تاند- د ونو په اړه له ډېرو پخوا زمانو باور دا و چې نه خوځي او یوازې یې باد ښوروي.

خو اوس څېړونکي وايي چې دا باور سم نه دی.

د دوی څېړنې ښيي چې د شپې له لوري د ونو څانګې او پاڼې د ورځې په پرتله راټیټېږي.

د بریتانیا د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، دا باور سم نه دی چې ونې هیڅ حرکت نه لري.

د ډنمارک او بلغاریا ساینسپوهان وايي چې له یو ډول درې بعدي یا تري ډي تحقیقي طریقې څخه په استفادې یې د شپې له خوا د ۲۱ ډوله ونو حرکتونه معلوم کړي دي.

دوی وايي چې د شپې په مخه د ونو څانګې ټیټیږي او د ورځې په پرتله یې لوړوالی لږ وي.

دوی په عین حال کې وايي چې د ونې ډډ یا تنه نبض لري چې په حقیقت کې د ونې داخل ته اوبه پمپ کوي.

مخکې هم ځینو ساینسپوهانو ویلي و چې ونې د شپې په مخه خوځېږي مګر په دې نوې څېړنه کې دا څرګنده شوې چې د شپې له خوا د ونو پاڼې او څانګې د ورځې په پرتله ۱۰ سانتي متره ټیټېږي خو د دې لپاره چې د ونو څانګې په تدریج ټیټیږي د انسان سترګې یې نه شي تشخیصولی.

د ارهاس پوهنتون څېړونکی اندراس زلینسکي، چې په دې تحقیق کې یې برخه اخیستې وه، وايي، د ونې څانګه یوه سانتۍ په ۲ ساعتونو کې ټیټه شوه.

دی وايي چې د ونو دا حرکت تر ډېره په هغې کې د اوبو له فشار سره تړاو لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *