ومان نیازی

ومان نیازي څو کاله مخکې د آزادو شعرونو نوی سټایل پیل کړ. په لومړي سر کې ځینو کسانو دا شعرونه هایکو وبلل. ښایي وجه به یې دا وه چې د هایکو په شان لنډ وو او د طبیعت ذکر په کې ډېر و چې دا د طبیعت یادونه د جاپاني هایکوګانو اصلي ځانګړنه ده. خو زما په نظر  د ومان شعر هایکو نه ده. ځکه چې هایکو ځان ته خاص وزن لري او په درېو کرښو لیکل کېږي، حال دا چې د ومان شعرونه نه هغه وزن لري او نه په درېو کرښو پورې محدود پاتې وي. د ومان په دې شعرونو کې طبیعت ځکه وینو چې ومان طبیعي شاعر او له طبیعت سره جوړ شاعر دی.

د ومان د سبک شعرونه ډېر ژر عام شول. نه یوازې دا چې پخوانو شاعرانو چې د شعر نور ډولونه یې لیکل، دې لارې ته رامات شول، بلکې نوي شاعران هم په کې پیدا شول. دا شعرونه ځینې کمالونه لري چې د خوږې چینې په شان یې خلک پر ځان راټول کړي دي. یو کمال یې دا دی چې له هر ډول قید و بنده آزاد دي، قافیه، ردیف، او وزن نه غواړي خو ریتم یا آهنګ لري.

کله چې قافیه، ردیف او وزن نه وي نو که له یوې خوا د شاعر لاس د فکر او خیال بیانولو ته آزادېږي خو له بلې خوا شاعر باید لا زیات کمال ولري چې شعر له عادي خبرو په متفاوت انداز ولیکي. ومان چې په غزل او آزاد نظم کې هم تکړه شاعر دی، د هنر په باریکیو خبر دی او دا تشه یې ښه ډکه کړې ده.

د دې شعرونو لنډوالی دا له نورو آزادو شعرونو او نظمونو بېلوي. په اوسنۍ بوخته زمانه کې اوږده شعرونه، هغه هم په انټرنټ کې، ډېر لوستونکي نه لري.

د ومان په لنډکیو شعرونو کې تشخص ( personification)، حس آمیزي او پاراډاکس زیات دي. همدارنګه نوي ترکیبونه، تشبیه‌ګانې او استعارې هغه څه دي چې د ومان شعر ته قوت ورکوي.

کوڅې تشې

کړکۍ پورې

باران يوازې و

ورووتم

په دې شعر کې ومان باران ته انساني ځانګړنې ورکړې دي. باران نه یې ژوندی موجود جوړ کړی، بیا یې یوازې بللی او بیا وروتلی دی چې له یوازیتوبه یې وژغوري. بې‌روحه شیانو ته په روح او انساني صفاتو قایلېدلو ته تشخص وايي.

په دې بل شعر کې بیا د تشخص او حس آمیزۍ په زړه پورې نمونې وینو:

د تربتې
او تبجنې خونې
په حواسو کې
سړه وږمه
څري
پر خوبولی ذهن یې
اشنا عطر
لاس تیروي

لومړی خو خونه ژوندی شوی، د انسان په شان یې ساه تربته ده، تبه یې ده، حواس او ذهن لري او ذهن یې خوبولی دی. بیا سړه وږمه یې په حواسو کې څري. وږمه هم ژوندۍ ده، د مېږو غوندې څري. عطر هم روح او لاس موندلی، او د تبجنې خونې پر خوبولي ذهن لاس تېروي. وږمه په لامسه حس احساسېږي خو دلته یې په سترګو وینو (سړه وږمه څري)، عطر بویول کېږي خو دلته  (آشنا عطر لاس تېروي) کله چې لاس تېروي، د لامسې په وسیله یې احساسوو. دې ته حس آمیزي وايي چې د یوه حس وظیفه بل حسي غړي ته ورکوو یا دا چې د یوه حسي غړي محسوس په بل حسي غړی احساسوو.

لنډکي شعرونه د مینیمالیزم په مکتب پورې اړه لري. په دې مکتب کې خبرې لنډې وي خو په لنډو ټکو زیاته معنا رانغاړي. د ومان دغه شعر تر خپلو کلمو زیاتې خبرې لري:

زه د هغو اوبو له غاړې

راستون شوم

چې مَینې او لمدې نه وې

ګرد ترې لټېده

لوندوالی د هر هغه شي بدل حالت دی چې په خپل ذات کې وچ وي، لوند کاغذ، لمده خاوره، لمدې شګې … دا خو پخپله اوبه دي چې هر وچ شی لمدوي خو که ووایو چې اوبه لمدې نه وې، دا نو نوې او عجیبه خبره ده. له اوبو څخه اصلي ذاتي صفت یې اخیستل کېږي. اوبه د ژوند نښه او سېمبول دی. مینه هم د نسل د بقا یعنې د ژوند د غځولو عامل دی. ومان وایي کله چې اوبه مَینې نه وي، لمدې هم نه وي او ګرد ترې لټېږي. ومان وايي کله چې اوبه مینه پرېږدي، خپل ذاتي صفت چې لوندوالی دی، له لاسه ورکوي. مطلب دا چې مینه د انسان اصلي جوهر دی او که دا جوهر یې بایلود، بیا یې انسانیت هم له لاسه وځي. دا هغه خبره ده چې نن سبا یې د سر په سترګو وینو. له مینې پردي شوي انسان‌وزمه موجودات چې دا دومره جنایتونه کوي، هماغه اوبه دي چې لمدې نه دي او د ژوند د تأمینولو پر ځای د مرګ ګرد ترې لټېږي.

قفس خپلو رګونو

او مارغه بڼکو کې ناست و

خاموشي لمن، لمن

د تیارې متن کې

دوړه شوه

قفس له لښتو یا له مزو جوړېږي. لښتې او مزي په شکل کې رګونو ته ورته دي. رګونه وینه یعنې ژوند لېږدوي خو دلته بیا آزادي چې د ژوند بله معنا ده، اخلي. بڼکې د الوت په کارېږي خو مارغه په خپلو بڼکو کې ناست دی او الوت نه شي کولی. په شعر کې د اضدادو صنعت له پخوا دود دی. مثلاً له شپې سره د ورځې، له تور سره د سپین، له مینې سره د کرکې یادول په ډېرو شعرونو کې شته خو د ومان په دې شعر کې بې له دې چې متضادې کلمې راشي، متضاد مفاهیم پټ دي. زما په فکر د کلمو تر ظاهري اضدادو دا شی ښه لګېږي ځکه چې سړی فکر کولو ته اړ باسي. کله چې لوستونکي دغه اضداد پخپله کشفوي، په حقیقت کې په خپل ذهني فعالیت سره د شعر په تکمیلولو کې برخه اخلي او دا یوه خوندوره تجربه ده. خو دا کار هروخت آسانه نه وي. ځینې لوستونکي شکایت کوي چې د ومان صاحب پر ځینو شعرونو مو سر نه خلاصېږي ځکه چې یو ډول ابهام په کې وي.

موږ د مادي شیانو د اندازه کولو لپاره پیمانې لرو، واټن په مټر، جامد شیان په کیلو، مایع په لیټر … پیمانه کوو خو ومان غیرمادي مفاهیمو ته پیمانې جوړوي (خاموشي لمن، لمن). په دې بل شعر کې بیا وحشت د صحرا په پیمانه تلي:

یوه صحرا وحشت مې

د یوې ستنې

سپم کې پرېښود

بل ځای وايي: زه وینم چې/ پوښتۍ پوښتۍ څپې له څه جوړېږي. دلته څپې په پوښتیو اندازه کوي. خو دا کار یوه باریکي لري. څرنګه چې موږ اوړه په مټر نه اندازه کوو، هماغسې ذهني مفاهیمو ته هم که پیمانه ټاکو، باید ورته مناسبه وي. څپې له پوښتیو سره تناسب لري، وحشت، خاموشي، یوازیتوب، لېونتوب … ته صحرا مناسبه پیمانه ده. فکر کوم چې د خاموشۍ لپاره به لمن هم بده پیمانه نه وي.

رحمان بابا وايي:

غرونه غرونه خوب په څاڅکي اوبه درومي

یار زما په سیند د اوښکو بېدار مه شه

دلته رحمان بابا د خوب او اوښکو لپاره مناسبې پیمانې وضع کړې دي. دروندوالی د خوب او غره مشترک صفت دی او بهېدل د سیند او اوښکو.

فورمالیستان وايي چې شعر باید له عادي ژبې په متفاوته ژبه ولیکل شي. دغه تفاوت په افقي او عمودي محور کې راتلی شي خو په عمودي محور کې د کلمو بدلول، زیات شاعرانه کیفیت پنځوي. موږ وایو ګونځې ړنګېږي، ګونځې هوارېږي، ګونځې ورکېږي خو نه وایو چې ګونځه رژېږي. د ومان دغه لنډکی وګورئ:

راشه

په زړه ناسته

ګونځه مې

ورژوه

دا د ژبې په عمودي محور (فعلونو) کې د تصرف کامیابه بېلګه ده. البته دا کار هم باریکي لري او هنر غواړي. د دري ژبې نامتو شاعر پرتو نادري یوه ورځ ویل چې چا په شعر کې لیکلي وو: «کفش هایم را میخورم» (بوټونه مې خورم). او ادعا یې کوله چې دا پوسټ مډرن شعر دی. ښاغلي پرتو نادري له داسې شاعرانو سر ټکاوه چې د نوښت په نامه داسې څه لیکي چې هېڅ منطق یې نه مني. فکر کوم هغه شاعر چې ښاغلي نادري یاداوه، هڅه کوله چې د ژبې په عمودي محور کې کلمې بدلې کړي خو باریکۍ ته یې پام نه و. دلته هم د مفعول/ فاعل او فعل تر منځ یو تناسب باید وي، بلکې باید دغه د فعل بدلول یو بل کمال هم ولري. که د ومان صاحب شعر راواخلو، د ګونځې رژول د ګونځې تر ړنګولو پراخه معنا لري. رژېدل نسبتاً تدریجي چاره ده خو ړنګېدل سملاسي. دلته چې وایي د زړه ګونځه مې ورژوه، معنا یې دا ده چې ګونځه ژوره ده، ستره ده او په یوه وار نه ختمېږي. یعنې راشه او ډېر وخت راسره پاتې شه چې دا ګونځه ورو ورو ورژېږي.

خو ومان داسې شعرونه هم لیکلي دي چې تشبیه، استعاره، پارډاکس، حس آمیزي، او د ژبې په افقي او عمودي محور کې کوم بدلون په کې نه وي او یو مخ عادي خبرو ته ورته وي:

هغه

د خبرو نیمايي کې

له خپل سیوري

راجلا شو

په ژړا شو

موږ ډېر ځله خپل عواطف او احساسات پټوو. پر مخ نقاب راکاږو او تظاهر کوو. دلته ومان دغه نقاب او تظاهر ته سیوری وايي. سیوری د انسان کاذب تصویر دی. نو دا شعر په ظاهره خو عادي خبرو غوندې ښکاري خو چې ورته فکر وکړې، سیوری دلته استعاره ده او د حقیقي سیوري معنا نه ښندي.

اوس نو ستاسو وار دی. دغه وروستی شعر به تاسو ته پرېږدم چې فکر په کې وکړئ:

په سترګو کې مې

تڼاکې ودرېدې

له یوې ساه تر بلې ساه

سَوَی فرصت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *