خبر پاڼه

قدرمنو ملګرو!

مننه

د مينه پالونکي رب په نامه

زه عزت الله ځواب چې له تېرو دولسو کلونو راهيسې په جلال اباد کې ژورنالېستک فعاليتونه کوم ، په دې لړ کې د کليد اونيزې سره دوه کاله کار، له اي، ډبليو، پي ، ار سره يوکال، پژواک خبري اژانس سره دوه کاله، ډبليو ایف پی او نورو کورنيو او بهرنيو خيريه بنسټونو سره همکار پاتې شوی يم.

ددې تر څنګ ما له ننګرهاره په ډېرو سختو حالاتو کې مينه مجله پیل او د خپلو لوستونکو پر مټ مې تر شپېتمې ګڼې چاپ کړه، ما په مينه کې د مينه والو مينه پالل ه، خو د پوهې او فرهنګ دښمنان زما مخ ته ودرېدل، پر ما يې زما د کار چاپیريال راتنګ کړ، داسې پیغامونه يې راکړل چې ما ځوروي.

هغوی زما نور پرمختګ نه شو زغملی، ماته يې د مرګ ګواښونه وکړل.

دغو کسانو مخکې هم د ولايتي ادارې په مرسته زه ځورولی وم او ځينې سياسي ملايان يې زما مخالفت ته هڅولي وو.

د بشر حقونو خپلواک کميسون، ملګرو ملتونو، د ژورنالیستانو ټولنې (نۍ) او ملي امنيت ماته تر اوسه کوم ډاډ نه دی راکړی، ټول خبر دي.

له تاسې ښاغلو سره، خپله دا ستونزه شريکوم، چې مينه مجله د همدغو دلايلو له مخې تر نامعلومې نېټې وتړل شوه.

يادښت:

مينه يوه خپلواکه کولتوري او هنري خپرونه وه، چې سیاسي او تفریحي موضوعات يې هم په خپله لمن کې ځايول .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *