۱۸+ جنسي اروايي خپرونه
په نرانو کې جنسي اړیکي د نه لیوالیتا په اړوند مالومات لاسته راوړل اړین شمېرل کیږي چې دلته یې ځینو ارزښتناکو ټکو ته په لنډ ډول اشاره کوو، په سر کې باید وویل شي چې د نارینه وو د جنسي نا لېوالتیاوو یو تر ټول لوی لامل ژور خپګان دی او همدارنګه یاده ګډوډي له نارینه وو څخه په ښځو کې ډېره لیدل کیږي چې له بده مرغه لامل یې هم نارینه دي په نارینه وو کې د دوی عمر هم په دې ګډوډۍ د اخته کېدو لوی او اغېزمن لامل ګڼل کیږي.

ښایي تاسې ته پوښتنه پيدا شي چې د نارینه وو د جنسي میل نه شتون په څه مانا دی، د جنسي میل نه شتون یوه اروايي ګډوډي ده په دې مانا چې سره له دې چې یو نارینه بالغ او روغ دی خو جنسي اړیکو ته هیڅ علاقه او شوق نه لري.
دا ستونزه په څو بڼو راڅرګندېږي له فزیکي اړخه د جنسي غدو ناسم فعالیت چې له امله یې د تستوسترون هورمون کچه کميږي او کله کله بیا په ناڅاپي ډول مینځ ته راځي چې لاملونه یې توپیر کوي.

له دې ګډوډۍ څخه د خلاصون په موخه باید اروايي ستونزې(ژورخپګان، اضطراب او ذهني فشار) په ځانګړې ډول کاری ذهني فشار او تروما له مینځه یوسو، همدارنګه د فشار، اعصابو، زړه او معدې درمل باید بدل کړو، د خاوند او میرمنې تر منځ نه همغږي یانې د نارینه ژر انزالېدل او بیا د میرمني خواشیني او ننګونې چې له امله یې خاوند پر ځان باور له لاسه ورکوي او دا یې بیا جنسي لېوالتیا له مینځه وړي چې له امله یې د میرمنې عاطفي اړتیا نه پوره کیږي.

کورنۍ او ټولنیزې ناڅاپي ستونزې(زلزله، سیلاب، مرګ، چاودنه، ماتې، مالي ستونزې او فشارونه) چې باید په وخت سر یې وېره له مینځه وړل شي، نشه یي توکي تریاک، چرس او الکول هم تر خپل ځایه رول لري چې باید پرېښودل شي، هورموني ستونزې د تستوسترون کمېدل یا په وینه کې د پرولاکتین لوړېدلو او مغزي ستونزې چې د درملنې په موخه یې باید پر وخت اړین ګامونه واخیستل شي، همجنس ته جنسي میل لرل هم په دې ګډوډۍ د اخته کېدو یو لامل دی چې دا باید یو اروا شننونکی یا روانکاو حل کړي، د جنسي میل ځپونکي لاملونه (بد بوی، بد ظاهر، چاغښت، ډنګرښت، ناپاکه څېره) هم په دې ستونزه کې رول لري چې په دې اړوند هم باید هوښیار اوسو، له جنسي شریک سره ستونزه (شک، کرکه، عمر، منفي فکرونه، دین مذهب یا بل هر څه) چې باید پاملرنه ورته وکړو، د جنسي اړیکو نه زده کول او په اړه یې د اړتیا وړ پوهې او مهارتونو نه شتون چې باید په دې اړوند د ارواپوه تر نظر لاندې کتابونو څخه ګټه واخلو، په جنسي اړیکو کې نه بدلون هم د دې لامل ګرځي چې جنسي لیوالتیا له منځه لاړه یا کمه شي نو جنسي اړیکو کې باید بدلون راولو تر څو له یادې ستونزې څخه خلاص شو یا هم کیدای شي د میرمنې جنسي انرژي ډيره وي او خاوند ځان نه شي ټینګولی.

پایله: دا چې جنسي اړیکې د ژوند ارزښتناکه اړتیا ده نو د جنسي لېوالتیا د نه شتون په صورت کې باید اروایي مشورې واخلو ځکه که چېرې دوام وکړي نو جنسي ژوند به مو ړنګ او ورو ورو به کمرنګه شي او ورسره به له ورځني ژوند او چارو څخه هم زړه توري شو چې دا به مو له لویو اروایي ستونزو سره مخ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *