څرنګه چې دغه موسم د نیالګیو او بوټو کښینولو لپاره یو ښه  وخت دی، نو پکار ده چې د کورونو ، ځمکو او ښارونو …  په مناسبو ځایونو کې نوي او تازه بوټي او نیالګي کښینوو.

ځکه  په دې وروستیو کې څیړنو ښودلې ده ، چې ونې او بوټې د هوا پاکوالي ترڅنګ په ځمکه کې شته مکروبه هم وژلی شي ، یعنی یو نیالګی کولی شي ، چې د ۱۷ انسانانو لپاره هوا صفاکړي او په ځمکه کې شته مکروبونه ووژني.

ارواه پوهان بیا وایې ، کله چې یو انسان له فکري پلوه ستړی شي ، نو پکار ده چې داسی ځای ته لاړ شي ، چې هلته ګڼې شنې ونې یا بوټې وي ، ترڅو ذهن یې ارامتیا و مومي ، او دغه چاره بیا بیا ترسره کول انسان له رواني ناروغیو څخه ژغورلی شي.

له شنو ونو او بوټو سره ډیر پاتي کیدل د رواني ناروغیو مخنیوي ترڅنګ کولی شي ، ستاسی بدن ته غښتلتیا او ځواک ورپه برخه کړي او ترڅنګ یې شنو ونو او بوټو ته ډیر کتل مو د سترګو دید هم زیاتولی شي.

د ونو او بوټو کرلو ګټې په احادیثو کې هم بیان شوي دي:

د يو نبوي حديث مفهوم دی وايي ؛ هر څوک چې يو نيالګی وکري، هغه شین او غټ شي  بيا الوتونکي، حيوانات اويا انسان څه ترې وخوري نو دا به خامخا د ونې کرونکي یا څښتن لپاره يو خيرات وي او دا یو صدقه یې جاریه عمل دی، یعنی که انسان مړ هم شي ، نو د مرګ نه پس به یې ورته اجر او خیر رسیږي.

په قرانکریم کې د ونو او بوټو په اړه هم زیاتې یادونې شوې دي ،د سورت نحل یولسم ایات ژباړه داسی ده:

هغه (الله ج) ستاسی لپاره ددغو اوبو په وسیله کښتونه رازرغونوي او زیتون ، خرما ، انګوراونورې … راز راز میوې پیداکوي ، په دې کې د هغو خلکو لپاره یوه ستره نښانه ده  چې غور او فکر کوي. (سورت النحل:۱۱)

داچې د ونو او بوټو کرلو کې دنیاوي او اخروي خیر دی ، نو راځئ چې په همدې موسم کې د ونو او بوټو کرلو ته کار ووایو، یعنی یو نیالګی د ځان ، دوهم د کورنۍ ، دریم د الوتونکو یا حیواناتو او بل د ټولنې وګړو لپاره کښینوو او سمه ساتنه یې وکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *