توریالی ویسا

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-۹-۲۴

کندهار، افغانستان- د کندهار سرپرست والي وويل د ولسمشر د ۳۹ فرمان له مخي دي مستحق بنديان له محبس څخه خوشي سي.

د نن ورځي په امنيتي غونډه کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د ملي امنيت رئيس جنرال عيسی محمد، د امنيه قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي، د افغان او ايساف ځواکونو يو شمېر استازو ګډون کړی وو.

د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل د ولسمشر د ۳۹ فرمان له مخي دي مستحق بنديان ژر تر ژره خوشي سي. ولسمشر اشرف غني د دوولسمي په مناسبت د يو شمېر بنديانو د خوشي کولو ځانګړی فرمان صادر کړ. ښاغلي ويسا وويل د دغه فرمان له مخي دي د بنديانو دوسيې وڅېړل سي او په نن و سبا کي دي مستحق بنديان خوشي سي، تر څو بنديان خپلو کورونو ته ستانه سي او نور له خپلو کورنيو سره ژوند تېر کړي.

ښاغلي ويسا د غونډي په پيل کي ټولو امنيتي مسوولينو ته د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وروپېژندی او ويې ويل چی شمسي باانرژي ځوان او د ډېر ښه فکر خاوند دی او له امنيتي مسوولينو څخه يې له شمسي سره د همکارۍ هيله وښوده. ويسا ارواښاد عبداللطيف اشنا او عبدالقديم پتيال ته د فردوست جنت دعا وکړه او ويې ويل چي د دوی ځای به تل خالي وي.

نوموړي له ايساف څخه افغان ځواکونو ته د واک له انتقال څخه خوښي وښوده او ويې ويل چي نور افغان ځواکونه د امنيت په باب مسووليت لري او د خپلو ځواکونو فعاليتونه يې وستايل. ښاغلي ويسا له ايساف څخه مننه وکړه چي افغان ځواکونه يې په ښه ډول روزلي او له هغوی څخه يې د افغان ځواکونو په تربيوي برخه کي د دوامدارو مرستو هيله وکړه.

نوموړی وايي د افغان ځواکونو د هلوځلو له امله ولسوالۍ فعالي دي. هغه وايي: په ولسواليو کي ادارې سته. امنيتي وضع ډېره ښه ده. د دښمن تهديدات ډېر کم سوي دي. ما ته له بهر او د افغانستان له نورو ولايتونو څخه مبارکۍ راکول کيږي چي د کندهار امنيت تر نورو ولاياتو ډېره ښه دی او د دې يوازينۍ علت د امنيتي ځواکونو همږغي او ژمنتيا ده. زه له ټولو افغان امنيتي ځواکونو څخه هيله لرم چي د واک له انتقال سره نور هم خپلو مسووليتونو ته متوجه سي.

نوموړي داراز د سولي شورا له فعاليتونو څخه خوښي وښوده او ويې ويل چي په دې وروستيو کي د شورا هلي ځلي زياتي سوي دي. هغه زياته کړه د سولي شورا فعالين بايد د پوليسو حوزو او مراکزو ته ولاړ سي، له خلکو سره غونډي جوړي کړي، له علماوو سره وخت ناوخته کښېني او د مساجدو له مسوولينو سره د سولي په باب خپل نظريات شريک کړي، تر څو خلک په نظري لحاظ د خپل هيواد ابادۍ او سوکالۍ ته اماده سي. نوموړي ټينګار وکړ چي د سولي شورا بايد په تبليغاتي برخه کي نوري هڅي هم وکړي.

ښاغلي ويسا داراز خوښي څرګنده کړه چي په دې وروستيو کي ټرافيکي عوايد لږ سوي دي. هغه وويل د ټرافيکو عوايدو لږېدل د دې شاهدي ورکوي چي خلک يوه قانوني سيسټم ته لوېدلي دي، قوانين مراعتوي او له اصولو څخه سرغړونه نه کوي. په غونډه کي پر ځينو هغو مسايلو هم بحث وسو چي د کندهار اوسېدونکو د ولايت مقام د شکاياتو پر شمېره خپل پيغامونه پرې ايښي ول.

د امنيه قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وويل چي د تېري اوونۍ په اوږدو کي يې ۳ وسله وال مخالفين وژلي، ۷ يې ژوندي نيولي او ۲۱ يې مشکوک کسان نيولي دي. نوموړي زیاته کړه چي په ورته وخت کي يې يوه مخابره او ۲ موټرسايکلان نيولي او ۳ موټرسايکلان يې سوځولي دي. د ده په خبره چي ۵۶ بېلابېل ماينونه، ۳ لاسي بمونه، ۵ پاکټه باروت، ۱۰ توغندي او ۸ د ۷۵ ملي مترۍ توپ مرمۍ يې نيولي دي.

اطرافي وايي تېره اوونۍ يې ۲۱ ګرامه هيرويين، ۷۵۰۰ کيلوګرامه مخلوط چرس او ۷ تنه مظنونين نيولي دي او ۱۰ معتادين يې د تداوۍ مرکز ته معرفي کړي دي.

د ملي امنيت منسوبينو د تېري يوې اوونۍ په اوږدو کي يو ځانمرګی بريدکوونکی، يو د وسله والو مخالفينو قومندان، ۱۴ نور ترهګر او يوه اندازه وسلې او مهمات نيولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *