سپين ږيرى سوداګر يې د کرولا موټر له ډالې ځمکې ته را ښکته کړ، لاس او سترګې يې لا هم کلک تړلي وو.
چا غږ کړ
خلاص يې کړئ، دا ځايونه يې خدايکه په خوب کې هم ليدلي وي.
يوه ځوانکي مخ پټې وسله وال يې سترګې ورخلاصې کړې، درې نور مخ پټي وسله وال د توت تر لويه ونه لاندې سيوري ته ولاړ وو.
سوداګر د ونې سيوري ته شاته په تخته غورځول شوى و، لاسونو يې درد کاوه، وسله وال يوه وړه ډبره په پښه ورنږدې کړه، بيايې هغه له وېښتو ونيولو او ډېره يې د بالښت په څېر ورلاندې کړه.
ګوره بيا ونه وايي چې هلکان بې رحمه وو، ښه دمه دې جوړه کړه، شل دقيقي وروسته که زموږ غوښتنه ونه منل شي، نو بيا به له خيره ډېره اوږده دمه وکړې، ډېره اوږده!
سوداګر په وچو شونډو ژبه راتېره کړه، پاس ونې ته يې وکتل، په يوه پنډ شاخ کې د دار کړۍ راځوړنده وه، پړي يخ باد ته ټالونه وهل، پاس د کومي چينې د اوبو چڼار و، له ونې څو متره وړاندې نرۍ لار تېره وه.
سوداګر د لومړي ځل لپاره حس کړه لکه دا ځاى يې چې پخوا هم کله ليدلى وي، په ذهن يې فشار راووړ.
په خيال کې کلونه وړاندې زمانې ته ستون شو، هغه مهال يې د څارويو سوداګري کوله، يو پسرلى د څارويو پېرلو لپاره له خپل شريک سره دې غرنۍ سيمې ته راغلى و.
په همدې چينه يې مالونو ته اوبه ورکړې، د دمې لپاره تم شو، بيا يې له يوه لاروي چې نيالګي يې په اوږه کړي وو، د توت يو اوچت نيالګى په بيه واخيست، له چينې څو متره لاندې يې په نمجنه ځمکه کې په دې هيله خښ کړ چې لارويانو ته به يو وخت دمه ځاى او سيورى شي.
په همدې خيالونو کې ډوب و چې يوه وسله وال يې په خېټه پښه کېښوده.
د کنجوسانو پلاره! ته خو يې په خيراتونو او ثوابي کارونو کې ښې پرېمانه بادوې، خو زامنو ته دې لکه چې له تا پيسې ډېرې ګرانې دي! هلته پاس وګوره، يواځې پنځه دقيقې پاتې دي.
سوداګر د ونې ډډ او بيا يوه يوه څانګه له سترګو تېره کړه، لکه د ونې ټولې پاڼې چې ده ته ګوري، سر ته يې په يوه تر نورو راټيټ او محکم شاخ کې پړى را ځوړند و، د دار کړۍ يخ باد ته ټالونه وهل، لکه په سوداګر پورې چې خاندي.!
٢٠١٦، فبروري ١٢مه
—————————-