لومړۍ غواړم چې لنډ درته شخصیت، هدف او ژوند په ماناګانو رڼا واچوم او ورپسې به په دې وغږیږو چې؛ ولې ځان لپاره هدف او بېلګه شخصیتونه ټاکو؟
د دې عنوان ټاکل ځکه مهم بولم چې ډیری افغانان ورسره بلد نه دي که بلد هم دي.
شخصیت پېژندنه:
شخصیت د یوه فرد مهارتونه، امېدونه، احساسات، عادات، اخلاق، افکار، نظریات، کړه، وړه داخلي او ظاهري عوامل که مثبت وي او یا که منفي وي تر څېړنې لاندې نیسي.
ژوند څه دی؟
د افلاطون په اند “ژوند د زده کړې لپاره دی او هر انسان بايد د زده کړې وروستي پړاو ته ځان ورسوي او همدا شان بايد په ټولنه کې تر ټولو ښه اوسيږي او ښه اخلاق ښه ژوند دی”.
ژوند همداشان بډای، سالم، شهرت، قدرت او ازادي ده چې انسان ته يې ورکړی دی او انسان بايد ترې ګټه واخلي تر څو د ژوند په مانا پوی شي.
د افلاطون په اند ژوند د زده کړې لپاره دی او هر انسان بايد د زده کړې وروستي پړاو ته ځان ورسوي او همداشان بايد په ټولنه کې تر ټولو ښه واوسيږي او ښه اخلاق ښه ژوند دی.
ارسطو، چې د افلاطون شاګرد و، وايې چې: “د ژوند په اړه فکر کول يو ټولنيز علم دی نه خاص لکه د رياضي چې په فورمولونو ثابت کيدای شي. ارسطو وايې چې د ژوند علم ټولنيز دی او هر څوک ورته د بيلا بيلو اړخونو ګوري او هر انسان چې کار کوي بايد داسې کار وکړي چې پايله يې ښه وي ځکه ژوند هم ښه دی او مانا يې هغه کسان چې په ټولنه کې ښه کوي تر لاسه کولی شي”.
هدف څه دی؟
خیال ستانکزی هدف په دې اړه وایي چې: “هدف هغه پټ راز او رمز دی چې یو څوک یې د خپلو هیلو د رسیدلو لپاره ټاکي. هر انسان د ژوند کولو ترڅنګ نړۍ ته د یوه هدف لپاره رالیږل شوی، تر څو په خپل ژوند کې هدفونه ولري او دې هدفونو ته د رسیدلو لپاره ډول ډول تګ لارې انتخاب کړي، بریالي کسان هدف ته د رسیدلو لپاره له ځان سره پریکنده تعهد کوي، تعهد هدف ته رسیدلو یوه غوره وسیله ده، د رسیدلو لپاره یې له اغزن تار او له شلیدلي پاړه تیریږي.