«ويـښ ملـت» د هـند د ولـسمشر عبـدالـکـلام ازاد ارزښتـناک اثر دی چي لعل الدين عـاطف ئې پښـتو ژبـاړه کړېده. ما ترې ځيني مرغلري«ويناوي» را اخيستي له تاسو سره ئې هم شريـکوم.
د ژبـاړن دا وينا ترې مخکي کوم
«ويښ ملتونـه د هيواد د پرمختګ اوټولني د هوسايني لپـاره کارکوي دعلم او پوهي لـه لاري بدمرغۍ، ځانځـانۍ او ناخوالـو تـه د پـای ټکی ږدي.»
پيـل د عبدالکلام ازاد پـه دې وينـا:
زه دا کتـاب د دې لـپاره ليکم څو هغو خلکو تـه پرې ماتـه ورکړم چي موږ تـه ئې د يوې منـډيـۍ سوچ کــړی او خپل خام توکي پر موږ پلوري. د دې کتاب ځوان لوستونکي بايـد زموږ غږ واوري او پـه حرکت راشي.
*بريـاليـتـوب لـه ناکامۍ څخه لاسـتـه راځـي.
*علم د پرمختـګ او خوښۍ سـبـب دی.
*د نورو دروازې ټکول هيـڅ ګـټـه نـه لري د خپلو خيالونو د ريښتيا کولو لپاره موږ حل لاري تـه اړتـيـا لري.
*زه په دې عقيده چي که موږ پرخپلو موخو باور ولرو نو هغه خوبونه چي موږ ئې وينو ضرور پـه حقيقت بـدلـيـږي.
*دا خبره ښکاره ده چي له زيار و زحمت پرته هيڅ کار هم نه تر سره کيږي او په زيار و زحمت سره هر ډول سخت کارتر سره کيږي.
*غوره خلک د انسان د ښه والي لپاره کارکوي خو انسانان د بربادۍ او تباهۍ وړتـيا هم لري.
*ځان پېژندل هيله بښونکی نظر دی.
*موږ بـايـد خپـل ويـده ځواک را بـيدار کړو لو لـه خپل تېر وخت نه درس واخلو.
*ځوانـان د هيواد شتمني ده، ځوانانوته بايد د خپل ژوند دښه والي لپاره لارښوونـه وشي.
*د رغـونـکو هلو- ځلـو لپـاره بـايـد مـلا وتــړو.
*ذهـنـونـه داسي روښـانـه کړو چي د مـلـت لـپاره د سولي، خوښي، برکت او نـېکبختۍ سبـب شي.
*موږ بـايد د خپل ژوند لپاره موخي وټاکو ځکه موخي ټـاکل ذهنونه بيـداروي.
*نور خلک نشي کولای چي موږ نـاکام او بريـالي کـړي يوازي موږ يو چي دا کار تر سره کولای شـو.
*که هر څومره لـه ستونزو سره مـخامخ کيږو بايـد زغم او حوصله له لاسـه ورنـه کړو.
*کـه موږ موخـه ولـرو نو پـر مخـتګ هم کولای شـو.
*د داسي سيـاست پوهانـو د رامنـځتـه کېـدو لپاره دعا وکړئ چي د هيواد د پر مختګ لپاره کار وکړي.
*زموږ تـاريخ، دودونـه اوکلـتورهم زموږ د پوهنتونـونو پـه څـېر د علم او پوهي سرچينې دي.
*ای خدايـه، زما د هيـوادوالـو پــه ذهـن کي فکـر او عمل دواړه پيدا کړې او هغوی پـه اتـفاق ولـرې.
*زما د هيواد مذهبي مشرانـو تـه دا توفيق ورکـړې چي هغوی خلک لـه قـومي او مذهبي جګړو وژغـوري.
*مشرانو او عـامـو خلکو تـه دا فکـر وکـړې چي د افـرادو پــر ځای د ټـولو هيوادوالو خـدمت وکړي.
* ای خدايـه، زما خلکو تـه همت ورکړې د هيواد د ابـادۍ او د خلکو د خوښۍ لـپـاره کار وکـړي.
*ای خدايـه،تـه زموږ خلکوتـه دا ځواک ورکړې چي شر او ناامنـۍ له منځـه يوسي او زموږ هيواد او خلکوتـه خوښي ور پـه بر خـه کړ.
