ژباړه او زیاتونه: منيب الرحمان رحماني
داچې شراوخير، نېکي اوبدي دالله ج دطرف نه دی او هغه ج خلق کړي نو ځينو ته دا سوال پيداکېږي چې بيانو ولې نېکي دالله ج له طرفه او ګناه د بنده په غاړه وي؟
ددې پوښتنې دځواب لپاره څوداسې مثالونه وړاندې کوو چې لرې حقيقتونه را نيږدې کړي.
فکر وکړئ چې يو پادشاه يوه خدمتګار ته امر کوي چې يو ښکلی جومات جوړ کړي او د هغه د جوړولو لپاره خدمتګار ته سرمايه ورکوي،خدمتګار د پادشاه په امر او سرمايې سره يو ښکلی جومات جوړوي.اوسدا خدمتګار د جومات د جوړېدو نه وروسته چې صرف ددې جومات په جوړولو کې یې د يوعادي کاريګر په صفت او ډول کار کړی او هېڅ مصرف يي هم ده نه دی ادا کړی،کولی شي چې دا داادعا او دعوه وکړي چې دا جومات ما جوړ کړی او زما مال دی؟
بې له شکه چې نه.ټول پوهيږي چې جومات دده مال نه دی،هو ده پکې خدمت کړی خو د جومات جوړولو ټول مصرف او دجوړولو امر پادشاه کړی دی.
که چېرته پادشاه ددې جومات د جوړولو امر نه وی کړی او د جوړولو مصرف یې نه وی ورکړی نو اوس به اصلا دا جومات نه و،نو ويلی شو چې دا جومات د پادشاه مال دی.
خوکه خدمتګار د خپل حد نه تېری وکړي او کومه سرمايه چې ده ته د جومات جوړولو لپاره ورکړل شوې وه دجومات په ځای ولاړ شي يوه میخانه خلاصه کړي نو ميخانه بيا د خدمتګار مال دی او ددې مسول خدمتګار دی ځکه کوم امانت (سرمايه)چې ده ته د جومات جوړولو لپاره ورکړل شوې وه ده پکې خيانت وکړ او د پادشاه دامر خلاف یې دجومات پرځای ميخانه جوړه کړه.
نو اوس نشي ويلی چې ما دا میخانه د پادشاه په سرمايې سره جوړه کړېده او مسوليت یې د هغې دی او د هغه مال دی،هونشي ويلی ځکه پادشاه ده سرمايه د ميخانې جوړولو لپاره نه وه ورکړې،ديوجومات د جوړولو لپاره ورکړل شوې وه،خوهغه د پادشاه دامانت سره خيانت ،دپادشاه د امر مخالفت وکړ او د جومات په ځای یې ميخانه جوړه کړه.
نه په دې صورت کې چې دده د جومات د ملکيت په باره کې چې دا جومات زما مال دی ادعا څومره ناچله ده،همدومره دميخاني د ملکیت په باره کې چي ما د پادشاه په سرمايې سره جوړه کړې او زمال نه دی هم هومره ناچله ده.
سمه خبره داده چې جومات یې د پادشاه په امر او سرمايې سره جوړ کړی و او د پادشاه مربوط کېده او ميخانه کې يې د پادشاه د امر مخالفت،دهغه د مال خيانت کړي او د جومات په ځاي يي ميخانه جوړه کړې او ملکیت يې دده دي او مسول يي هم خپله خدمتګار دی.
اوس راځو ددې تمثيل او مثال سپړنې ته:
په مثال کې پادشاه ازلي او ابدي سلطان او ددې کائناتو پادشاه الله ج دی او خدمتګار انسان دی او هغه سرمايه چې انسان ته ورکړل شوې بدن،دبدن غړي،حسونه،اسباب او ټول مادي او معنوي تحفې دي.
جومات نېک عملونه او عبادات دي،ميخانه بد اعمال او ګناهونه دي،هو نېکي د الله ج او
بدی/ګناهونه زموږ/انسان دي.ځکه کومې نېکي چې موږ یې کو په هغه سرمايه یې کو کوم چې موږ/انسان ته الله ورکړي/راکړی.
پدې اړه د دوه نېکيو مثالونه ورکوو چې ښه واضح شي:
کله چې قرآن کريم لولو په هغه ژبه یې لولو چې الله ج راکړې او د الله ج مال دی،هغه ذرې چې زموږ غږ په هوا کې خپروي هغه هم الله ج پيدا کړي او د الله ج مال دی،په کومو سترګو چې موږ ورباندې قرآن کريم وينو هغه هم د الله ج او هغه پيداکړي،د سترګو دليدو لپاره بايد رڼا وي چي هغه هم الله ج پيدا کړي او د هغه ج مال دی،کوم قرآن کريم چې موږ لولو هغه هم دهغه کلام او کتاب دی،په کوم کاغذ چې قرآن کريم ليکل شوی هغه هم د هغه موادو څخه جوړ شوی چې الله ج پيدا کړي هغه هم د هغه ج مال دی،داچې څه لولو او ورباندې پوهېدلای شو دا استعداد،عقل او حافظه هم الله ج پيدا کړي او د هغه مال دی،د قرآن کريم د لوستلو امر کونکی هم الله ج دی،په زړه کې مو د قرآن کريم مينه اېښودونکی هم هغه ج دی داسې چې په شمېرلو يې خلاصون نشته دا ټول شيان چې يوازی ددي نيکي لپاره چي قرآن کريم ولولو او ثواب يي وګټو ضروري او لازمي شيان ټول د الله ج دي او الله ج پيدا کړي.
زموږ په لاس کې يوه جزي اراده موجوده ده چې په اصل ذات کې دا جزي اراده هم هغه راکړې نو په داسې حال کې موږ دا دعوه کولی شو چې نېکي زموږ دي او قرآن کريم موږ ولوست.؟
زموږ دنده په تواضو او اخلاص سره ددې نېک عمل دپيدا کونکي موږ ته يي ددي ټولو شرايطو او اسبابو برابرونکي الله ج څخه شکر او مننه ده.
خوکه چېرته موږ هغه د ژبې ،عقل،فکر او نورو اندامونو او اسبابو سرمايه چې موږ ته راکړل شوې ده په غلط ځای کې استعمال کړو او د قرآن کريم د لوستلو او نورو نيکو عملونو پرځای یې حرامو ته په کتلو،دروغ ويلو او نورو ګناهونو او هغه کارونو چې الله ج منع کړي استعمال کړو نو لکه څنګه چې هغه خدمتګار د جومات په ځاي ميخانه جوړه کړې وه د الله ج د امر خلاف عمل يي کړي وو،سرمايه کي يي خيانت کړي و او يوازني مسول خپله و همداسي به موږ هم د ژبې،عقل،فکر،اندامونو او نورو اسبابو سرمايي سره خيانت کړي وي او د امر خلاف به مو استعمال کړي او يوازيني مسولين به يي موږ پخپله يو.
يافکر وکړي يو فقير ته صدقه ورکوو،ګورو چې په دې ثواب کې څومره برخه زموږ ده:
اول هغه فقير الله ج پيدا کړي او زموږ سره يي مخامخ کړی،کوم څه چې موږ یې د صدقې په ډول ورکوو هغه هم الله ج پيدا کړي ،په کوم لاس يې چی ورکوو هغه هم الله ج پيدا کړي ،هغه رحم او شفقت چې فقير ته زموږ په زړه کې دی هغه هم الله ج پيدا کړي او زموږ په زړه کې یې اېښی،دصدقې ورکولو امر هم الله ج کړي دی.
همداسې د صدقې ورکولو لپاره نو ډېر شرايط ټول الله ج پیدا کړي او زموږ فقط د صدقې ورکولو ارزو ده چې په اصل ذات کې هغه هم الله ج پيدا کړي.
نوچي حالداسې وي ددی ادعاکول چې صدقه ما ورکړه دا نيکي ما وکړهدعوه کول څومره بې ځايه خبره ده هردعقل څښتن ييدرک کولي شي.
خوکه موږ ددې په ځای چې هغه فقير ته صدقه ورکړو په هغه مال او سرمايي سره شراب واخلو يا قمار ووهي ياکوم بل دالله ج د امر خلاف کار وکړو نو يوازيني مسولين به يي موږ يو.ځکه هغه سرمايه دداسې حرامو کارونو لپاره نه وه راکړل شوې،موږ د هغې سرمايي سره خيانت وکړ،مسول يو او ګناه زموږ ده.
اوس ددې مثالونو سره نوري نيکي او ښه کارونه پرتله کړي ،ددې نېکيو د ترسره کولو لپاره ضروري شرايط،اسباب او نورو امکاناتو په اړه فکر وکړی،بيامو هغه ارادي ته چي د هيڅ خلقت قدرت نلري هغې ته فکر وکړئ چې بدون دالله جدورکړي نه يوه نيکي هم پيدا کولی شي که نه،حال داچي هغه هم په حقيقي ذات کي موږ ته الله ک را کړيده دلته هغه ايت پوره صدق کوي چې ذکريي کړم:
رحمان سوره ۵۵:۲۹. هره ورځ تاسې باندې احسان کوي.
هو هره ورځ ،هرساعت،هره دقيقه،هره ثانيه زموږ څښتن تعالی په موږ بې حسابه احسانونه کوي.
نو اوس بايد ټولې ښېګڼې دالله جوګڼو او هغه ج ته يي تسليم کړي او دنيکيو پيداکونکي رحمان ذات څخه مننه وکړو او شکر یې ادا کړو.