ضمير څار –
کابل: د وېښ ځوانانو غورځنګ، تېر ماښام د کابل ښار پر غني خان واټ، د سلګونه هېوادوالو په ګډون د زمري ۲۸مه د هېواد د خپلواکۍ ۹۵يمه کليزه په ډېر شور او ځوږ ولمانځله.
دغه لمانځغونډه، چې د ماښام له اوو بجو پيل او تر ساعتونو يې دوام وکړ، ګډونوالو يې په لاسونو کې د هېواد جنډې خوځولې راخوځولې او د ويناوو سربېره يې ملي اتڼ او ملي سندرې واورولې.
د زمري ۲۸مه د هېواد د خپلواکۍ ورځ ده، چې د وخت شاه غازي امان الله خان له برتانوي يرغلګرو افغانستان ازاد کړ.
دغه ورځ، تل د وخت د حکومتونو له خوا په شانداره مراسمو لمانځل کېده؛ خو له دې څو کلونو راهيسې يې اوسني حکومت لمانځنه يوازې تر يوې ورځنۍ عمومۍ رخصتۍ رالنډه کړې ده.
د ويښ ځوانانو غورځنګ، چې د لوی افغانستان لپاره مبارزه کوي، درې کاله وړاندې د دغې ورځې لمانځل پيل کړل، چې اوس نه يوازې دغه غورځنګ بلکې يو شمېر نورې سياسي او ټولنيزو ډلو يې لمانځل پيل کړي.
د دغه غورځنګ مشر، اسرار احمد خان کريمزي، په خپله وينا کې وويل، چې دوی د لوی افغانستان د دفاع او ملي ورځو نمانځنې ته ژمن دي.
نوموړي زياته کړه: “يو شمېر خلک شته چې په افغانستان کې د مرسي، اردوغان او نورو برياوې لمانځي او د قاضي حسين احمد فاتحه اخلي خو د خپل هېواد د ارګون په څېر غميزه غوږ نه ښوروي او پر ملي ورځو کې غلي ناست وي.”
د ويښ ځوانانو غورځنګ په هېواد کې د پاکستان پر لاسوهنو او د ډيورند کرښې پر مخالفت هم په وار وار غبرګونونه ښودلي دي.