نقيب احمد عزيزي

د دې خبرې په ياد ساتل بې‌ګټې نه دي چې هر انسان خپل تشخص لري. سمه ده چې انسانان مشترکات هم لري، مګر د مشترکاتو لرل د مشخصاتو د لغوې يا نفې معنا نه لري. همدا ډول مشخصات يا ځانګړنې د اختلافاتو او بېلښتونو معنا هم نه لري.

خپل تشخص کابو هر څوک لري، خو ستونزه دا وي چې يا يې اعلانولای نه‌شي، يا يې د خپرېدو او مظاهرې لپاره ژبه نه وي پيدا کړې. هغوی چې ژبه يې لري او ظاهرولای يې شي، باندېني شرايط داسې وي چې تر بيانولو يې پټول ګټور ورته ښکاري، دې ته اختناق وايي.

د ليکوالو په اړه مې لوستي وو چې دوی تر ټول سخي انسانان دي، بخل نه پېژني. يوه مفکوره يا نظريه يې د تجربې، مطالعې يا مشاهدې په اساس جوړه کړې او غني کړې وي، بې‌خوبۍ يې پسې کړې وي، ستړياوې يې پسې ګاللې وي، ممکن سفرونه يې کړي وي، مطلب دا چې دا ګټه يې د بلا له ها خوا را ستنه کړې وي؛ مګر په خلاص مټ لګيا وي او نورو ته يې بې‌مزده وړاندې کوي.

حميد بابا وايي؛

دُر ګوهر څوک ورکوای په وړيا نه‌شي

بې له ما چې درته پند وايم وړيا

نظام سازي يوه مفهوم دی. دغه مفهوم په څو حوزو کې د کارېدو وړ دی. مثلاً د مذهبي نظم جوړښت، د سیاسي جولې رغښت، د ټولنيزو قراردادونو تنظيم او ځينې نور هغه موارد چې انسانانو د ژوند د اسانه کولو لپاره تشکيل کړي دي. که په مذهبي انارشي کې انساني ژوند محکوم شي، علماؤ او روښانفکرانو ته په کار وي چې د جړې ماشوړې سپړلو ته کار ووايي، رسالت ادا کړي. سياسي نظام همداسې در واخلئ، قراردادي او توافقي ښکارندې لکه فرهنګ، اخلاق، باورونه او… هم همداسې دي.

کله چې تشنج پېښ شي، هغه شيان هم تاواني را خېژي چې يو وخت ګټور وو. دغه قاعده د ژوند په نورو برخو کې هم تطبيقېدای شي.

موږ په ودانيو کې ژوند کوو، مګر په زلزله کې همدا ودانۍ پخپله په خطر بدلېږي. په زلزله کې د کيږديو اوسېدونکي د اپارتمانونو تر اوسېدونکيو بختور اېسي، مګر که حالت عادي وي بيا خبره پوره برعکس ده.

دين، سياست، اقتصاد، فرهنګ او بله هر ژوندنۍ حوزه په تشنج کې پخپله په ستونزه بدلېدای شي، يا که پخپله ستونزه نه‌شي، د ستونزو سرچينې حتمي کېدای شي. د تشنج او ناسم استعمال مخنیوی د ټولنې د ټولو وګړيو مسووليت دی. «ناسم استعمال» په هغه معيار ورته ويلای شو چې ټولنې او بشر ته يې ضرر رسېږي.

که زما د څنګ دوکاندار پر دوکان د کلمه طيبې لوحه را وځړوي او ووايي چې زما سودا ديني او روحاني حيثيت لري، دا يې زما په حق کې تېری وکړ. زما اقتصاد يې د دين په وسيله استثمار او اغواء کړ، زه حق لرم چې مخه يې ونيسم.

که د بازار خلک د جمعې لمانځه ته روان وي او يو تجار ورته ووايي چې دغه وخت هم دوکانونه مه بندوئ، زه ۵۰ زره افغانۍ درکوم، دا تېری دی. دلته يې د ټولنې د توافق د عمومي پديدې «دین» مخه په اقتصادي معامله ډب کړه.

مګر که پاسنی دوکاندار او تجار دواړه اخلاقي روحيې پياوړې کړي، چلند يې د نورو د حريم په نقض او تاوان «مادي، معنوي» نه راڅرخي، زه حق نه لرم چې له خلکو سره پر ښه چلند يې نيوکه وکړم. دغه وخت د خپل کار د پياوړتيا په خاطر هم ما ته لازمه ده چې ټولنيز چلند او له خلکو سره معاملې مې په غوره متقابلو اړيکو ولاړې وي. دلته مثبت رقابت را منځ ته او د ژوند خدمت وشو.

سياست هم همداسې در واخلئ. که سیاسي/جنګي ډله را ولاړه شي او خپل وجود د دين، سیاست، اقتصاد او فرهنګ محور وګڼي او خپل څلور طرفه نفي کړي، ټکر پېښېږي. دلته انساني پديدې په حق و باطل وېشل کېږي، جګړه نښلي. د جګړې په جريان کې اصلي موضوع حاشيې ته ځي، يوازې په تکتيکونو غور پيلېږي او هدف او نتېجه له ياده وځي.

په فرهنګونو او دودونو کې د ملتونو تر منځ ټکر بيا دا دی چې تنوع «رنګارنګي» او تفوق «برتري» سره تفکيک نه‌شي. تنوع د ژوند مهم اصل دی، اما تفوق تر ډېره يوه ادعا ده چې تصادم ترې پېښېږي.

که زما اوږده لمن د ترکمنستان يوه اوسېدونکي ته په زړه‌پورې نه وي، د توهين او ترديد حق يې نه لري، يوازې دومره کولای شي چې پخپله يې و نه کاروي. زه هم دا نه‌شم کولای چې له جبره کار واخلم، په زور يې د اوږدې لمنې د کميس اغوستلو ته اړ باسم. فرهنګ د ميټافزيک په رابطه کې نه دی، دلته خو بېخي له اجباره کار نه‌شي اخيستل کېدای، د مطلقيت دليل او توجيه پکې دواړه کمزوري دي.

نه پوهېږم بدبختانه ووايم که له نېکه‌مرغه چې په خواله رسنیو کې زه هم ښکېل يم. د ۱۳۹۵ لمريز کال د ژمي په سر کې مې پر فيسبوک باندې د «نظام سازي» په عنوان د سره نږدې او پرله‌پسې ليکنو لړۍ پيل کړه. د دغه مفهوم بام د «دين، سیاست، فرهنګ او اقتصاد» پر څلورو دېوالونو ولاړ دی. د هرې بلې نظريې غوندې نظام سازي هم خپل موافقان او مخالفان لرل او لري يې.

انسان تجربې او مشورې ته اړ دی، زما د فيسبوک ملګريو پر همدې مفهوم نورې ګڼې برخې ور زياتې کړې، ځينې يې راسره و نه منلې. وروسته ما هم د «خذ ما صفا و دع ما کدر» په فارمول ځينې دلايل و منل او ځينې يوازې واورېدل.

د خوشالي خبره د بيان ازادي او بيا د دې ازادي سالمه استفاده ده. د نظام سازي بحثونه که به چا نقدول، د ډيالوګ پروسه به را منځ ته کېده، که به يې تايدول د مفاهمې فضا جوړېده.

د #نظام_سازي بحثونه پر فيسبوک پر همدې هشټګ خپاره شوي، دلته يې تکرارول اړين نه بولم، لنډ به وليکم چې محتوا يې دا وه؛

ـ د سياسي او شرعي فقهې او ټولنيز طرز تفکر او عمل ريفورم يا بيارغاونه

ـ د خلکو شخصيتي او اجتماعي بحرانونه څېړل

ـ د فرهنګ او اقتصاد ګڼې برخې او له نړۍ سره زموږ ارتباطات

دغه فکټورونه د نظام سازي د مفهوم په جوله کې شامل عناصر وو. د نظام سازي په بحثونو کې د دغو پورته فکټورونو جزيي شکلونه فوکس کېدل، خو د خواله رسنیو يوه ناخواله دا ده چې تمرکز نامتوازن مخاطبان او موضوعات پکې ګڼ وي.

يوه ورځ مو دفتر ته ښاغلی اباسين بريال راغی، بريال چې ژورناليسټ او پر فيسبوک فعال دی، پوهېږي چې په افغانستان کې د ځوانانو تر منځ نن سبا کوم کار وشي او څنګه وشي؟

ده په ټينګار راته وويل چې د نظام سازي لنډه‌کي بحثونه که د مقالې په شکل وليکل شي، ښه به وي. بريال ويل چې فيسبوک د موضوع شيره غواړي او ليکوال د مقالې له ليکلو را ګرځوي. مقاله مفصله وي او دغسې بحثونو ته د مقالې د فورم انتخاب غوره دی.

زه چې بوالهوس غوندې يم او کله يوې خوا ته منډې وهم کله بلې خوا ته، تر اوسه پرې نه يم توانېدلی چې يا د بريال خبره عملي کړم، يا رښتيا ډاډه شم چې د نظام سازي موضوعات په همداسې کټګورايزيشن او نشر ارزي. زه له موضوعي پلوه د نظام سازي د اهميت په هکله له سره شک نه لرم، زړه‌نازړه په دې يم چې زه به يې سم وړاندې نه کړم، بويه دې ميدان ته مټور پهلوان را تېر شي.

د نظام سازي د موضوعاتو په اړه د ځينو مخالفو ځوانانو نظر دا و چې ګواکې د افغان حکومت «د اشرف غني د ادارې» لوری کېږي. دا چې انسان په اروايي لحاظ د خپلو تمايلاتو له کړکۍ ګوري، ممکن د دوی ادعا يا زما انکار هم له دې اغېزه خلاص نه‌ وي، بل دا چې که د فعال حکومت موافقت وشي، د ټولنې زيان پکې نه‌شته.

يو شی چې ډاډه وويل شي دا ده چې نظام سازي پر ورځنيو پېښو د ليکلو تمرين يا ذهني عياشي نه وه، دغه موضوعات تيوريکي او اکاډيميک وو. دا بيا بېل بحث دی چې د نظرياتو کوم سيسټم تيوري کېږي يا څنګه تيوري کېدای شي، دا ويلای شم چې که تيوري نه وه، هڅه يې په هر صورت ده.

داسې هم نه وه چې له پراګماټيزم «عمل‌ګرايي» سره يې اړيکه نه وه، نظام سازي رياليسټيکي جنبه لري. په نظام سازي کې چې د سياسي نظام د جوړښت په اړه کومې خبرې شوې، د اوسنیو ستونزو له منځه د وتلو پر لارو چارو غور را نغاړي. دا چې زه څومره توانېدلی يم يا نه يم، څه نه‌شم ويلای، خو ډاډه پر دې يم چې دغه بحث نور بحثونه را منځ ته کړل.

دغه لړۍ د درولو ځکه نه ده چې له ژوند سره تړاو لري او ژوند روان دی. زما له ځوانانو هيله دا ده چې لاسونه سره سست نه کړي، د شعور او تفکر ياري پرېنږدي او پرله‌پسې د ژوند په سين کې حرکت وکړي، که نه لاهو کېږو.

One thought on “ولې نظام سازي؟ || نقيب احمد عزيزي”
  1. عزیزی صیب سلامونه
    ستاسو د نظام سازی پوسټونه اکثرا ما لوستل، که څینی راڅخه پاتی وی هم سبب یی زما فیس بک کی غیر حاضري وه خو چی کله هم په مخه راغلي نو ما خامخا لوستل، چی دلته مي ستاسو د نامه سره د نظام سازی موضوع ولیدل نو په پوره تلوسه می ولوستل. ستاسو پوسټونو ډیر ګټور ټکی یی درلودل، دا هم لازمه نه ده چی زه به ستاسو د ټولو خبرو سره موافق یم، خو په مجموع کی مي خوښ وه، د موضوعاتو تر څنګ چی بل نقطه ستاسو په پوسټونو کی زما خوښه ده هغه ستاسو لهجه او د لیکلو طرز دی چي د تقابل او د توهین د لهجی پر ځای علمی انداز په کی کارول سوي. مجموع کی داسي موضوعات لیکل که له یوه لوري ځوان نسل ته یو فکر ورکوي نو له بل لوري ځوانان مطالعې ته هڅوي. هیله ده موضوعات مو جاري وساتی ، که د فیس بکي پوسټونو تر څنګ د بریال صاحب په خبره هم عمل وکړي چی د مقالو فورم کار کړی نو ګټور به وي چی یوه ګټه به په کی دا وي چی په خلاص مټ هر څه ښه په تفصیل مطرح په کي کولای سي. ستاسو د کامیابی په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *