کوڅې تشې

کړکۍ پورې

باران يوازې و

ورووتم

(ومان نیازی)

ومان نیازي د آزادو شعرونو نوی سټایل پیل کړ. په لومړي سر کې ځینو کسانو دا هایکوګانې وبللې. ښایي وجه به یې دا وه چې د هایکو په شان لنډ و او د طبیعت ذکر په کې ډېر و چې دا د طبیعت یادونه د جاپاني هایکوګانو اصلي ځانګړنه ده. خو زما په نظر  د ومان شعر هایکو نه ده. ځکه چې هایکو ځان ته خاص وزن لري او درې کرښې وي، حال دا چې د ومان شعرونه نه هغه وزن لري او نه په درېو کرښو پورې محدود پاتې وي. د ومان په دې شعرونو کې طبیعت ځکه وینو چې ومان طبیعي شاعر او له طبیعت سره جوړ شاعر دی.

څه موده کېږي چې په فیسبوک کې د شعرونه یوه پاڼه راوتلې ده او نوم یې دی: «لنډکي شعرونه». په دې پاڼه کې د ومان د سبک شعرونه خپرېږي. دلته به یې څو نمونې راواخلو:

سترګې دې، دې خواته راواړوه لږ
لاره تیاره ده،
چې تیندک ونه خورم،
ونه لویږم !!!

(علم ګل سحر)

——
که باران هم داسي وای
لکه ستا یاد
چې تل مې په زړه اوري
زمکه به پخوا غرقه وه
خو زما د زړه للمه لا هم تږې ده
زړه مې لاهم لکه صدف
ستا دياد څاڅکي ته
په خلاصه خوله شېبې شمېري
(غضري)

—–
روڼې سترګې پرانیزه
سترګې مې ورته تږې دي
غواړي هغه وڅښي

(شفيقه خپلواک)

——-
زه دې لکه پل
چې ته ځې
زه درنه پاتې شم
خو ته مې لکه سیوری
په هر ځای کې راسره یې

(همت اندړ)

——–
د ژوند مویک مې
ستا په لاس کې
خړ اسمان یې رڼا کړه
ګلونو کې رنګونه ونڅوه
اوهرې خوا
خوښي وشینده
(زرمینه روهي)
———-
غاړې ته یې
مه وړه
پرې کباب به شې
امېل
د اسوېلو مې
ستا نازونو ته پېیلي دی

(ډاکټر بازمحمد ښادمن)

———–

زه به څنګه
د لمر له وړانګو
هغه واورینه مینه
وساتمه

(نقیب الرحمن لکڼوال)

——-
د پېپسي خالي قطۍ په ځمکه کغ وهل
ځوان غږ کړ، ګول !
د سپین ږیري بابا خوله واوښته
دوه روپۍ ګیزو ترنګ وهل
ملنګ په سینه وښوید
راټولې یې کړې
خو زړه یې ښېرې ونه کړې
(اجمل تورمان)

———
انتظار
غوږونه را نه یوړل
اوس
په نظر څارم
ښکالو دې

(اجمل اټک یوسفزی)

———-
ته په آرام مظهر د ژوند
دفاني رنګ په اوبو
د توروخاورو ارواح ونازوه

(ر.پ)

———-
دزړه ولي مې کمزوري شوي
دغم پیټی دې لږ سپک کړه
زه ېې د وړلو توان نه لرم

(مریم مکۍ)

———-
د تربتې
او تبجنې خونې
په حواسو کې
سړه وږمه
څري
پر خوبولی ذهن یې
اشنا عطر
لاس تیروي
(ومان)

———-
د ګلونو
معطره ساه مې
د زړه په جام کې
ستا زړګي ته ډالې کړه
ګوندې
د ژوند موسیقي وغږوي

(بېديا)

———–
د ونې د شنې پاڼې
له رګونو ساه وخته
ځمکې ته راړنګه شوه
پرېوته
يوه ژوندي موجود يې
سيوري ته
پناه واخيسته

(بېديا)

———-
د اوبو سیوري ته
له ځانه
پناه وروړم

(اناهیتا روهي)

———-
د اسویلیو د شپېلۍ
نغمه مې
ستا د خندا
په غېږ کې
ساه ورکړه

(اشنا کمال)

———
د الوتي خوب په شان
نا کراره یم
ما دې سترګو ته دروغواړه
ارامه به شم

(مرسل احمدزۍ)

د ومان د سبک شعرونه ډېر زر عام شول. نه یوازې دا چې پخوانو شاعرانو چې د شعر نور ډولونه یې لیکل، دې لارې ته رامات شول، بلکې نوي شاعران هم په کې پیدا شول. په پورته مثالونو کې وګورئ چې څومره نوي نومونه دي. دا شعرونه ځینې کمالونه لري چې د خوږې چینې په شان یې خلک په ځان باندې راټول کړي دي. یو کمال یې دا دی چې له هر ډول قید و بنده آزاد دي، قافیه، ردیف، او وزن نه غواړي خو ریتم یا آهنګ لري. دا ځانګړنه په آزاد شعر کې له پخوا موجوده وه خو د دې شعرونو لنډوالی دا له نورو آزاد شعرونو او نظمونو بېلوي. لنډوالی د دې شعرونو بل کمال دی. په اوسنۍ بوخته زمانه کې اوږده شعرونه هغه هم په انټرنټ کې ډېر لوستونکي نه لري.

وماني شعرونه ځینې ګډې ځانګړنې لري چې له نورو شعرونو یې تر یو حده بېلوي: یو؛ په اکثرو کې یې طبیعت وینو (د ونې د شنې پاڼې/ له رګونو ساه وخته/ ځمکې ته راړنګه شوه). دوه؛ د شعر ځینې غربي وزمه تخنیکونه او صنعتونه لکه پرسونیفیکېشن یا تشخص (غیر ذیروح شیانو یا ونو بوټو ته انساني ځانګړنې ورکول) په دې شعرونو کې ډېر دي: (د اسویلیو د شپېلۍ/ نغمه مې/ ستا د خندا/ په غېږ کې/ ساه ورکړه). درې؛ تشبیه، استعاره او سېمبول د دې شعرونو لازمي برخې دي او همدا وجه ده چې دا شعرونه یې له شعاري کېدو ساتلي دي: (د الوتي خوب په شان/ نا کراره یم/ ما دې سترګو ته دروغواړه/ ارامه به شم). څلور؛ د نویو ترکیبونو جوړولو ته زیات تمایل په کې وینو: (د اوبو سیوری، معطره ساه، تربتې او تبجنې خونې، د زړه ولي، د زړه لاسونه، کنګل کنګل خبرې …) پنځم؛ اکثره دا ډول شعرونه د غربي شعرونو په شان یوه کیسه یا پلاټ لري او که وژباړل شي، غربي مخاطبان به هم قانع کړای شي.

خلک دې ډول شعرونو ته لنډکي شعرونه وايي خو لنډوالی د دې شعرونو یوازینی مشترک اړخ نه دی بلکې څو نور مشترک وجوهات هم سره لري نو دا نوم ورته مناسب نه ښکاري. د دې شعرونو دغو ګډو ځانګړنو ته په پام سره ادعا کولای شو چې دا د شعر نوی سټایل دی چې سرلاری او پیلوونکی یې ګران ومان نیازی دی. نو څنګه به وي چې دا شعرونه «وماني شعرونه» وبولو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *