جنګیالي ثابت کړل، بل څه یې ونکړل. بې له دې چې عام ولس یې په ځان پسې راوپاراوه، بل څه ونشول. د عامو خلکو باور دا شو چې رښتیا هم امریکا کافر دی، بهرنی دی او اشغالګر دی. بالاخره ځینو خلکو ته طالب غوره ښکاره شو او ملاتړ یې ترې پيل کړ.)

په یادښتونو کې نوموړی د زرمت د شاهي کوټ عملیات د طالبانو د ګوریلایي جګړو پيلامه ګڼي، امریکایان له هیښوونکي مقاومت سره مخ کیږي او ځینې ملګري هم پکې له لاسه ورکوي – د شاهي کوټ له جګړې وروسته ځیرک ګوریلایي قومندان جلال الدین حقاني د خوشال خان خټک د جګړې کړنلاره غوره کړه. خټک په ۱۷مه پیړۍ کې په پوره مهارت د مغولو پر وړاندې تاریخې جګړې کړې وي. دا فورمول چې طالبانو وروسته ترینه کار اخسته د چین د جوړښت پلار ماوزیدانګ دی، چې کله دښمن مخې ته راځي، موږ شاته کیږو. چې دښمن ځای پر ځای ودریږي، موږ برید کوو او دښمن ته زیان رسوو. دښمن به ستړی شي موږ به برید و کړو. چې دښمن پر شا شو، موږ به یې له شا تعقیبووو تر څو ماته وخوري. طالبانو هم د خوشال خان خټک لاره ونیوله چې مغولو ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې وې. دوی ښه پوهیدل چې د روسانو او بریتانویانو پر وړاندې یې څه ډول چلن کړی وای او د خپلو ماوو (خټک) کړنلاره یې هم په یاد وه. نوموړی د شاهي کوټ عملیات د طالبانو د پيچلو جګړو پيل بولي.

دا چې ځینو به ویل امریکا بیرته ژر کورته نه ستنیږي، نو مرور پښتون قوم د طالبانو بیا راتګ غوره ګاڼه او د هغوی د راتګ لپاره یې د امکاناتو په چمتو کولو پيل وکړ. له دې هر څه نه وروسته بیا هماغه زړه پوښتنه تکرار شوه. اصلا دا دښمن څوک و؟ او د موخې لاسته راوړل څه مانا؟

دا چې ولسمشر بوش لا د افغانستان مسله پای ته نه وه رسولې، او د عراق لپاره یې چمتوالی نیوه، نو دې داسې مانا لرله لکه قمارباز چې په بخت او طالع خپله ټوله پانګه په داو ووهي، ولسمشر بوش کټ مټ همدا بڼه لرله. سره له دې چې د افغانانو پور/ بدلې اخستلو قضیه څو کاله وروسته راووتله، خو هرو مرو راووته. هغه د هندوانو د دودیزې دعا په څیر، چې خدای دې سړی د افغانانو له دښمنۍ وساتي.

د افغانستان د جګړې او پیچلي مقاومت ترڅنګ، نوموړی په مفصله توګه د بریتانیا او روسانو د ماتې کیسې هم پخپلو یادښتونو کې د بیلګو په توګه رانغاړي: کله چې په افغانستان کې ټپي شې او په خاورو کې پروت یې، که ناڅاپه یوه ډله ښځې له کوم لوري راپيدا شي او غواړي چې نور دې هم اندامونه یو له بله جلا کړي، ژر ژر په خپل لویدلي ټوپک پسې ورغړه، د وروستي غوراوي په توګه خپله کوپړۍ پخپله وشینده، او خپل خدای ته د یوه سرتیري په توګه وروګرځه.

په ۲۰۰۹ کې امریکایان تر ټولو زیات د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د طالبانو له مقاومت سره مخ شول. طالبانو پيل د راکټ پر ګوزار وکړ او له ۶۰۰ فوټه واټن نه یې مخامخ د کلا شمالي اړخ وویشت، له دې وروسته طالبانو پرله‌پسې د لاسي بمونو ګوزارونه وکړل او کلا یې له لوخړو ډکه کړه. پینځه دښمنان د کوڅې په بر سر کې ودریدل او د کلاشینکوفونو د مرمیو توپان یې جوړ کړ، خو ډیرې مرمۍ هوایي تللې، کله چې ګورخه ډزې پيل کړې پنځه واړه یې غلبیل کړل او له منځه لاړل.  یوه طالب وروسته ویل: بریتانویان کمزوري او بې زړه سرتیري نه وو، دوی په لومړۍ کرښه کې د امریکایانو په څیر رمباړې نه وهي او نه یې خدای ته چیغې وهلې (Oh My God)

سرتیری په یادښتونو کې دا جګړې بې مانا بولي، وايي: د بریتانوي سرتیرو مقاومت او زړورتیا هیڅ ډالۍ له ځانه سره نه لرله، هغوی تش لاس راغلي وو او تش لاس له نوازده ووتل. هغوی ونه توانیدل د طالب مقاومت پر وړاندې مقاومت وکړي. له ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کال نه په خورا توپير، طالبان پر سویلي دښتو او ختیځو غرونو په خورا زور او قوي مورال راتوی شول. څومره هڅې یې چې وکړې، خو بیا هم بریټانیا او نورو هیوادونه چې د جګړې بشپړه لیوالتیا یې لرله، ونه توانیدل چې یوازې د لویدیځ پښتانه طالبان له منځه یوسي. څومره به چې پاکیدل لکه واښه داسې به راشنه کیدل.

په افغانستان کې د امریکا د هوایي بمباریو په اړه په یادښتونو کې راځي: ددې جګړې ستر شعار د ترهګرۍ ریښې له منځه وړل وو، حال دا چې په هوایي بمباریو کې ټول پښتانه وژل کیدل. چا ویلي وو، چې پښتنو د سپتمبر ۱۱مې برید کړی او چا ویلي وو، چې پښتانه د امریکا کورني امنیت ته ګواښ وو. پښتانه پړه نه و، طالب د دوی په کلیو کې ځان پټ کړی و.

د نورستان د برګمټال ولسوالۍ د طالبانو په لاس د نیولو او سرسخته مقاومت په یادښتنو کې لولو:  د جولای پر ۲۴مه یاغیانو له څو فوټه لرې واټن نه پر جسټن کولمن برید وکړ او ویې واژه. اووه ورځې وروسته یې بیا مورچل ونیوه او الیکزانډر میلر یې سوری سوری کړ. کله یې چې میلر وویشت، نو د کلاشینکوف ټول جاغور یې ورته په سینه تش کړ. د هرې ورځې له شیبو شیبو جګړو پرته، د جولای پر ۱۲ له جګړې وروسته، ۹ نورې مخ پر مخ نښتې وشوې، خو له نه پر شا کیدونکو طالبانو سره ورځنۍ جګړه حل لاره نه وه. امریکایان اړ شول چې طالبانو په توپونو او یا هوايي ځواک له منځه یوسي. دغه یادښتونه ډیری د جنوب د توندو او اورنیو جګړو کیسه کوي، په ځانګړې توګه د ارغنداب د سروګرمیو جګړې چې امریکایانو ته په ډیر لوړ قیمت تمامې شوې دي او  ۶۵تنه امریکایان پکې وژل شوي، ۴۲۶تنه ټپیان او ۵۰ تنه پکې داسې وو، چې یا یې یوه پښه له لاسه ورکړې وه او یا پر دواړو پښو معیوب شوي وو.

په یادښتنونو کې د امریکایانو په لاس د افغانانو تر ټولو دردونکې د وژنې کیسې ته تم کیږو: (د مارچ پر ۳مه سهار په ۳ بجو ضابط روبرټ بیلز د پنجوایي ولسوالۍ د بلمبای له پوستې د باندې ووت. بلیز د خپل پوځي یونیفورم پر سر افغاني بالاپوښ اغوستی و او سر یې پر یوه افغاني دسمال پټ کړی و. له ځان سره یې څراغ، کربین ټوپک، ګرنیډ لانچر، ام ۹ تفنګچه او یوه لویه چړه واخیسته. امریکایي سرتیري هیڅکله هم د پنجوایي په څير ناامنه سیمه کې له مرکزه یوازې نه وتل، خو بیلز ووت. څنګه چې لمر راوخوت، له پنجوایي نه د چیغو او ژړا اوازونه پورته شول. بیلز په لومړي کلي کې ۴ تنه وژلي وو او شپږ یې سخت ټپي کړي وو. له هغه وروسته یې په سویلي لوري کې ۱۲تنه له تیغه تیر کړي وو. د پیښې ًپه قربانیانو کې ۴ ښځې اتو ۴ نارینه او ۱۰ ماشومان هم وو. ددې ملکیانو له وژلو وروسته، بیلز هڅه کړې وه چې د مړیو جسدونو ته اور واچوي، خو پرې توانیدلی نه و.)  له دې پیښې وروسته طالب مشران په خوښۍ او خندا یوې غاړې ته کیناستل او نوې نندارې سیل یې کاوه. د بیلز دې عمل پښتانه نور هم له کافرانو لرې او پر اشغالګرو بې باوره کړل. له بې دریغه هڅو سره طالبانو په پنجوایي کې ۱۵۷ تنه بهرني پوځیان وژلي وو، خو دې پیښې ورته ترهر څه بل ډیره ګټه وکړه، او جګړه نوره هم سخته شوه.

سرتیری په یادښتونو کې له بهرنیانو سره د افغانانو د کینې په یو یادښت کې یادونه کوي: یو شی له پيله یې د ډیرو بهرنیانو په ذهنونو کې یې ځای نیولی و، دا و چې هیڅوک نه شي کولی د افغانانو پوره ريښتینولي او وفاداري تر لاسه کړي، خو کولی شي د یوې مودې لپاره یې په کرایه کړي. هغه مهال چې الوتکو پرې بمونه غورځول او هغه وخت چې یو شمیر نغدې پیسې یې ترلاسه کولې، ډیرو زیاتو قومی مشرانو د طالبانو له ملاتړه لاس واخیست او د نړیوال ائتلاف ملګري شول. څه موده وروسته یو شمیر قومي مشران بیرته طالبانو ته لاړل او یو شمیر بیخي په خپله مخه، خدای خبر چیرته لاړل. هغوی ته ویل شوي وو چې ډیر به په افغانانو زړه نه تړئ.   د امریکا له لوري د ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم، دوی د بریتانویانو تیرو ترخو تجربو ته ورګرځي: بریتانویانو هم خپل بخت په دې هیواد کې وازمویه، خو هیڅ یې تر لاسه نه کړل. او له خورا زور زیاتي وروسته یې ټول ۱۶ زره سرتیري او ملکیان ووژل شول. یوازنی ژوندی ملکی سړی، چې غلجي پښتنو بد ټپي کړی وو، په رغړیدلو له کابله جلال اباد ته ورسید. یوازې د بریتانیې د اردو جراح بریالی شو، چې په ډير شواخون ځان ځای ته ورسوي او ددې ډار کیسې خلکو ته وکړي، کله چې نوموړی جلال اباد ته ورسید نو یوه افغان سرتیري یې د سرکاسه ترې وهلې وه، خو لویدلې نه وه.

ورپسې د بریتانیانو او افغانانو له تیرو جګړو او ماتو او وژنو داسې روایت کوي: کله چې د شاشجاع حکومتي کړۍ پر دې پوه شوه چې بریتانویانو مالي سرچینې کمې کړي او د سرتیرو په ایستلو یې پيل وکړ، نو په خپل افغان مرموز دود یې غبرګون ښکاره کړ. سره له دې چې د ورځې له مخې به یې خپلو بریتانوي دوستانو ته خندل راخندل، د شپې له خوا به یې له خپلو غلچي وطنوالو سره د سبا ورځې پلانونه جوړول. شاشجاع هم په ښکاره د جنرال ویلیم ملاتړله او په پټه یې له غلجیانو سره لاس یو کړی و. پرته له دې، چې بریتانویانو د غلجیانو له سپکاوي ډکو شرطونو منلو ته غاړه ایښې وای، بله لاره یې نه لرله. غلجیانو له خبرو اترو سره هم‌مهاله ګوزارونه هم کول. داسې وخت راغی چې پښتنو د مذاکراتو په یوه ناسته کې پر بریتانویانو برید وکړ، ویې نیول او ویې وژل. ددې پر ځای چې د وژل شوي بریتانوي افسر غچ واخلي، بریتانویان پر دې راضي شول چې له قید و شرط پرته له افغانستانه ووځي. جنرال ویلیم او سرتیري یې په دې شرط وتلو ته پريښودل شول چې ټولې پيسې، مهمات، تجهیزات، توپخانې او طبي توکي به افغانانو ته پریږدي او دوی به سر او پښې له افغانستانه وځي. کله چې دوی د جلال اباد په لور په وتو شول، افغانانو په خندا خندا د بریتانویانو پر هغو مرکزونو برید پیل کړ، چې لا وتلي نه وو. جنرال ویلیم پخپله هم په دې نیت غلجیانو ته تسلیم شو، چې دا کار به یې غلجیان ارام کړي، خو دا ګومان یې ناسم وخوت. فاتحو غلجیانو پر پاتې بریتانویانو برید وکړ او له یوه جراح پرته چې مات ګوډ جلال اباد ته ورسید، نور ټول راغلي بریتانویان یې له یوې مخې ووژل، خو جلال اباد ته د تلونکي کتار له منځه یوازې برایډن په بخت شیرازي و. له برید او ماتې وروسته بریتانویانو، ویل چې دوکه د افغانانو ځانګړتیا ده. کله چې په ۲۰۱۱ کال کې اوباما د امنیتي مسوولیت د لیږد او د وتلو خبره وکړه، بریتانیا په دې هیواد کې لرغوني کاري مخینه لرله، دې هیواد ته د ننوتلو اعلان اسانه و، خو د وتلو اعلان به یې بدې پایلې وزیږوي.

روسانه هم پر خپل وار ددې ستونزې په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړې وې، هغوی پر دې پوهیدل چې پر افغانانو زړه تړل پر اس زړه تړل دي. هغه مهال چې روسانو ۴۰ نمبر پوځ له افغانستان نه ووت، نو پر افغان پوځیانو یې ډیر څار کاوه، او د بریتانویانو په څیر ټول په سیند لاهو نه شول. یوه لاره چې د افغانانو له شره ځان خلاص کړې، او مخکې له دې چې تا تیر باسي ته ورته دوکه ورکړه!  روسانو افغانانو ته د جنګیالیو په توګه درناوی کاوه، خو د سرتیرو په توګه یې نه پيژندل. له لویدیځوال تعریف سره سم، روسانو افغانان ماهر جنګیالي، مکار وژونکي، او کرایي قاتلان بلل، خو ددې ترڅنګ به یې ویل چې د پوځي اصولو په نامه پکې څه نشته. امریکایانو په خپلو کې ویل، دا خلک په رښتیا قاتلان دي او کله چې د ۲۰۱۲ کال په مني کې د سرتیرو وتل پيل شي، نو بې دریغه زیات به خپله مخه او شا وڅارئ.

په یادښتونو کې د بریتانیا استازي ته په ۱۸۰۹کال د یو افغان قومي مشر خبره لیکي: ( موږ د خپلمنځي اختلافاتو په منځ کې ژوند کولی شو، موږ له بهرنیانو سره په جګړه کې ښکیل خوښ یو، موږ ګواښونه منلی شو، موږ په وینو کې تر زنګنونو دوب خوښ یو، خو موږ هیڅ‌کله هم نابللی استاد، نابللی مېلمه او مغرور بادار نه شو زغملی. موږ هیڅ‌کله هم د بل تر لاس لاندې ژوند نه منو.)

د عراق د جګړې سور دوزخ:

په افغانستان کې له د ماتې او بري په برید ولاړه امریکا په عراق کې هم ځان ښکیلوي، دغه یادښتونو کې لولو، چې ولې یې په درواغو د صدام حکومت راوپرځاوه او هغه تورونه چې پر نوموړي لګیدلي وو، هیڅ ثابت نه شول. د عراق اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي وسلو په اړه چې کوم استخباراتي معلومات راټول شوي وو، رښتیا هم تیرایستونکي وو. کله چې د عراق عملیات پایته ورسیدل، ورځې په اونیو، اونۍ په میاشتو واوښتې او ډول ډول څیړنې وشوې نو جوته شوه چې نه ډله‌ییزو وژنو وسلې وې او نه هم اټومي او کیمیاوي مواد وو. ډیموکراټانو به په تنده او ترخه لهجه ویل: بوش دروغ وویل او زرګونه خلک یې ووژل!

د صدام د پوځ له ماتې وروسته د له واکه ګوښه شویو سنیانو لخوا امریکا له سرسخته مقاومت سره مخ کیږي، چې تر اخره یې د کتاب کرښې له وژنو یادونه کوي. د عراق د جګړې ددغه سرتیري یادښتونه له وینو او وژنو، ماتو او بمباریو او ورانیو بل هیڅ شي کیسه نه کوي په مقابل کې د عراق د سنیانو لیونی او سرزوری مقاومت. د دوی د مقاومت څرک له دې کیسې ښه معلومولی شو:( کله چې سرتیري د عراق شمال ته روان وو، نو یوه سړي چې د سړک پر غاړه ناست و، د امریکایانو لپاره یې نه هیریدونکی یاد جوړ کړ. دغه مهال یو ټکسي چلوونکی، چې په انګریزي یې خبرې کولې راورسید، امریکایانو ټکسي چلوونکي ته وویل چې سملاسي له ټکسي راووځي، ټولې دروازې پرانیزي چې د موټر تلاشي واخلي. هغه په چټکۍ له ټکسۍ بهر شو. خپله دروازه یې پرانیسته او بیا یې د موټر ډاله پرانیسته. څنګه یې چې پر ډاله زور واچوه، نو یو ناڅاپه موټر وچاودید او ټول ځای لمبو ونیوه، دواړه عراقیان او څلور واړه امریکایان ځای پر ځای ووژل شول.  داد امریکا په تاریخ کې یوه فوق العاده او حیرانونکې جګړه وه. کله چې د شوبلو له ټیرونو دوړې پاکې او د توغندیو لمبې مړې شوې، نو بیا هغه بنسټیزه پوښتنه مخې ته راغله: اصلا دا دښمن څوک و او موږ د جا پر وړاندې جنګیږو؟

وروسته د عراق د جګړې کیسه د یو شدید مقاومت تخته ده چې ټوله په وینو، وژنو، مرګونو او ناورینونو لړلې ده، ددغه ناورین سون توکي د عراق بدمرغه سنیان دي، ددغه مقاومت بلې کیسې ته تم کیږو: ( په ۲۰۰۳ کال کې د زندانیانو او ساتونکو ترمنځ اخ او ډب جوړ شو. ددې پاڅون مشري یوه بندي چې له ځان سره یې تفنګچه زندان ته تیره کړې وه، کوله. په دغه شپه د زندان ساتونکو ۱۲ عراقي بندیان د زندان له کوټو نه بیرون راوایستل. لومړی یې بربنډ کړل او بیا یې په خورا سپکوونکې بڼه پړمخې څملول. درې ورځې وروسته دې ساتونکو بیا بندیان بربنډ کړل او بیا یې په یوه شرموونکې بڼه په عام محضر کې پړمخې څملول. دې سرتیرو وروسته په څیړنو کې وویل چې موږ غوښتل عراقیانو ته درس ورکړو! د عربو په کوڅو کې دا بوږنوونکې انځورونه د بریښنا په څیر چټک خپاره شول. خلکو به یو بل ته د شواهدو په توګه ښکاره کول او د امریکایانو د کفر ترڅنګ به یې د هغوی د وحشت او خیانت بیلګې هم ورکولې. دې بدمرغه کړنو د امریکا په ماموریت کې هیڅ مرسته ونه کړو بلکې ټولنیزه کرکه یې لا وپنځوله.)

په یادښتونو کې بله د سرسخته مقاومت کیسه لولو: د سیمریل ټولي او میسیسیپي سرتیري پر لاره روان دي، چې یو ناڅاپه لوی تندریز اواز او ویجاړونکي ماین لمبې پورته کړې او ټوله سیمه په دوړو کې پټه شوه. ان خپل لاسونه سړي ته نه ښکاري، دې چاودنې د کتار دریم لمبر هاموې موټر له مرۍ تیر کړ. کله چې لمبې سړې شوې او ویرونکې تورې دوړې کیناستې، د میسیسیپي څلور سرتیري په موټر کې سوکړه شوي وو. هیڅ نه پيژندل کیدل. د موټر پر ټیرونو، مورچل او زغره واله تنه اور بل وو. فکر دې هم نه شو کولی چې په دې موټر کې څوک ناست وو، ځکه اوسپنې او د انسانانو غوښې سره یو ځای شوې وې. له یوې خوا د عراق د اوړي ګرمي او له بلې خوا د اشغالګرو پر سرونو بل شوي اور د جهنم په څیر ښکاریده.

امریکایي ځواکونه د سني عراقي مقاومت تر ټولو پیچلې بڼه په فلوجه کې نندارې ته واندې کوي. د یوې پیښې یادونه داسې کوي: د مارچ په دریمه په سني میشته فلوجه کې د امریکا د اردو د بلک واټر څلور امنیتي قراردادیان ونیول شول، اندامونه یې ترې غوڅ کړل او وسوځول شول. خوشاله، مستو او پر ځان مغرورو خلکو په جوش او خندا دوه سوځول شوي جسدونه د فرات پر برج راوځړول. د جګړې دا امریکایي سرتیری د دښمن د مقاومت په اړه لیکي: په عراق کې دښمن په وژلو نه ختمیده، بلکې د یوه دښمن وژلو به لس نور زیږول. داسې فکر کیده لکه د امریکایانو راتګ چې د عراقي ولس پر زخمونو مالګه شیندلې وي. ټول ولس له یوه سره په ټوپونو و!

له دې ټولو ورانوونکو جګړو او وژنو وروسته، د فلوجې سني میشته ښار د وژنو  تصویر د الجزيرې د خبریال منصور په مټ نړۍ ته وښودل شو، د منصور ویډیو ثبتوونکې ډلې د وژل شویو ماشومانو، سوځیدلو بوډاګانو، په وینو لړلیو هلکانو، سلګۍ نیولو میندو او بې وسه ملکیانو، له زغمه وتلی حالت ثبت کړ. د سوځیدلو ماشومانو عاطفي انځورونو په بغداد، ریاض، عمان او حتی په واشنګټن کې خپل کار وکړ. او ډیر ژر یې د عربو په کوڅو او په ټوله اسلامي نړۍ کې پلویان وموندل. د عراق څلورو خواوو ته خواخوږو خپله خواشیني او خپګان د باعزمه عراقیانو سره وښود. د سمندري ځواکونو قومندان جیم کنوي به ویل: د الجزیري راپور په موږ کې زړه وچاوه او پر شا یې ډيره کلکه لغته راکړه.  د عراق جګړه لکه قیامت، بولجر په یادښت کې لیکي: دا جګړه تر ډیره قیامت ته ورته وه، چې هر سړي د خپل ځان غم خوړ او داسې فکر کیده چې په دې سیمه کې هر سړی یوازې د مرګ لپاره راغلی دی!

په پای کې دا سني میشته ښار، نږدې نیمایي فلوجه له منځه تللې چې ۳۹۰۰۰ وادنۍ له منځه تللې وې، د فلوجې ورانۍ د زرقاوي او ملګرو د افسانوي کیسو او مقاومت پایله شوه. په دې عملیاتو کې ۷۰ تنه امریکایان ووژل شول او ۶۰۹ تنه ټپیان شول. ۶ عراقي سرتیري مړه او ۵۵ ټپیان شول او له ۱۲۰۰ زیات یاغیان ونیول شول او نږدې ۲۰۰۰ ووژل شول.

په عراق کې د سړک پر غاړه او یا کلیو کې د عراقیانو وژل ددې لامل شول چې د امریکایانو د مرګ‌ژوبلې ګراف دې هم لوړ شي. په دې اړه د سټیلي سرتیرو کره معلومات لرل، ویل به یې: چې یوازې د ۲۰۰۶ کال په مې میاشت کې ۷۹ امریکايي سرتیري ووژل شول، چې نږدې هره ورځ ۳ ځوانان راځي. عراقیان خو وژل کیدل مګر امریکایي پوځیانو به هم خپل شمیر کاوه.

د څلورم پلي ځواک فرقې ضابط این نیولنډ به ویل: موږ به داسې جسدونه لیدل، چې سترګې به ترې ایستل شوې وې، غړي به ترې غوڅ شوي وو او په وینو کې به ډوب پراته وو. موږ داسې ماشوم ولید چې ۱۵ مرمۍ ویشتل شوی و. د عراق ددغه ورځو فضا ډیره وحشیانه وه. چاپيریال بې له دې چې سړي ته یې روحي عذاب ورکړی وای، بل څه نه و.

په ۲۰۰۷ کال کې ډیویډ پیټریوس د امریکایي ځواکونو مشر په عراق کې ټاکل کیږي، مرګ‌ژوبلې هم راټیټیږي او په ۲۰۰۹ کال کې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو امر کیږي.

د جګړې پایله، هیڅ پایله:

په پای کې دا یوه بې ګټې جګړه بولي چې اخر په کابل کې بهرنیو دیپلوماتانو په دې وخت تیراوه چې ښایي ولسمشر کرزی د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې مداخله وکړي. له دې ټولو ښکته پورته وروسته، هماغه پخوانۍ پوښتنه تکرار شوه، اصلا دا دښمن څوک و او موږ د کوم دښمن پر وړاندې جنګیدو؟ القاعده؟ طالبان؟ ولسمشر حامد کرزی؟ پښتانه؟ پاکستانیان؟ ټول؟ هیڅ یو هم نه؟ هر څه چې وو، خو بس تیر شول او پخوانۍ خبرې هم پخوا تیرې شوې.

بولجر په یادښتونو کې لیکلي، چې په دې جګړه کې ۷۰۰۰ امریکایانو ووژل شول، ددې شمیر پنځه برابره زیات ژوبل شول او ډیر لوی شمیر یې په رواني رنځ اخته شول او د ائتلافي ځواکونو هم ۱۳۰۰ ځواکونه ووژل شول او ۶۰۰۰ یې ټپیان شول. د افغانستان په جګړه کې د ۱۳۰۰۰ ملکي افغانانو د وژلو راپور ورکړل شو. د عراق مرګ‌ژوبله له شماره ووته. په ټوله موده کې چې امریکا په عراق کې تیره کړه، ۱۰۴۰۰۰ انسانان پکې ووژل شول. دا جګړه د امریکا لپاره ډیره قیمته تمامه شوه. نږدې له یوه تریلیون ډالرو زیاتې پيسې یې ولګول شوې. دا چې دې جګړو د امریکا اقتصاد ته څومره تلپاتې زیان ورساوه، څوک یې تصور هم نه شي کولی.

په دومره لرې هیوادونو کې عجیبې، ویروونکې او ګونګې جګړې پر مخ وړل، په هیڅ ډول اسانه کار نه دی. په عراق کې سنیانو او په افغانستان کې طالبانو دومره مقاومت وکړ، چې د لویدیځ په خوښه رامنځته کیدونکې دیموکراسي یې دړې وړې کړه. کله یې چې تر لسیزې زیاته شدیده او پراخه جګړه وکړه، نو په وینو کې ډوبې ځپل شوې امریکا پر خپله تیروتنه اعتراف وکړ او جګړه یې یوه څرګند دښمن ته، په څرګنده سیمه کې محدوده کړه، خو اوس وخت تیر و.

د پنټاګون یو مامور به ویل: ددې جګړې د اغیز او پایلو په اړه څه نه ویل یوازې د جنرالانو د چوپتیا خبره ده، کنه ډير څه باید وویل شي. د نورو پوځي افسرانو ترمنځ یو هم د دفاع وزیر باب ګیټس و، چې له خلکو سره یې د جګړو دردوونکې خاطرې شریکې کړې: ((که په راتلونکې کې د دفاع کوم وزیر،  ولسمشر ته په اسیا، افریقا او یا منځني ختیځ کې د پوځ کارونې مشوره ورکوي، نو خپل مغز باید د روغتیایي تصدیق لپاره دوه ځله معاینه کړي. تر ډیرې مودې پورې باید هیڅوک هم نور د بهرنۍ جګړې نوم وانخلي. دښمن ته باید تل د ماتیدونکي او تښتیدونکي لوري په توګه ونه کتل شي، په عراق او افغانستان کې هم پر خپل ځان غرور،  تر ډیره بریده د وضعیت د وخامت لامل شو.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *