خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-۹-۱۸
کندهار، افغانستان- د کندهار سرپرست والي د دغه ولايت امنيت د نورو ولايتونو په پرتله ښه وباله.
په امنيتي غونډه کي چي نن په ولايت مقام کي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشري جوړه سوې وه، د امنيه قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي، د افغان او ايساف ځواکونو يو شمېر استازو ګډون کړی وو.
سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د کندهار امنيت د نورو ولايتونو په پرتله ښه وباله او په امنيتي برخه کي يې د ټولو امنيتي ځواکونو له سرښندنو څخه مننه وکړه. نوموړي وويل چي په کابل کي نژدې هره ورځ امنيتي پېښي رامنځته کيږي، خو په کندهار کي د امنيتي ځواکونو زيات فعاليت او هڅي د دې سبب سوي چي امنيتي وضعيت کنټرول کړي.
ويسا زياته کړه دښمن په دې وروستيو کي ډېري هلي ځلي کوي چي امنيتي حالت خراب او ګران هيوادوال يو ځل بيا د غم پر ټغر کښېنوي، خو امنيتي ځواکونه د دوی په وړاندي مقاومت کوي او پلانونه يې ورشنډوي.
ښاغلي ويسا د امنيتي وضعيت په سمون کي د خلکو رول مهم وباله او د کندهار له اوسېدونکو څخه يې مننه وکړه چي د خپلو امنيتي ځواکونو تر شا ولاړ دي. هغه تکراراً د کندهار له اوسېدونکو څخه وغوښتل چي که څوک پر کوم چا شک ولري، ژر تر ژره دي له امنيتي ځواکونو سره په تماس کي سي، تر څو د خپلو هيوادوالو ژوند يې ژغورلی وي.
د امنيه قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وويل چي د رواني اوونۍ په اوږدو کي يې ۵ ځانمرګي بريدکوونکي له منځه وړي، ۴ وسله وال يې وژلي، ۴ يې ټپيان کړي او ۲ نور يې ژوندي نيولي دي. نوموړي زياته کړه چي يو پيکا، يو سل ډزې اسلحه، دوې مخابرې، يو موټرسايکل، ۶۸ بېلابېل ماينونه، ۷۰ کيلوګرامه باروت، ۲۰۰ د باروت فلټران، ۳۳ د ماين ريموټ کنټرولونه، ۳۶۰ د ماين پټاکۍ، ۲۴ د ماين کانچې، ۲۵۰ متره ثانيه سوز لاين، ۱۳ د ۸۲ ملي مترۍ مرمۍ، ۳۱ د هاوان سرګلولې، ۱۰۰ د دهشکې مرمۍ، ۴۰۰ د پيکا مرمۍ، ۶ د کلاشينکوف پرتلې، ۲۰ د راکټ پټاکۍ، ۸ د دهشکې خالي شريد بکسونه، ۲۸ د مرميو بېلابېل بکسونه او يوه د زيکويک پايه نيول سوي دي.
د هغه په خبره ۲۱ ګرامه هيروين، ۲ ګرامه شيشه او ۱۵ ګرامه چرس يې نيولي دي. ده داراز زياته کړه چي ۵۵ معتادين يې د تداوۍ له مرکز څخه فارغ کړي دي.
د کندهار د لوی محبس مدير ډګروال غلام فاروق وويل چي په بنديخانه کي يې د سلو بنديانو لپاره نوی بلاک جوړ او رسماً پرانيستی. هغه زیاته کړه د دې بلاک له پرانيستلو سره د ګڼو بنديانو ستونزي حل سوې دي.