خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-۱۱-۸
کندهار، افغانستان- د کندهار سرپرست والي وايي له بهرنيانو څخه افغان ځواکونو ته د واک تر انتقال وروسته دغو ځواکونو پرمختګ کړی او ډيري لاسته راوړني لري.
د نن سهار په امنيتي غونډه کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د ملي امنيت رئيس بريدجنرال عيسی محمد، د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان تورنجنرال عبدالحميد حميد، امنيه قومندان ډګرجنرال عبدالرازق، د ايساف قومندان جنرال لوګن او ځينو نورو د افغان او ايساف ځواکونو استازو ګډون کړی وو.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل چي له بهرنيانو څخه افغان ځواکونو ته د واک تر انتقال وروسته افغان ځواکونو ډېر پرمختګ کړی دی. نوموړي زياته کړه د واک له انتقال سره د افغان ځواکونو روحيه نوره هم قوي سوې او د هيواد د ساتني او خپلو وظايفو ته ژمن دي.
ښاغلي ويسا د افغان ځواکونو له ځينو لاسته راوړنو څخه يادونه وکړه او پر افغان ولس يې ږغ وکړ چي د خپلو سرتېرو تر شا ودريږي، ملاتړ يې وکړي او د افغانانو وسله والو مخالفینو ته په کورونو کي ځای ورنه کړي. د هغه په خبره چي د افغانستان د سوکالۍ او امنيت د تامين يو له لويو رازونو څخه د ولس ملاتړ دی، که خلک وغواړي چي اولادونه يې په امن کي وي، د دوی ژوند تامين وي او هيواد مو ترقي وکړي، نو د افغان ځواکونو ملا دي وتړي.
د ښاغلي ويسا په خبره د افغان ځواکونو د هري ورځي لاسته راوړني او دښمن پر شا تمبول د دې شاهدي ورکوي چي د افغانستان وسله وال مخالفين کمزوري سوي او وېشل سوي دي، له دې امله يې د عامو خلکو په وژنو لاس پوري کړی دی. ده وويل: که موږ سره يو موټی سو، د دښمن په وړاندي همږغي واوسو، نو يوه ورځ به ووينو چي زموږ امنيتي واحدونه به قوي سوي وي او د نورو هيوادونو او ملتونو سيالي به وکړای سو.
ښاغلي ويسا داراز د سولي شورا رئيس ته سپارښتنه وکړه چي له عامو خلکو سره غونډي جوړي کړي، خلک د امن په اهميت وپوهوي او د سولي اړوند فعاليتونه پراخ کړي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان بريدجنرال عبدالحميد حميد وويل تېره اوونۍ يې د پاکستان او افغانستان له يو شمېر پوځي مشرانو سره غونډه کړې او د دواړو غاړو د ترهګرو د له منځه وړلو په باب يې مفصلي خبري کړي دي. نوموړي هيله وښوده چي پاکستان له افغان حکومت سره لاس يو کړي او د دواړو غاړو ترهګرو چي په نړيواله کچه يې د دغو هيوادونو اهميت ته زيان اړولی، په ځپلو کي مرسته وکړي.
ښاغلي حميد زياته کړه: موږ له ګاونډي هيواد پاکستان سره رښتيني يو، خو له دغه هيواد څخه هم د صداقت تمه لرو. که پاکستان زموږ سره همکار نه سي، نو په دواړو هيوادونو کي به د جګړې اور بل وي. زه هيله من يم چي زموږ ګاونډی هيواد د دواړو هيوادونو په ګټه يوه مشخصه پاليسي مخته يوسي.
نوموړي وويل چي تېره اوونۍ يې ۱۶ د افغانستان وسله وال مخالفين وژلي، ۳ نور يې ټپيان کړي او ۴ يې ژوندي نيولي دي. د هغه په خبره چي د عملياتو پر مهال يې ۵۳ ماينونه کشف او شنډ کړي، يو شمېر درنې او سپکې وسلې يې هم نيولي دي.
د ملي امنيت منسوبينو هم خبر ورکړ چي تېره اوونۍ يې د وسله والو د يوه قومندان په ګډون ۱۳ د افغانستان وسله وال مخالفین نيولي دي. داراز يې له چاودېدونکو توکو څخه د يوه ډک زرنج او موټرسايکل د کشف او شنډولو يادونه وکړه.
امنيه قومندان ډګرجنرال عبدالرازق وويل چي تېره اوونۍ يې ۸ د افغانستان وسله وال دښمنان وژلي، ۷ نور يې ټپيان کړي او ۴ يې نيولي دي. د هغه په خبره چي تېره اوونۍ يې ۲ له چاودېدونکو توکو ډک زرنجان، يو ټريکټر او يو کرولا موټر کشف او نيولي دي. نوموړي وويل چي ۶ موټرسايکلان يې هم له دښمن څخه نيولي دي.
د هغه رازق په خبره تېره اوونۍ يې ۲۰ د ماين پاکانو واسکټونه له دښمن څخه نيولي، ۱۸۷ بېلابېل ماينونه، يو کلاشينکوف، يوه توپنچه، ۶۰ پارسله کېمياوي کود نايټرېټ، ۲۵۰ کيلوګرامه باروت، ۷ پارسله چاودېدونکو توکي، ۲۵ د ماين کانچې، ۹ بانډله ثانيه سوز لاين، ۲۰۰۰ متره برقي لاين، ۲ بوشکې تېزاب او ۴ راکټ انداز يې نيولي دي. امنيه قومندان وايي ۳۹۱ کيلوګرامه خام چرس، ۲۰ ليټره شراب او ۱۲ ګرامه هيرويين يې هم نيولي دي.
د غونډي په جريان کي د کندهار ښاريانو پر يو شمېر هغو ستونزو چي د ولايت مقام د شکاياتو پر شمېره يې د غيرضروري اسلحو د ګرځولو په اړه ثبت کړې وې، هم خبري وسوې.