ح حقوېش ||

د وهابيزم یا وهابیت په هکله ډيري پوښتني راپيدا کيږي، زموږ او ستاسو په شاوخوا کي ډير خلک شته چي وهابيزم ته د يوه مذهب په سترګه ګوري، ځينې خلک له وهابيزم څخه دفاع کوي، او ځينې نور بيا ډير په بد نظر ورته ګوري ان تر دې پوري چي د وهابيزم تابع خلک منکر بولي او د خداى (ج) له لاري يې ناروا بولي. او ډول ډول فتوې ورباندي صادروي، هغه که په  روا وي که په ناروا. د وهابيزم تابع خلک بيا په هغه خلکو تور پوري کوي چي له دوى سره نه وي، را به شو دې ته چي وهابيزم څه وخت راپيدا شو، ولي را پيدا شو، چا راپيدا کړ او څه حالت يې رامنځته کړ، مذهب ته په ګټه پاتي شول که نه، ټولنه يې د کوم حال سره مخامخ کړه، ګټه چا ورنه واخيسته په دې خبري سره وکړو.

وهابي/ وهابيان/ وهابيزم دا د محمد بن عبدالوهاب له نوم څخه اخیستل شوي دي، چي عبدالوهاب د محمد پلار و، او محمد به له خپل نوم سره د اوږدوالي په خاطر عبدالوهاب زياتاوه، چي وروسته د ده نظريات د عبدالوهاب/ وهابي په نوم مشهوره شول. وهابيزم چي د اسلام په هکله د محمد عبدالوهاب اثار، نظریات او تفسیر ته ویل کیږي چي د 14مي پیړۍ د عالم (تمیه) ډیر سخت او منتقد شاګرد و.

یو امریکایي لیکوال او ژورنالسټ سټیون کول Steven Colll د محمد بن عبدلوهاب په هکله داسي لیکي: محمد بن عبدلوهاب د تمیه شاګرد او د دشتي موعظ د هغو مصري او عثماني نجباوٶ څخه کوم چي مکې ته به د حج لپاره سعودي عربستان ته راتلل او په شکلو مزین شویو لباسونو، په خورا دبدبه، د ډولونو په ګړمبا او وهلو به راتلل، چرس او چلمان به یې څکلول، ډيره کرکه در لودله. د محمد بن عبدلوهاب په نظر هغوۍ مسلمانان نه ګڼل کېدل. دوی ته به یې کافران ویل چي اسلامي نقاب یې اغوستی وي. د بدوي سیمه ایزو عربو خوی یې هم تر هغو ښه نه ایسیده. کله چي هغوۍ به د خپلو مقدس مړو احترام کاوه او مقبرې یا زیارتونه به يې ورباندي جوړول، په قبرونو به یې ډبري درولې دا ټول کارونه د  محمد بن عبدلوهاب له نظره (بیدعا) معنا د خدای له لوري منع ګڼل کیدل او د ده د خواشینۍ باعث به ګرځېدل. دې نه وړاندي تمیه هم د محمد بن عبدلوهاب په څېر عقیده درلوده چي تر ټولو ښه دوران يې د حضرت محمد(ص) وخت ګڼل کیږي، چي په مدینه کي یې تېر کړی وٶ. او مسلمانان باید ترېنه الهام واخلي او تقلید یې وکړي. (دې ته په حقیقت کي سلفیت وایي).

تمیه هغه څوک دی چي د شعیه ایزم، صوفیزم او د یونان د فلسفې په ضد یې د جنګ اعلان کړی وٶ. هغه د محمد رسول الله (ص) د مقبرې د زیارت کولو په ضد هم خبري کولې او دا ټول یې د مسیحیت څخه تقلید بلل، چي مسحیان یې د مسیح څخه د خدای د زوی په توګه کوي (معنا بت پرستي). عبدلوهاب خپلي ټولي ښووني سره را ونغښتې او ویل به یې که چېري کوم مسلمان ته د دغو ښوونو او تفسیراتو په هکله کوم شک پیدا شي هغه د ژوند، هستی او جایداد څخه محروم ګرځول کیږي.

د محمد بن عبدالوهاب د نظریې د اصولو بله ډیره مهمه او کلیدي نظریه د تکفیر فتوا ګڼل کیږي. د تکفیر د فتوا له مخي محمد بن عبدلوهاب او دده پلویانو کولای شول په خپلو مسلمانانو د کفر فتوا صادر کړي که چيري په داسي یو عمل کي چي هغه په مطلق حاکمیت (یعنې سعودي پادشاه) باندې تېری وګڼل شي ونیول شي. همدا علت وٶ چي د سعود کورني وهابيزم ته مخه کړه، دا ځکه چي د دوی حاکمیت یې په مسلمانو هیوادونو کي خپراوٶ او هغه یې ټینګاوٶ او ساتنه به یې ورنه کوله. محمد بن عبدلوهاب ټول هغه مسلمانان چي د مړیو، اولیاو او فریشتو احترام به يې کاوٶ محکوم څرګند کړل. ده به ویل چي دا کار سړی د خدای د بشپړ اطاعت څخه منحرف کوي چي یواځې او یواځې خدای لره دې. وهابي اسلام په دې ډول مړیو خپلوانو ته په دعا کولو ، د مقبرو او یا خاصو مقدسو ځایونو زیارت کول، مذهبي جشنونه یا تجلیل او ان د میلاد نبي د ورځ په لمانځلو يې هم بندیز ولګاوه. همدا ډول يې د مړو د شخولو په محال ویر کول دا ټول منع کړل. محمد بن عبدلوهاب د دغو ټولو کارونو نه د پیروي په عمل او ملموسه توګه وغوښتل او ویل به یې چي ټول مسلمانان باید په ځانګړې او انفرادي توګه یوه مفرد مسلمان مشر ته د خپل اتحاد ژمنه وکړي (خلیفه که موجود وي). او که څوک دا نظریه ونه مني او اجرا یې نه کړي باید وٶژل شي، مال او جایداد يې ضبط شي په ښځه او لوڼو یې تیری وشي. او هغه مسلمانان چي د مرګ او وژلو لیاقت لري د هغو په ليست کي شیعه، صوفیان او د مسلمانانو نوري ډلي کومي چي محمد بن عبدالوهاب د مسلمانانو په توګه نه شمیرلې او هيڅ يې مسلمانان نه بلل.

په ۱۷۴۱ز کال کي محمد بن عبدالوهاب د دغو نظریاتو له کبله له خپل ښار څخه وشړل شو، وروسته له شړل کیدو په دې بریالی شو چي د محمدسعود او د هغه په قوم کي پناه تر لاسه کړي او دوی يې ساتنه په غاړه واخلي. د محمد بن عبدالوهاب دغو نویو ښوونو او مبالغې په محمد سعود تاثیر وکړ او هغه دا ښووني او مبالغې د یوې وسیلې په توګه چي وبه کړای شي عربي سنت، رواج او عادات پر بل مخ واړوي، او له دې نظرې څخه ګټه واخلي څو په دوى د عثمانيه سلطنيت واکمن دولت له منځه يوشي.

سعودي عربستان چي له يوولسمي سپوږميزي پېړۍ څخه نيولې بيا دوه سوه کاله وړاندي د عثماني سلطنت تر واکمنۍ لاندي وه، چي د اسلام د پیاوړتیا او اسلامي ورورولۍ يوه بېلګه يې ښيي، او د مسلمانانو په وړاندي د کفري نړۍ د دسيسو مخه به يې نيوله، همدا لامل وٶ چي کفري نړۍ د دغه سلطنت د له منځه وړلو په موخه بېلا بېل چلونه او دسيسې په کار اچولې وې، خو د يوه پياوړي سلطنت د شتون له امله په خپلو دسيسو او چلونو کي په وارو وارو پاتي راغلل، بلاخر دې پايلي ته ورسېدل، چي ځينې مسلمانان کولی شي عثماني سلطنت څه ناڅه کمزوری کړي، ترڅو د کفري نړۍ د ګواښونو په وړاندي غښتلی پاتي نه شي. هغه وٶ چي له محمدسعود يې ګټه واخسته، څو د عثماني سلطنت په وړاندي راجګ شي، هغه مات کړي او دى په خپلو عربو واکمني وکړي، په دې وخت کي محمد سعود د محمد بن عبدالوهاب له نظرياتو ګټه واخسته او دواړو په ګډه د دغه سلطنت په وړاندي د شرک او بدعت تر نامه لاندي جهاد پيل کړ، چي د بهرنیانو او په ځانګړي ډول دانګليسانو د زياتو مرستو په ملتيا وسلوال پاڅون تر سره شو، تر دې چي د حريملاي، نجد، عينه، جيبله، احسا، درعه او نوري سيمي يې تر خپل واک لاندي راوستې، او د محمد سعود په مشرۍ يو دولت پکښې رامنځته شو، خو په 1179سپوږميز کال چي د 1765زېږديز کال سره سمون خوري محمد سعود له دې نړۍ سترګي پټي کړې، او په ځای يې زوی (عبد العزيز بن محمدسعود) کښيناست، نو د خپل پلار په څېر يې د عثماني سلطنت په وړاندي وسلوالي مبارزې ته ادامه ورکړه، عثماني سلطنت چي د ټولو خواوٶ څخه تر بريدونو لاندي وٶ، د سعود د کورنۍ له خوا او د وهابيزم د نظرياتو له امله دغه هیواد ډېر کمزوری شو، تر دې چي په 1818زيږديز کال کي د عثماني سلطنت پلازمينه (ترکيه) د کفري نړۍ د دسیسو ښکار شوه، او د عثماني سلطنت په ځای په ترکیه کي د اتاترک دولت رامنځته شو.

خو همدې سعودي عربستان ته د نړۍ مسلمانان له ډيره پخوا احترام لري، ځکه په دې هيواد کي مقدس ځایونه لکه کعبه شريفه (بيت الله الحرام) نبوي مسجد، مقام ابراهيم او نور مقدسات شتون لري، او د نړۍ د مسلمانانو د راټولېدلو يواځينی لوى او مهم مرکز همدا دې. نو له دې امله به د نړۍ مسلمانانو په عربو او عربستان ډير باور درلود، ځکه چي رسول الله(ص) هم عرب وٶ. نو دې باور عربيانو ته هم ښه فرصت په لاس ورکړ څو د دې خلکو له کمزورې عقېدو ګټه واخلي او خپله واکمني ورباندي وکړي. چي د دې تر څنګ په 1938ز کال کي تېل وموندل شول او دامریکا د آرامکو شرکت (Arabian American Oil Company) له خوا یې تولید پیل شو. چي دې هم د سعودي عربستان په  واکمني کښې ډير مهم رول ولوباوه. خو دوى د خپلي واکمني لپاره يواځي خپل عرب نه بلکه د ټولي نړۍ مسلمانان د وهابيزم او د ډالرو له لاري خپل کړل، چي وروسته دوى په ډيره سړه سينه سره د انګليستان او امريکا لپاره خپل کارونه تر سره کړل، ځکه دا کارونه دوى د خپل شاهي نظام د بقاه لپاره تر سره کړل، چي تر څو د دوى نظام له خنډونو وساتل شي لکه څنګه چي يې وساته، د همدغه هیواد ټولي ګټي د سعودي عربستان په واکمني کورنۍ پوري نغښتې دي، نور خلک پکښې ډير رټلي او بېګانه شمېرل کېږي. د نورو هيوادونو مسلمانان لا څه چې پخپله د سعودي اوسېدونکي هم د ډول ډول ستونزو او کړاونو سره پکښې مخ دي. خو د سعود کورنۍ د خپل شاهي نظام د بقاه لپاره کلونه کلونه له دې وسلې کار واخست، چي بلاخر د داعش په راپيدا کېدو سره د سعود کورنۍ هم په خپل هېواد کي متعدل اسلام ته ځاى ورکړ يا يې ډيموکراسي په ځان ومنله. دا هر څه يې له دې امله په ځان ومنل چي د نړۍ پرمختګونو او نوې ټيکنالوژي دې ته لار هوار کړه څو هر څوک خبر شي هغه که په غره کي وي که په هواره وي او که په ښار کي نو د نوې ټيکنالوژي له لاري ډير ژر خبريږي، ممکنه وه چي ټولنيزو رسنيو به د سعودي عربستان ځوانان هم راويښ کړي واى او د سعود شاهي کورنۍ ته به يې لوي خنډ جوړ کړى واى، امکان يې درلود چي شاهي نظام له منځه تللى واى او د سعود کورنۍ هم نوره له واکه لاس په سر شوې واى، خو دوى د دې هر څه لپاره تر وار له مخه لاس په کار شول، هغه خنډونه چي امکان يې درلود له منځه يوړل، او خپلو هېوادلو ته يې ټولي هغي لاري پرانستلې چي هغوۍ يې په خوب کي هم تمه نه درلوده، لکه څنګه چي تاسي ټول له رسنيو خبريږي چي ښځو ته يې د موټر چلولو، لوبو کولو، پارک ته تللو، په ښار کي د چکر وهلو اجازه ورکړ.

همداسي يې د سيلانيانو لپاره هم ځانګړي ځايونه په پام کي نيولي چي ښځي او نر به ګډ پکښې سيل کوي. او داسي نوري ډيري ازادۍ چي د اسلامي نړۍ خلکو يې په هکله هيڅ فکر نه کاوو چي سعودي عربستان به داسي کړني تر سره کړي.

همدې ته ورته کيسه دلته په اسيا که هم تر سره شوې ده. کله چي انګليس په اسلامي موضوعاتو کي د سعودي عربستان ګټي وليدې، نو دلته په اسيا کې همداسي يوه پروژه په لار واچوله، څو دوى په اساني سره خپلو ګټو ته لاس رسى ولري، نو دلته يې د اسلام په نوم ډول ډول جنګونه وکړل، ډول  ډول ملايان، پيران، حضرتان، سيدان، صاحبان او داسي نور ډير يې ځاى په ځاى کړل، چي په افغانستان او هندوستان کي يې ښيې پايلي ورته ولرلې، بلاخر يې دلته په اسيا کي د اسلام په نوم نوې سېمه هم راته پيدا کړه، نوم يې پاکستان باندي کېښود او پايتخت يې د اسلام اباد په نوم ورته ونوماوه. چي د اسلام تر عنوان لاندي به خپلي فاسدي ګټي مخته وړي، او ټوله کارونه به يې د اسلام په زيان وي خو دوى به له دې هر څه سره سره اسلامي رنګ ورکوي فتوا به صادره وي، هر څه به روا بولي او ټينګار به کوي، د سرغړوني په وخت کي به په هم هغه کس د وژلو فتوا صادري وي، او داسي نور ډير. د دې هر څه تر څنګ يې په اسلام کي ګڼ شمېر افراطي ډلي هم راپيدا کړې، که چيري يوه ډله کار ورته ونکړي نو دومه ډله به کار ورته کوي او دوى به خپل مرام ته رسوي. لکه ديوبندي، بريلوي، مودودي، قادياني چي وروسته د پنجاب په اساسي قانون کي کفار وګرځول شول، او داسي نور….
چي د دې افراطي ډلو ټولي ګټي اوس هم انګلستان ته ځي. او دلته يې مسلمانان په خپلو کي سره لاس او ګرېوان کړي.


د لیکوال له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

2 thoughts on “وهابیت او د سعود کورنۍ”
  1. سلامونه،
    ورور ح.حقویش صیب ، د تمیه او وهابیزم ښه تحليل مو کړی؛خو که د دو تر څنګ مو یو څه القاعده،اسامه بن لادن (کورنۍ) ،داعِش او داسې نورو تش په نامه اسلامي خو د مسلمانانو ضد او نقيضو ډلګیو د پیدا او نابودیدو پر هغو هم لږ رڼا اچولې وای…ښه تره به وای
    په هر ترتیب ، بښنه غواړم ما ستاسو په لیکنه کې دوه کوچنۍ تیر وتنو ته پام شو ،که په اصلاح ېې نه خفه کیږئ دا وې:
    ۱- په دریم پراګراف کې مو د (بیدعا) کلمه لیکلې چې فکر کوم صحیح به ېې ((بِدعَت یا بِدعه )) وي؛
    ۲- په اووم پراګراف کې …’چې په ۱۸۱۸ کال کې د عثماني سلطنت پلازمینه (ترکیه) د کفري نړۍ د…”
    زما په نظر په ۱۹۱۸ کال د دوهم نړیوال جنګ نه وروسته و. او د سلطنت پلازمینه (اسلامبول یا استانبول ) و چې اوس هم دترکېې تر ټولو لوی ښار ګڼل کېږي.
    مڼنه او په درناوۍ. ستاسو د لا زیاتو مفیدو لیکنو په هیله ./
    بلجیم / د جولای ۶/۲۰۱۸=د شوال ۲۲=د سرطان ۱۵

    1. حميدالله زړور صېب مننه چي زما تېروتني مو راته په ګوته کړې ، کوشش به وکوم چي اصلاح يې کړم، ځکه ليکنه مي په بېړه وکړه نو هرومرو به څه تېروتنې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *