په سر کې باید وویل شي چې د مېرمنو جنسي وړتیا څو برابره له نارینه وو ډېره ده، مېرمنې له جنسي اړخه عاطفي انسانان دي، په دې مانا چې د جنسي فعالیت څخه وړاندې مینې، عاطفې او چمتووالي ته ډېره اړتیا لري او ویل کیږي چې ۴۰ میلونه امرکايي مېرمنې د جنسي لېوالتیا له نشتونه ځوريږي، په افغانستان کې کومه ځانګړې سروې نه ده شوې خو ښکاري چې دلته یې هم کچه لوړه ده، مېرمنې د نارینه وو په پرتله ډېره دا ستونزه لري.
ښایي پوښتنه پيدا شي چې جنسي اړیکو ته د مېرمنو نه لېوالتیا په څه مانا ده؟ په مېرمنو کې د جنسي میل نه شتون یوه جنسي _ اروايي ګډوډي یا د جنسي میل نه شتون په دې مانا چې مېرمن جنسي اړیکو ته هیڅ علاقه، شوق او حوصله ونه لري.
دا جنسي ګډوډي په څو ډوله ځان ښودلی شي لومړی ډول یې فزیکي اړخ لري یاني جنسي غودې له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي چی عموماً د مېرمنو په بدن کې د استروژن هورمون کچه را کميږي او ددې ګډوډۍ لامل ګرځي.
دوهم ډول یې په ناڅاپي ډول پيښيږي چې لاملونه یې توپیر کوي، اضطراب او له جنسي اړیکو وېره چې، واژنیزم یا د جنسي اړیکو پر مهال د ښځینه جنسي غړي مکمل بندېدل مینځته راوړي.
ددې ستونزې د حل په موخه یې لاملونو ته پاملرنه او د هغو له مینځه وړل مرسته کولی شي.
هورمونونه په مېرمنو کې د جنسي شوق کمېدو یو لامل دی خو که یې دوام وکړ ژر تر ژره له یوه ارواپوه سره مشوره وکړئ ځکه چې ښایي لامل یې د پرلپسې ارګازم یا جنسي ارضا نه شتون وي، باید وویل شي چې په هره مېرمنه کې د شیدو او استروجن هورمون توپير کوي چې همدا توپیر خپله جنسي لېوالتیا راکموي، ځينې دردونه لکه د جنسي اړیکي یا، د پارېدنې پر مهال د جنسي غړي درد، د کلیتوریس، ګېډې، تشي او ملا دردونه کولی شي جنسي لېوالتیا له مینځ یوسي.
مېرمنې د واژنیزم په نوم یوه اروايي ګډوډي لری چې له شک پرته ددې دا ستونزه هم رامینځته کولی شي، بل دا چې ځیني مېرمنې د ۴۵ تر ۶۰ کلونو پورې په ذاتي ډول بې میله کېږي او دا یې د عمر او سن غوښتنه ده، د نارینه وو ستونزې هم پرې منفي اغېز کوي، ژر انزالېدل، نه انزالېدل، د اړینو مهارتونو نه لرل، سستي او ټنبلي دا ټول د مېرمنو لپاره مهم دي او پر جنسي لېوالتیا باندې یې اغېز کوي، په عاطفي اړیکه کې ستونزه یا د مینې او صمیمت نه لرلو ستونزې (د خولې خبرې، د بدن خبرې، لمسي چارې او د بدني پوهې نه شتون) ځينې اروايي ستونزې لکه ژورخپګان، اضطراب، ذهني فشار، ټروما او وېره هم په مېرمنو کې د جنسي لېوالتیا د کموالي لامل ګرځي چې په وخت یې باید غم وخوړل شي، بدني ستونزې چاغښت یا ډنګرښت او بدني کمزورۍ هم جنسي لېوالتیا له مینځه وړلی شي.
ځیني خواړه لکه زنجبیل، هېل او زعفران د ښځینه وو جنسي لېوالتیا زیاتولی شي یاني که یاد خواړه وکارول شي ډېر ګټور دي، ځیني جسمي ناروغۍ لکه خوار ځواکي، جاغور، شکره، نفس تنګی، د امیدارۍ ضد درمل کارول د مېرمنو په جنسي لېوالتیا اغېز کوي چې باید غم یې وخوړل شي.
بدني ځانګړنې هم رول لري خپل بدن او خاوند ته د خپل بدن حساس او زینتي ځایونه ورپه ګوته کول په مېرمنو کې د جنسي لېوالتیا د زیاتوالي لامل ګرځي چې باید دې مسلې ته هم جدي پاملرنه وشي، په جنسي غړو کې ستونزې هم د مېرمنو جنسي لېوالتیا راکمولی شي که چېرې مو په جنسي غړي کې ستونزه وی د درملنې او نه وچیدو غم یې وخوری ترڅو کم میله نه شئ، ناهیلي کېږئ مه، او له جنسي اړیکو لاس وینځل هم جنسي لېوالتیا کمولی شي کوښښ وکړې له داسې چارو څخه ځان وژغورئ پوه شئ چې ډيرې جنسي ستونزې حل کېدونکې دي موږ حد اقل څو مراجعین درلودل چې اوس له جنسي ژونده ډير خوښ دي او جنسي اړیکې یې نورماله مخ ته ځي، کیدای شي خیانت او درغلي درسره شوی وي په هر حال د خیانت ستونزه حل کړئ کنه له حل پرته بیاځلي خیانت درسره کیږي او دا ستونزه په بدلون حل کیدی شي یاني د جنسي اړیکو په پوزېشن کې بدلون راولئ.
پایله: کولی شوو ووایو چې که په جنسي اړیکو کې یو لوری بې میله شي نو ټول جنسي ژوند ورسره خرابیږي کرار کرار مقابل لوری هم جنسي اړیکو ته زړه نه ښه کوي ورو ورو مو ورته فکر کیږي او په ورځنیو چارو مو منفي اغېزه کوي تر ټولو ښه کړنه په دې برخه کې درملنه او په رغولو یې مثبت باور درلودل دي ما چې تر کومه خپله ټولنه لیدلې تر ډېره بریده خلک د خپلو جنسي ستونزو په درملنه او بیا رغونه باور نه لري چې دا یو منفی او وروسته پاتې باور دی.
