له کومو ستونزو او ننګونو سره مو چې هېواد لاس اوګریوان دی، دا ایجابوي چې داسې یو شخصیت د هېواد ولسمشر شي چې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه پوهه  ولري، په ټیم کې یې د هېواد مختلف خوځښتونه او اقشار ځان وویني، د هېواد په بربادۍ کې یې لاس نه وي درلودلی، افراطیت او عقدو څخه لرې وي، د هېواد ملي ګټو او ملي وحدت ته ژمن وي او… اوس به وګورو چې آیا عبدالله له دې ځانګړنو څخه برخمن دی او که نه؟

۱: ډاکټر عبدالله او مرستیالان یې لازمه سیاسي، اقتصادي او اسلامي پوهه نه لري. د بېلګې په توګه، ډاکټر عبدالله عبدالله د طب ډاکټر دی او ویل کېږي چې هغه یې هم په نیم کې پرې ایښ دی، لومړی مرستیال یې ځان ته ساختماني انجنیر وايي او د دویم مرستیال پوهه یې لا تر دې دمه نه ده روښانه.

۲: د ډاکټر عبدالله په ټیم کې د هېواد مختلف ورونه قومونه، سیاسي خوځښتونه او اقشار ځان نه ویني. د بېلګې په توګه، د اصلاحاتو او همپالنې ټیم مرکزي هسته له شورای نظار څخه جوړه ده، ورسره د اسلامي وحدت د محقق څانګه ده چې په عقدو او افراطیت سمباله ده او یوه څانګه یې د حزب اسلامي هغه برخه ده چې نه حکمتیار ته د منلو ده او نه د حزب اسلامي رېښتینې پلویانو ته بلکې د حکمتیار په وینا د سیاسي دوکاندارانو یوه ډله ده او نور ورسره هېڅ کوم بل لوی خوځښت او د هېواد اقشار نشته.

۳: د ډاکټر عبدالله ټیم په افراطیت او عقدو ولاړ دی. د بېلګې په توګه، ډاکټر عبدالله چې له کله د هېواد سیاسي سهنې ته نسبتآ په فعاله توګه رامخکې شوی، د هېواد هر مثبت او منفي حرکت ته په منفي نظر ګوري او په همدې ترتیب محقق ته خو ددې هېواد هرڅه پردي ښکاري.

۴: د ډاکټر عبدالله ټیم دې داسو افرادو ټولګه ده چې د هېواد ملي وحدت او پایښت ورته هېڅ ډول اهمیت نه لري. د بېلګې په توګه، محقق، حفیظ منصور، مجیب الرحمن رحیمي، لطیف پدرام، مهدي، احمد بهزاد… هغه افراد دي چې د هېواد ملي اتلان، ملي تاریخ او ملي ویاړونه جعل ګڼي او داسې انګېرې چې په لمړي قدم کې باید د هېواد سیاسي نظام فدرالي او په دویم قدم کې باید دا سر لوړی هېواد تجزیه شي.

۵: د ډاکټر عبدالله ټیم ددې هېواد رېښتینې بربادونکی ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه، په کورنیو جګړو کې د نظار شورا له بربادونکو کړنو څخه هېڅ څوک سترګې نه شي پټولی او په همدې ترتیب یې شاوخوا راټولې ډلې.

۶: د ډاکټر عبدالله ټیم د ډېرې وړې سینې خاوند دی. د بېلګې په توګه، کله چې ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو وزیر وو، د کورنیو او بهرنیو ادارو د معلوماتو پر بنسټ، په بهرنیو هېوادونو کې د هېواد په سفارتونو کې یې ۶۰٪ پنجشېریان استخدام کړي ول، کومو چې د ډېپلوماسۍ یوه مقاله هم نه وه لوستې.

۷: د ډاکټر عبدالله له ټیم سره د سیمې هېوادونه د خپلو ګټو لپاره ځانګړې دلچسپي لري چې په داسې حالاتو کې به عبدالله ددې هېوادونو هر فرمایش په دواړو سترګو مني. د بېلګې په توګه، محقق تل تهران خپل مرکز ګڼي او د ایران هر فرمایش په هېواد کې پلی کول غواړي او عبدالله د نظار شورا په مشرۍ د پاکستان، ایران او روسې ګټې په افغانستان کې حتا د هېواد د تجزې په بدله خپل ماموریت ګڼي.

۸: د عبدالله ټیم د ټول هېواد استازي توب نه شي کولی. د بېلګې په توګه، د عبدالله رایې په مشرقي، جنوبي، جنوب شرق او شمالشرق کې په هېڅ حساب دي او څه رايي چې ګټي هغه هم د څو ځانګړو سیمو دي، چې دا موږ ته راښيي چې افغان ولس به د عبدالله د مشرۍ پر وړاندې بغاوت ته مخه کړي او د عبدالله مشري به هېڅکله ونه مني.

۹: او د عبدالله ټیم د وینې بهولو او د جګړې دوام ته پخه اراده لري څو د هېواد پورتنې سمتونه ښه ورځ ونه ویني. د بېلګې په توګه، دوۍ طالبان هېڅ نه مني، دوۍ له طالبانو سره هر ډول خبرې نه مني او دوۍ د هېواد اکثره سیمې د ځان دښمنې ګڼي.

3 thoughts on “ولې ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد ولسمشر نشي کېدای؟ – نیک مل یون”
  1. باید حامد کرزی د عبدالله او د شورای نظار د حاکمیت د ټینګیدو څخه لاس واخلی حامد کرزی د عبدالله د بریالی کولو د پاره ډیره خطرناکه لوبه وکړه په پښتنو کی یی څو تنه کاندیدان رامنځته او هر یوه ته یی د خپل ملاتړ ژمنه ورکړه تر څو د اشرف غنی رایی وویشی. همدارنګه د کرزی اداری د عبدالله له باره پراخه درغلی وکړه او تر اوسه حامد کرزی د شورای نظار حکومت د ټینګ ساتلو د پاره هلی ځلی کوی
    دلته عبدالله مطرح نه دی بلکی د نظار شورا مطرح ده چی د هیواد تباهی ته یی ملاتړلی ده
    ددوی ټول پروګرام د پښتنو او افغانستان تباهی ده چی په دی پروګرام کی حامد کرزی هم ورسره شریک دی
    خلک د افغانستان نجات غواړی نه تباهی

  2. lanat de v pa dasi likwalano se de hiwad de wranedo aw lisani intishar paida kawalo mawad liki aw khparavi
    za shakhsi da ashraf voter yam khu na ghwarram se abdullah ka raees jamhoor shi no de ashraf ghani palawyan de baghawat woki wali se da malk nor baghawatuna aw psununa na shi galalai.
    allah de taso ghunde likwalano aw tabsara kawonko ta hidayat wakri se taso afghanan baghawat ta hasawai

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *