خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-۹-۲۵
کندهار، افغانستان- د کندهار سرپرست والي وايي د امنيتي ځواکونو پراخ حضور د عامو خلکو ژوند ژغورلی دی.
د نن ورځي په امنيتي غونډه کي چي په ولايت مقام کي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ جوړه سوې وه، د ملي امنيت رئيس جنرال عيسی محمد، د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحميد حميد، د امنیه قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي، د افغان او ايساف ځواکونو يو شمېر نورو مشرانو او استازو ګډون کړی وو.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د امنيتي ځواکونو د سرښندنو او هلوځلو ستاينه وکړه او ويې ويل په کندهار کي د امنيتي ځواکونو پراخ حضور د دې سبب سوی چي د وسله والو مخالفینو د خونړيو بريدونو مخه ونيسي. نوموړي زياته کړه وسله وال مخالفين غواړي زموږ بېګناه افغانان د خپلو شومو اهدافو ښکار وګرځوي. دوی هره ورځ پلانونه جوړوي چي په کندهار کي وسله وال بريدونه وکړي، خو امنيتي سرتېري شپه و ورځ مصروف دي، تر څو د خلکو ژوند ته نجات ورکړي. د ښاغلي ويسا په خبره د امنيتي سرتېرو لاسته راوړني او د چاودېدونکو توکو خنثی کول د خلکو پر روحياتو ښه اغېز کوي.
ويسا وايي د امنيتي ځواکونو لاسته راوړني او د وسله والو پلانونه له خنډ او ځنډ سره مخ کول د دې شاهدي ورکوي چي امنيتي قواوي پياوړي سوي او د خلکو همکاري هم ورسره زياته سوې ده.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانل جنرال عبدالحميد حميد وويل چي روانه اوونۍ يې په بېلابېلو ولسواليو کي ګډ او ځانګړي عمليات کړي دي. نوموړی وايي د عملياتو پر مهال يې ۴ وسله وال مخالفين نيولي او له دوی سره يې يوه اندازه وسلې هم نيولي دي. دی زياتوي چي په دې ترڅ کي يې ۲ کلاشينکوفونه، ۱۵۰ د پيکا مرمۍ، ۴۰ بېلابېل ماينونه او يو پارسل باروت نيولي دي.
د امنيه قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وويل د تېري اوونۍ په اوږدو کي يې دوه وسله وال مخالفین او ۱ موټرسايکل نيولي دي. نوموړی زياتوي چي په دې ترڅ کي يې ۳۹۶ بېلابېل ماينونه او ۶۱ د هوان مرمۍ کشف او شنډ کړي دي.
اطرافي وايي ۱۸ ګرامه هيرويين، ۹۵ کيلوګرامه چرس، ۲ ګرامه سيښه او ورسره په تړاو يې ۷ کسان نيول سوي دي.