خلک د تعصب په نوم له خپل حق غوښتنې مه په شا کوئ، تعصب او حق خپل ــ خپل ځايونه لري. وخت و نو چې څه به دې زړه غوښتل هغه به دې کول، هر څه همداسې و هېڅوک ملامته نه و، خو اوس هغه وخت نه دی، مسئولې ادارې چې مسئوليت ونه مني غبرګونونو سره به مخ شي.
د دې لیکنې د تفصیل لپاره دا ځای کلک کړئ
شفیق الله شفق!
مینوالو شفیق الله شفق د کرېکټ قوانينو حلاف په لوبډله کې د لفظي شخړې او د ډيسيپلين نه مراعات کولو له امله د شپږو مياشتیني بنديز سره مخ شوای، د دې ترڅنګ شفق د خپل کریکټ بورډ له اجازې پرته د پیښور د ښونځیو په سیالیو کې د ماشومانو سره په ټینس توپ لوبې ترسره کړي، هلته په یوه سیالی کې یې د شخړې پرمهال وهل ډبول خوړلي او د خپل عزت ترڅنګ د ملي اتل ویاړ هم تر پښو لاندې کړی.
دا چې شفق د ټول افغانستان ملي ویاړ او اتل دی، نو څنګه کولای شي، چې د خپل کریکټ بورډ له اجازې پرته داسې غیرقانوني کړنې ترسره کړي، د شفق الله شفق مینوالو ته وایم، چې زه خپله ستاسو څخه زه زیات د شفق او هم په شپږیزه سیالیو کې د ده د شپږیزو مینوال یم، او شفق یواځې په سپین غر زون یا په ننګرهار پورې مربوط هم نه دي، بلکې شفق د ټول افغانستان ویاړ او ملي اتل دی.
بله خبره دا چې موږ د خپل کریکټ بورډ او مشرتابه نسیم الله دانش په پریکړه باوري یو، که چیرې کوم څوک د کریکټ بورډ په پریکړه بې باوري څرګندوي وي، او شک لري، چې ولې شفق د ۲۰۱۶م کال په څلورم پړاو شپږیزه سترو سیالیو کې د خپل سپین غر زون لپاره نه شي لوبیدای.
تاسو کولای شي چې د شفق څخه پوښتنه وکړي، چې په کوم جرم کریکټ بورډ ستا د نه لوبیدو پریکړه کړي ده، که ځواب یې معقول ؤ، نو حق لرئ چې د شفق د لوبیدو غوښتنه وکړئ، کنه هسې بې ځایه تعصب ته لمن مه وهئ، ښه به دا وي چې د کریکټ بورډ ملي ادارې د لاسته راوړنو او پریکړو درناوی وکړئ.
دا چې څوک وایې چې شفق خو څه د نړیوال بندیز سره نه دی مخ، او نه دا کومې نړیوالې لوبې نه دي، خپلې د کورني کریکټ لوبې دي او شفق پکې لوبیدای شي، دا سمه ده چې شپږیزه سیالۍ څه نړیوالې سیالۍ نه دي، خو که د نورو نړیوالو غوره لیګونو پوښتنه وکړئ، بیا به پوه شئ چې هیڅ نړیوال قانون شفق ته دا اجازه نه ورکوي چې د جرم او ټاکلي بندیز وړاندې خته په کورني کریکټ هم ولوبیږي.
وروستی دا چې که چیرې شفق مجرم نه وي نو د خپل غږ پورته کولو حق لري او موږ یې هم ملاتړ کوو، او که په ریښتیا یې کوم غیر قانوني کار کړي وي، باید چې ونه لوبیږي او د خپل شپږه میاشتنی بندیز ټاکلي موده پوره کړي، ځکه سبا کیدای شي چې کوم بل ملي لوبغاړی هم په کوم غیرقانوني کړنې لاس پورې کړي، همدا یې حل لاره ده، بس خلاص.