سرخط ورځپاڼه
لېکوال؛ زاهد صدیقي
څوک جنګ او جګړو ته لمن وهي؟ د دې پوښتنې ځواب ډېر ساده دی. “انسان”
پوښتنې؛
ولې انسان جګړه کوي؟
ایا جګړه د انسان په فطرت کې ده؟
ایا د انسان طبيعت بد دی؟
ایا انسان له تاوتریخوالي سره مل نړۍ ته سترګې غړوي؟
د دغو پوښتنو د ځوابولو او د جګړې د لامل په اړه پوهان دوه ډوله تيوري لري؛
۱. طبیعي تیوري
۲. چاپېریالي او روزنیزه تیوري

د انګلستان د «۱۹مې پېړۍ» مشهور بیولوژیسټ او جیولوجیسټ چارلز ډاروین د خپلې «تکاملي تیوري» او د انګلستان د «۱۷مې پېړۍ» بل مشهور فیلسوف ټوماس هابز د خپل غوره کتاب “لوایټان” له کبله په نړۍ کې ډېر مشهور دي. ډاروین او هابز دواړه د طبیعي تیوري پلویان دي.
ډاروین د انسان فطرت او توماس هابز د انسان غرور، ځان‌غوښتنه او حرص د جګړې سبب بولي.
چاپېریالي او روزنیزه تیوري پر چاپېریال ور ټوله ده. همدا چاپېریال دی چې د جګړې زده کړه، د جګړې کلتور او جګړه‌مار رهبران زېږوي؛ نو ځکه چاپېریال د جګړې لامل دی.

ډاروین په دې اند دی چې انسانان د حیواناتو له نسله دي. دی دې باور ته په کتو وايي چې په انسانانو کې د حیواناتو غریزې او لېوالتیاوې دي. په انسانانو کې د تاوتریخوالي بنسټي کېدل د حیواناتو له خوی او خصلته اخیستل شوي دي. تاوتریخوالی په لومړنیو انسانانو کې پیدا او نورو ته لېږدول شوی دی، له همدې کبله تاوتریخوالی د انسانانو په فطرت کې نه بدلېږي او همدا سبب دی چې د انسانانو فطرت جګړه زېږوي.

هابز هم د ډاروین په څېر د طبیعي تیوري پلوی دی. هابز چې د انسان‌پېژندنې په برخه کې د باور وړ دی وایي، انسانان ذاتي جګړه‌ماران، یرغلګر، بد خویه او واک غوښتونکي دي. که یو څوک د تورې په زور پر خلکو قانون پلی کړي، زورواکي انسانان به پر کمزورو ظلم وکړي او و به یې ځپي. د هابز په وینا، همدا د انسان غرور، ځان غوښتنه او حرص د انسانانو تر منځ د جګړې سبب کېږي.

د چاپېریالي ـ روزنیزې تیوري او طبیعي تیوري تر منځ پاراډوکس
چاپېریالي او روزنیزه تیوري، په چاپېریال پورې تړلې ده. انسان له جګړې او تاوتریخوالي لېرې او ښه بولي. واکمن چاپېریال بد ګڼي. د دې تیوري له مخې باور پر دې دی چې انسان ښه طبیعت لري، خیرغوښتونکی دی، بدخویه نه دی، جګړه نه غواړي او ښه فطرت لري، خو هغه څه چې انسان جګړې ته اړ باسي، هغه د نړۍ حاکم چاپېریال دی…

د نړۍ د جګړې کلتور او دود، انسان ته جګړه ورښيي. د جګړې ځینې داسې کلتورونو شته چې په خپل زړه کې د جګړې زور لري، همدا کلتورونه د جګړې سرچینه بولي، په ټولنه کې جګړه‌مار رهبران زېږوي او بیا جګړې ته لمن وهي.
د نړېوالو نظریاتو پر وړاندې د نړۍ د تاریخ بې‌رحمه او غوسه‌ناک انسانان
• اډولف هټلر؛ د نازي ګوند مشر.
• ژوزف اسټالین؛ د پخواني شوروي اتحاد مشر.
• موسولیني؛ د ایټالیا د فاشیسټ ګوند مشر.
• پل پوټ؛ د کامبوج د ډلې کميونيسټ رهبر.
• صدام حسین؛ د عراق پخوانی ولسمشر.
• اسلوبردان میلوشویچ؛ د صربستان ولسمشر.
• معمر قذافي: د لېبيا پخوانی ولسمشر.
• فرانسیسکو فرانکو؛ د اسپانیا ډیکټاټور.
• اګوسټو پینوشه؛ د چیلي هېواد پخوانی ډیکټاټور.
• عیدي امین؛ د اوګانډا پخوانی ډیکټاټور.
پوښتنه؛ څه فکر کوئ؟
دغه انسانان ذاتي او فطري جګړه‌ماران وو او که له جګړه‌یز چاپېریاله اغېزمن شول؟

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *