دا سړي د کمال نه دي چي په اول نظر کښي بيا څوک د ځان کړي ، حالانکه دي ډېر لوستي ، ماډرن او د آرټ له دنيا سره تحلق لري او اورېدلي مي دي چي ډېر ښه انځورګر هم دي ، خو ساده ګوټکي ژړه ول ول لونګۍ يې بې اختياره د چا په زړه کښي پښتني مينه راوپاروي او سړي د ځان کړي . د فېس بک د انځور سترګي يې واي چي ډېر Depth او ژورتيا لري او خورا پوه دي . په دغه خو يې په انځور کښي پښتني کلتور ښکاري ، ولي چي کلتور ستا شناخت دي او دا زما تجربه ده چي د نورو ژبو خلګو زما هغي وړې قيصې زياتي خوښي کړي دي چي پښتني کليوال ژوند او دود پکښې دي .

ومان نيازي په فېس بک د يو شاعر په توګه زموږ و مخته راځي او په شعري ډګر کښي يوه داسي تجربه کوي چي تر دې دمخه ما پښتو ادب خو پرېږدي ، په اردو او نور نړيوال ادب کښي لا نه ده ليدلي ، په څو ټکو کښي يو د بلا نظم ويل او يو د غضب نوي خيال وړاندي کول . دا جادوګري نه ده ، نو نور څه دي ، دغه جدت او نوي والي دي ، دده ځاني ايجاد دي او هغه هم په خواره پښتو کښي چي برناحقه يې موږ ګرانه بلو او منډه ځني وهو .

دا وخت خو د ګران ومان موضوعات مينه او فطرت دي ، خو دي لوي آرټسټ دي او ډېر رغرد به موږ دده کېنوس لوي ووينو چي د خپل وخت کړکيچن حالات ، وېره ، کردارونه ، انساني بې وسي ،له تشدده کرکه ، غريبي ، له زنانو سره په زياتوب ږغ او داسي نوري خبري به پکښي راسي .

په خپله يې زه داسي لېوني کړي يم چي بې اختياره مي دده څو نظمونه انګليسي ته وژباړل او دغه د يو لوي ليکوال کمال وي چي خپل لوستونکي په خپلي جادوګرۍ لېوني وساتي . په پاي کښي ددغه جادوګر څو نوي تجربې ولولۍ

ډېره موده کېږي
زړه مې ړوند دی
څراغ نلرم
=========
خاوره
ــــــ
د باران اوبو ته
ورته یم
خړه خاوره مې
پر مخ باندې دوړېږي
========
چې تله
په چا يې ونه سپارلم
وېل يې
دېوالونه خو ډېر دي
د کوم يوه پر ولي
ځان چېرته بيا ځوړند کړه……..( ومان نیازی)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *