د روڼتیا نړیوالې ادارې پخپل سږني کلني راپورکې چې تازه خپورشوی،د افغانستان دولت په هغو سردولتونو کې اعلان کړی چې د تېرو څو کلونو په شان یې په فساد کې د خپلې لوړې ښکېلتیا مقام خوندي ساتلی دی.
دا اعلان په داسې وخت کې شوی،چې افغان حکومت له امریکا سره د امنیتي تړون پرسر د اختلافاتو له کبله نیږدې ټولې نړیوالې ټولنې سره اړیکې ترینګلې کړي.
د افغان حکومت هغه مدافعان چې په فساد کې یې په دومره کچه ښکیلتیا نه مني،د دغه راپور خپرول پرافغان حکومت د نړیوالې ټولنې یو بل فشار ګڼي.
مشترکه بدنامي
د افغانستان په دولت کې په دومره کچه د فساد د موجودیت اعلان که پوره یا نیمه واقعیت وي او که د فشار اچولو یا بدنامولو کومه هڅه،په هرحالت کې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې مشترکه بدنامي او د کمزورو فعالیتونو پایله ده.
په تېره څه باندې یوه لسیزه کې څومره مرستې چې بهرنیو هېوادونو د افغانستان د مجبورو،مظلومو او د مرستې وړو خلکو په نوم ځانګړي کړي او په افغانستان کې یې د مصرف ادعاوې لري،دوی هم پکې اخلاص،شفافیت او دقت نه درلود.
د ځینو هېوادونوحتی امریکا متحده ایالاتو په اړه خپله د امریکایي مرستو د لګیدو د څار ادارې ډېر راپورونه خپاره کړي او ویلي چې له امریکا سره د قرارداد لرونکو یوشمېرافغاني شرکتونود عوایدو یوه د پام وړبرخه د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفینو لاس ته رسول کیږي او دوی ترې د وسله والو فعالیتونو لپاره ګټه اخلي.
پرقراردادونو سربېره نور زیات موارد هم په مستند ډول اعلان شوي او موجود دي،چې له افغانستان سره د شوو بهرنیو مرستو په ضایع کیدو او دلته د فساد د جرړو په پیاوړتوب کې د بهرنیو مرستندویانو ملامتي ثابتوي.
ګډ مسولیت
په افغانستان کې د فساد پروړاندې مبارزه دغې مشترکۍ ملامتۍ ته په کتو سره د افغان دولت او نړیوالې ټولنې ګډ مسولیت و او دی.
خو د دې مسولیت په ترسره کولو کې دواړو اړخونو ناغیړي کړې او په دې ناوړه پدیده کې د مشترکو ګټو د تامین لپاره یې پرې سترګې پټې کړي.
د فساد پروړاندې د مبارزې پراړتیا یوازې هغه وخت په مطبوعاتو کې موقتي غوغا جوړه شوې،چې دغسې نړیوالو بنسټونو خپل راپورونه او اعتراضونه اعلان کړي.
له هغې پرته په نورو وختونو کې د فساد مسله په جدیت سره تعقیب شوې او څارل شوې نه ده.
د افغانستان دولت ته خو د فساد مسله بیخي له شرم،عیب او خجالتۍ له حالته یوه وتې مسله ښکاره شوې.
له کله نه چې افغان دولت په فساد کې لومړی درجه ښکېل اعلان شوی،له هغې راهیسې د زیاتو چارواکو او دولتي مامورانو له خولې په نارسمي ډول اوریدل شوي او عملا لیدل شوي،چې فساد ته د یوې حتمي اړتیا او مکلفیت په سترګه ګوري.
د لوړو ماڼیو،بهرنۍ سوداګرۍ او نورو ځاني اقتصاد لوړونکو هڅو کې سیالي له هرې لارې او خاصتا له اسانې لارې فساد څخه تقریبا په یوه مشروع کار او رقابت بدل شوی.
د فشارونو لوبه
د فساد پروړاندې د مبارزې تتوالی او شعاري والی ترډېره له دې ځایه سرچینه اخلي،چې نړیوالې ټولنې له دې ستونزې سره ترزیاته حده پورې د فشارونو د یوې لوبې په توګه چلند کړی.
هرکله چې د افغان حکومت او نړیوالو اړیکې لږې خړې شوي،د فساد،کمزورې حکومتوالۍ یا بلې هغې ستونزې چې په افغان حکومت کې شدیده ده،یادونه شوې او په دې ډول افغان حکومت د فشاراچونکو د غوښتنو منلو ته اړویستل شوی.
له فساد سره دغسې چلند سبب شوی،چې په افغانستان کې د نړیوالو او افغان ولس زیات ګډ هدفونه متضرر او دوی دواړه پس مانده پاتې شي.
نړیواله ټولنه که غواړي چې د افغانانو پروړاندې خپل کمزوری کړی باور ترمیم کړي،باید فساد ته د یوې خورا جدي ستونزې په نظروویني او لازم چلند ورسره وکړي.