توریالی ویسا

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-١١-۲۹

کندهار، افغانستان- د کندهار سرپرست والي وايي د وسلو د کيفيت او استعمال پر ځای بايد د خلکو پر ذهنيتونو کار وسي.

دا څرګندوني د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د نن ورځي په امنيتي غونډه کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، وکړې. په غونډه کي چي د والي په مشري جوړه سوې وه، د ملي امنيت رئيس بريدجنرال عيسی محمد، د ولايتي شورا رئيس سيدجان خاکرېزوال، د افغان او ايساف ځواکونو يو شمېر نورو استازو ګډون کړی وو.

د غونډي په پيل کي ټولو ګډونوالو د ميوند د پېښي قربانيانو، د لوګر د پېښي قربانيانو او د سولي شورا غړي حاجي شېرين اغا ته دعا او د فردوس جنت غوښتنه وکړه. د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل چي په ميوند ولسوالي کي د افغانستان وسله والو مخالفينو د سړک غاړي ماين ځای پر ځای کړی وو، چي پر يو ملکي موټر يې چاودنه کړې، کله چي افغان پوليس د پيښي قربانيانو ته د مرستي په موخه ور روان ول، مخالفينو پر لاري کمين ورته نيولی وو او شپږ ملي پوليس يې شهيدان کړل.

ښاغلي ويسا داراز د لوګر پر امنيه قومندانۍ د وسله والو مخالفينو بريد يو وحشيانه او غيرانساني عمل وباله او په کندهار کي يې د سولي شورا د غړي حاجي شيرين اغا شهادت لويه ضايعه وبلله او د مرحوم کورنۍ ته يې د زغم هيله وښوده.

سرپرست والي وويل چي د وسلو د کيفيت او استعمال پر ځای بايد د خلکو پر ذهنيتونو کار وسي، تر څو خلک سولي او امنيت ته اماده سي. ځکه سوله د ټولو افغانانو په ګټه ده. نوموړي زياته کړه چي نور د زور وخت تېر دی. اوس بايد د خلکو د ذهنيتونو د روښانه کولو لپاره هر اړخيزي هلي ځلي وسي.

د کندهار سرپرست والي وويل چي د ذهنيت جوړولو په برخه کي بايد د سولي شورا او ولايتي شورا غړي هم هلي ځلي وکړي، تر څو خلک دې ته اماده سي چي د خپل ځواکونو ملاتړ وکړي او د خپل هيواد ابادۍ ته لستوڼي راونغاړي. ښاغلي ويسا زياته کړه: زه پر دې باور لرم چي که خلکو ته د سولي اهميت وروپېژندل سي او د اسلام د مقدس دين سم انځور خلکو ته وړاندي سي، يقيناً به خلک سولي ته تمايل پيدا کړي او د خپلو ځواکونو ملاتړ به وکړي.

ښاغلي ويسا وويل د کندهار په يو شمېر ولسواليو کي وسله وال مخالفين د سيمي اوسېدونکي په زوره دې ته اړباسي چي د وسله والو ملاتړ وکړي. نوموړي زياته کړه د افغانستان وسله وال مخالفين د خپلو بادارانو په امر د عامو خلکو هر ډول ځوروني او ځپلو ته تيار دي.

د ولايتي شورا رئيس سيدجان خاکرېزوال د امنيتي ځواکونو له لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چي افغانان د خپلو ځواکونو تر شا ولاړ دي او پخپلو سرتېرو وياړ کوي. هغه زياته کړه د امنيتي ځواکونو همږغي او همکاري د ډېري ستايني وړ ده.

ملي امنيت رياست خبر ورکړ چي تېره اوونۍ يې ۲۰ وسله وال ترهګر او ۳ قاچاقبران نيولي دي. داراز يې تېره اوونۍ د اوپراتيفي معلوماتو پر اساس ۲ کشفي مخابرې، يو کلاشينکوف، يو له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل او ۲۹ بېلابېل ماينونه نيولي دي.

د امنيه قومندانۍ د راپور پر اساس ملي پوليسو تېره اوونۍ د يو لړ عملياتو پر مهال ۲۹ وسله وال مخالفين وژلي او ۵ نور يې ژوندي نيولي دي. راپور زياتوي چي يو موټرسايکل بم او ۳ نور موټرسايکلان يې له وسله والو مخالفينو څخه نيولي دي. د راپور د معلوماتو له مخي ملي پوليسو ۱۳۰ بېلابېل ماينونه، ۲ پيکا، ۲ راکټ اندازه، ۷ کلاشينکوفونه، ۲ توپنچې، ۴ مخابرې او ۵ د هشتادو دو مرمۍ نيولي دي. امنيه قومندانۍ ۱۵ معتادين د تداوۍ مرکز ته معرفي کړي او ۵۰ ګرامه هيرويين يې نيولي دي.

د عامه نظم پوليسو تېره اوونۍ ۱۶ وسله وال مخالفين وژلي، ۱۱ کلاشينکوفونه، ۲ پيکا، ۲ راکټه، يوه شل ټکه سلاح، يوه ۵ ټکه سلاح، يو صندوق د کلاشينکوف مرمۍ، ۴ مخابرې، ۱۲ ماينونه، يو زرنج، ۱۱ موټرسايکلان او ۳ خېمې يې نيولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *