هميم جلالزی
د شنبې پر ورځ چې د رايو ورکولو مرکز ته ولاړم،د نادرشاه افشار ددې خبرې مفهوم مې محسوس کړ، چې وايي، برياليتوب ماته له دې کبله خوند راکوي، چې زه پکې د خپل وطن، ښځې، سپين روبي او ماشومان خوشاله وينم. زما په اند د ولسپاله او ملتپاله انسانانو لپاره رښتيا هم تر دې لوی بری نشته، چې ولس يې خوښ او هوسا وي. دغه بری موږ ټولو د شنبې پر ورځ وليد.
د ټاکنو پر ورځ زموږ د خلکو په څېرو کې خوښي له ورايه ښکارېده او دا له برياليتوب پرته بله مانا نه ورکوي. له کړکېج وروسته او يا په کړکېچ کې ښکېلو هېوادونو په منځ کې افغانستان د شنبې د ورځې په ټاکنو سره نړۍ ته يوه مثبته بېلګه وړاندې کړه. د رای ورکولو پر شرایطو د برابرو کسانو تر نيمايي زياتو خپلې رايې وکارولې.
په ځينو سيمو کې د ګوتې غوڅېدو څه بلکې د سرغوڅېدو خطر هم و، خو تر اوسه پورې رسنيو ته داسې کوم راپور نه دی راغلی، چې څوک دې ګنې له وېرې څخه د رای ورکولو مرکز ته ورغلي نه وي.
په ښار کې چې په موټرو کې سپور يم، تر هر څه مخکې د خلکو د ښي لاس سبابې ګوتې ته ګورم، چې رنګولې يې ده او کنه. د خلکو د رنګېدلې ګوتې پر ليدو دومره خوښ شم، لکه يو نابلده مساپر چې په پردي ښار کې کوم خوږ ملګری ومومي.
په ټاکنو کې د تصور خلاف د افغانانو پراخ ګډون د نړۍ ذهنيت بدل کړی دی. پرون يو شمېر عربي او انګريزي ورځپاڼو ليکلي و، چې د رايو ورکولو په بهير کې د افغانانو پراخ ګډون په واقعيت کې طالبان ننګولي دي.
هر څه ممکن دي
څه باندې دوه کاله مخکې چې د غزني په اندړو کې پاڅون وشو، د هېچا زړه ته نه لوېده چې د څو بېوزله، فقيرو او محرمو کليو څو په تن وچ او سوځېدلي ځوانان او کمزوري سپين ږېري به د طالباني قهر تاب راوړي او يا به ورته ټينګ شي.
هر چا چې به لومړی د پاڅون کيسه اورېده نو زړه ته به يې نه لوېده. دوی اورېدلي و، چې اندړ د غزني تر ټولو نا ارامه ولسوالي ده او د ۲۰۱۰ کال په ټاکنو کې د ګوتو په شمېر رايې پکې کارول شوې وې.
واقعيت هم همدا و، چې په دغې ولسوالۍ کې طالبانو هومره زور نيولی و چې آن د نويمې لسيزې په وروستۍ نيمايي کې يې د خپل حکومت پر مهال نه و.
خو ولس همت وکړ او د ولس همت هېچا مات نه کړای شو. اوس د دريو کليو پاڅون يوه لويه سيمه له طالبانو خلاصه کړې ده او د ټاکنو په ګډون ټول ملي بهيرونه پکې د پلي کېدا وړ دي.دوستانو مې راته کيسه کوله چې د شنبې پر ورځ په همدغې ولسوالۍ کې ښځو هم رايې اچولې دي.
د ټاکنو پر ورځ مې يو ځل بيا د ولس د همت ننداره وکړه. د ملتونه تاريخ جوړونه همدا ده، چې له وېرې او ترهې پرته راووځي او د خپل برخليک لپاره خپله رايه وکاروي.
د ټاکنو د ورځې حماسه ډېره لويه وه او ټولې هغه سيمې يې رانغاړلې چې څو کاله پکې طالبانو راج چلولی و. د ټاکنو معمول دا دی، چې له څو کسانو به يو کاميابېږي، خو زما په اند د شنبې د ورځې په ټاکنو کې اصلي کاميابي زموږ د ولس ده.
مشروعيت
په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې پرمختګونه ښه نه و. په دولت کې دننه ناندرۍ او کمزورتياوې وې او له دولته د باندې هم له نړۍ سره زموږ روابط د حساب وړ نه و. له تېرو دوو کلونو راهيسې د ټاکنو د ځنډولو ګنګوسېهم وې او لامل يې هم نا امني بلله کېده. خو زما په ګډون د ډېرو خلکو وېره دا وه، چې که ټاکنې وځنډېږې مانا به يې دا وي، چې د افغانستان ډيموکراسي نوره ودرېده او مخکې نه شي تلای. ځکه يو شمېر افغانانو ټينګار کاوه، چې په هر ډول حالاتو کې بايد ټاکنې وشي، چې لږ تر لږه دغه دود ژوندی وي او ممکن د وخت په تېرېدو سره ښه شي.
زموږ وېره پر ځای وه. موږ پخپل تاريخ کې د واک او اقتدار د سوله ييز انتقال بېلګې نه لرو او که تاريخ وګورو، نو دلته له يوه شخص څخه بل ته د واک انتقال همېشه د يوې غمېزې پيل وي. کله چې به ولس بې تفاوته پاتې شو واکمنانو به ترې ناوړه ګټه اخيسته او بيا به يې د کلونو او يا لسيزو لپاره هېواد له کړکېچ سره مخامخ کړ. دا ټول کارونه هغه وخت کېدل، چې ولس پخپله د خپل برخليک په اړه ډېر لږ او يا ګرد سره فکر نه کاوه. په تېرو څو کلونو کې چې د ولس او نظام تر منځ واټن زيات شو، يو ځل بيا همدا تصور را ژوندی شو، چې ممکن ولس بيا د خپل برخليک په اړه بې تفاوته پاتې شي. دغه تصور د خلکو وېره نوره هم زياتوله.
خو وروستيو ټاکنو هر څه سرچپه ثابت کړل. په دې ځای کې بايد ولسمشر کرزی وستايل شي، چې د افغانستان د مشروع ولسمشر په توګه يې دې ته فرصت برابر کړ، چې ټاکنې وشي او واک په سوله ييز ډول خپل خلف ته پرېږدي. خلک هم بايد وستايل شي، چې د تېر خلاف يې دا ځل غبرګون جدي او رغوونکی و.
که خدای مه کړه ټاکنې نه وای شوې او يا ناسمې وای، ممکن د راتلونکي نظام مشروعيت يې هم له سوال سره مخامخ کړی وای او دا ضمانت هم نه و، چې هېواد دې بېرته کړکېچ ته ور ټېل نه وهل شي. ولس افراطيت، طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو ته پخپله هره رايه باندې يو منفي ځواب ورکړ. معلومه شوه، چې ولس له چا سره دی، له طالب سره او که له نظام سره؟
د عطف ټکی
د نړۍ په کچه په کړکېچ او شخړو کې ښکېلو او يا ترې وتونکو هېوادونو کې انتخابات د ډيموکراسۍاو د نظام د دوام د عطف ټکی دی. په کومو هېوادونو کې چې د ولس برخليک په ټاکنو پورې تړل شوی او ټاکنې شوې دي، هلته ولسواکي دوام موندلی او په کومو کې چې دا کار نه دی شوی، بېرته کړکېچ ته ټېل وهل شوي دي.
افغانستان د ډاکټر نجيب الله له حکومته وروسته پر همدغه بريد ولاړ و، خو له بده مرغه ټاکنې و نه شوې او هېواد مو تر اوسه پورې په کړکېچ کې ښکېل پاتې دی.
زموږ وېره اوس هم همدا وه، چې که ټاکنې و نشي، نو خدای مه کړه، چې هېواد به بېرته کړکېچ ته ور ټېل وهل شي او نوې ټوکېدلې ولسواکي به له جرړو و ايستل شي، چې د بيا ټوکېدلو امکانات يې ممکن په لسيزو آن يوې پېړۍ کې بېرته تر لاسه نشي.
خو ولس وښوده، چې دوی پر ولسواکۍ باور لري او د خپل برخليک په تړاو بې تفاوته نه پاتې کېږي.
زما نظر دا دی، چې ولس ولسواکۍ ته رايه ورکړې ده او دا چې هر څوک د ولس په رايه بريالی کېږي، د يو مشروع نظام په سر کې به ځای لري. ولس پخپلو رايو سره په افغانستان کې د ديموکراسي عمر اوږد کړ او د ولسواکۍ دښمنانو ته يې جدي ماتې ور کړه. ولس په ټاکنو کې پخپل ګډون سره ددې ضمانت وکړ، چې هېواد به دا ځل کړکېچ ته پرېنږدي.
د انګېرنو پر خلاف زموږ ټولنيز شعور وده کړې ده. دوی د خپلې يوې رايې په ارزښت پوه شوي دي. دوی پر دې پوهېدلي دي، چې رايه له وطن سره معنوي اړيکه ده او دغه اړيکه بايد ژوندۍ پاتې شي. زموږ ولس دا ځل د يوه ويښ، با مسوليته او باشعوره ولس په توګه ځان ثابت کړ.