په ټوله کې هنر او ادبیات د انسان پر باطني کیفیفتونو ګوتې وهي او د انساني طبیعت شته ارزښتونه را برسېره کوي.
هنر تل د انسان له فکر او د ژوند له مسلسلې عکاسۍ د انعکاس سره نیږدې پاتې شوی.د ژوند مفهوم او ډول هېڅ پدیده په هغه نازکه او ژوره بڼه نشي بیانولی لکه څنګه چې یې هنر او ادب بیانوي؛ همدا دلیل شي چې انسان طبیعي ځانګړنه لري او همدا طبیعت دی چې انسان له خپل او د نورو روحي اجسامو د ژوند سره غاړه غړۍ ساتي.
که فکر وکړو، زموږ ریښتیني احساسات، عواطف، خیالونه، هیلې، کړنې او ټول رسومات په هغه رنګین او حقیقي ډول چې هنر او ادب یې تصویروي؛ بل څه یې نشي انځورولی ځکه خو هر فکر او ذوق د دې قلف د رمز پر خلاصېدو کې پاتې راغلی دی.
په فردي لحاظ انسان د زړه ریښتینې غوټه او ورسره شته پټې غوښتنې په وچو لفظونو کې نېغ په نېغه مخاطب ته یا په فرضي لحاظ نشي بیانولی او یا یې د بیان جرات نشي کولای.
هنر او ادب دی چې د ټولنې هر انسان د خپل ژوند ریښتینی تصویر پکې ننداره کوي، د زړه چیغې پرې غلې کوي او د فکر بړاس ورباندې کېنوي.
له هنر او ادب څخه فکري اخځ، انسان خپل ژوند او د ژوند حساسو پړاوونو ته وربولي، په هغه باندې غور کولو ته یې هڅوي او ارزښتونه یې ورښي.
په کومه ټولنه کې چې انسان ژوند کوي هلته انسان مجبور دی چې د ژوند کولو په موخه له طبیعت سره تړلی پاتې شي.دا رابطه د انسان او طبیعت ترمنځ هنري فکر، ذوق، سالمې انساني هڅې او ادب محکموي او په بېلابېلو بڼو یې ژوندۍ پالي.