په امریکا کې یوې څیړنې دا وښوده چې ډيری کسان د خلکو پر واړندې له خبرو کولو ډاریږي له هغې ډیره برخه یې ځوانان دي، دغې څیړنه دا هم ښودلې چې ښځې بیا د نارینوو په پرتله دا ویره کمه لري څېړنه وايي چې ښځې د نارینوو په پرتله د خلکو پر واړندې ښې او په جرات خبرې کوي.
زموږ هېوادوال هم له دې ستونزه سره مخ دي چې ډیری یې زده کوونکي او محصلین دي، دوي نه شي کولای چې د مشرانو یا د خپلو ملګرو پر واړندې خبرې وکړي دوی تل د کمترۍ احساس کوي حتی دوی دا جرئت نه لري چې له چا نه خپل حق وغواړي ډاکټرانو او ارواپوهانو ددې ستونزې ګڼ لاملونه په ګوته کړي؛ غواړم چې په لاندې ډول یې یاد کړم.
۱: په ماشومتوب کې د کورنۍ او نورو مشرانو له خوا تهدید
د ارواپوهانو په اند هغه کسان چې د خلکو پر وړاندې د خبروکولو په وخت کې ویره لري هغوی په ماشومتوب کې د کورنۍ د غړو لکه د مور، پلار، ورور، خور، کاکا … داسې نورو له خوا تهدید شوي دي. ماشومانو ته هغه وخت اجازه نه ورکول کیږي چې د دوی پرواړندې خبرې وکړي، ددې پرځای چې په ماشومتوب کې خپلو اولادونو ته د خبرو کولو طرز او طریقه وروښيي بلکې تهدیدوي یې او د خبرو نه کولو لارښوونه ورته کوي.
۲: ماشومان له کوره بهر لوبو ته نه پرېښودل
یو بل لامل دا هم بلل شوی؛ ډیری کورنۍ خپل ماشومان نه پرېږدي چې له کوره د باندې له نورو ماشومانو سره لوبې وکړي، کورنۍ یې وېرېږي که خپل ماشومان بهر لوبو ته پرېږدي هسې نه بې لارې او بې تربیې شي، ډیرې کورنۍ هڅه کوي چې خپلو ماشومانو ته د لوبو وسایل او د لوبو فضا په کور کې برابره کړي، خو دا فکر غلط دی ځکه ډاکټران وايي هغه کسان چې په ماشومتوب کې له کوره بهر لوبې کړې او هغه وخت له چاپېریال سره بلد شوي د هغو کسانو په پرتله زړور دي چې په خپل کورنو کې لوی شوي وي.
۳: په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښوونکو له خواد د زده کوونکو نه ارزیابي کول
باید په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کوونکو او محصلینو ته د زده کړو ترڅنګ د هغوی جرئت او زړورتیا ته هم کار وشي، خو په خواشنۍ باید ووایم چې دا دود زموږ په هېواد کې نشته، زده کوونکي چې کله له کوره د نیمګرتیاوو او ستونزو سره ښوونځي ته داخل شي نو همداسې له ستونزو سره پوهنتون او له پوهنتون نه ټولنې ته وړاندې کېږي، د زده کوونکو او محصلینو دغې ستونزې ته په ښوونځیو او په پوهنتونو کې هیڅ پاملرنه نه کیږي. هغه کسان چې جرئت لري هغه مخ پروړاندې ځي او ښوونکي ورسره ډیره مرسته کوي خو هغه کسان چې جرئت نه لري د ښوونکو له پامه غورځیږي او وروسته پاتې کیږي.
۴: په مجلسونو او کنفرانسونو کې ګډون نه کول
زموږ د ځوانانو ستره ستونزه دا هم ده چې ټولنیز ژوند نه خوښوي دوی همداسې له ماشومتوبه ځانيخوده عادت شوي دي؛دا نه خوښوي چې د خلکو سره ګډ ژوند وکړي، نه له چا سره مرسته کوي، نه یې له چا غواړي؛ دا هغه کسان دي چې نه غواړي په ناستو او مجلسو کې ګډون وکړي ډاکټرانو او ارواپوهانو د بې جرئتۍ یو لوی لامل په ناستو او مجلسونو کې ګډون نه کول هم بولي، ددوی په اند کنفرانسونو او داسې ناستو کې ګډون د انسان د خبرو کولو د مهارتونو او د جرئت په زیاتولو کې مرسته کوي.
۵: په ځان باور نه لرل
د بې جرئتۍ یو بل لامل پر ځان بې باوري ښودل شوې ده؛ ډیری خلک په ځان باور نه لري دوي له دې ویره لري که د خلکو پر وړاندې کومه خبره وکړي هسې نه چې ترې غلطه شي یا ترې بله کومه تېروتنه وشي نو خپله خبره پريږدي د وخت په تېرېدو سره همداسې بې زړه او بې جرئته پاتې کیږي چې دا کړنه یې په راتلونکې ژور اثر پرېباسي، په ځان بې باوري ددې ستونزې ترڅنګ نورې ستونزې هم زیږوي چې باید مخکې کې یې د حل لاره وموندل شي تر څو د پرمختګ پر واړندې مو خنډ نه شي.
I believe it and I follow it I agree with it