د نړيوال تاريخ په عبرت ناکو او له پېښو ډکو پاڼو مو کله کله په داسې شخصيتونو سترګې پرېوزي چې له وخت او زمان يې مخکې ګامونه اېښي دي، په خپلو نابغه فکرونو او ښکلو پنځونو يې هر ډول جبر او ظلم ته ماتې ورکړې ، د ژوند ډېر تياره ګوټونه يې د د هڅو او پوهې په ډېوه روښانه کړي ، ډېر لار ورکي او دردمن کسان يې د سعادت او نېکبختۍ لور ته سوک کړي دي .
دا ډله کسان چې د لوړو او عالي ذوقونو خاوندان دي کلونه کلونه يې خواري کړې ، د عمر بلا شپې يې رڼې کړې دي او د خپلو زحمتونو په پايله کې توانېدلي چې نړوال شهکارونه وپنځوي .
تر اوسه په نړۍ کې داسې څوک ندي تېرشوي چې غير له زحمت، کوښښ ، مينې ، جذبې او لټون پرته دې له ښکلا او نوښت ډک آثار خلق کړي .
په نړۍ کې دا سې کسان چې د عضمت او جلال لوړو پوړيو ته رسېدلي کم ندي ، خو کم شمېر داسې دي چې ياد يې پېړۍ پېړۍ پاتې او د ادب په دنيا کې يې تر بې شمېره کلونو پورې ژوند کړی او لا هم ژوند دي .
سعدي شېرازي د ايران ، ګوته د جرمني ، پوشکين ، تولستوی ، لرمانتوف او ګورګي د روسي ، شکسپير او اسکار وايلد د انګلستان ، اليګايرې دانته د اېټاليا، خوشال خټک د افغانستان …. او علامه اقبال لاهوري ، د نړيوال ادب پېژندل شوې او تلپاتې څېرې ياديږي ، دا هغه نومونه دي چې هر يوه د خپل هېواد د ادب د پلار لقب تر لاسه کړی دی ، په همدې کسانو کې ويکتورهوګو ، لامارتين او شاتو بريان د فرانسې نړيوالې څېرې دي له دوی هوګو هغه کس دی چې نړيوال ادبي شهکارونه يې خلق کړي ، د هوګو آثار د نړۍ بېلا بېلو ژبوته چې شمېريې تر څلوېښتو اوړي ژباړل شوي .
نوموړي بشر دوست شاعر ، ليکوال او ننداره ليکونکی د ۱۸۰۲ زيږديز کال د فبر ورۍ په ۲۶ د فرانسې په بزانسون ښار کې نړۍ ته سترګې وغړولې د موشومتوب دوره يې له خپل پلار سره له يوځايه بل ځای ته په يون او سفر تېره شوه، کله يې چې د زدکړو وخت راغی د بستان ته لاړ ، له څو کلونو زدکړو وروسته يې د دوه وروڼو په مشوره چې له ده مشران وو د يوې اونېزې د خپراوي چارې پر غاړه واخستې .
هوګو په څوارلس کلنې کې په ليکوالۍ لاس پورې کړ او په لږ وخت کې يې د ادبې مضمونونو په ليکلو کې بريا تر لاسه کړه ، هغه سريزه چې ده د (کرمول) په نندار ليک ليکلی وه ، د فرانسې په ادبياتو کې د رمانتېزم ادبې سبک په توګه وپېژندل شوه .
د هوګو له هماغه ځوانۍ څخه له ليکوالۍ سره لېونۍ مينه پيداشوه ، ده نه غوښتل چې د يوه داسې سبک لارويان نړۍ ته پرېږدي چې ژوند يې تر يوه خاص پير پورې محدود وي ، د ده زړه په هغه خلکو سوزېده چې الوت به يې کاوه خو نه کوم مکان ته ورسېدل او نه هم کومې لوړې ماڼۍ ته .
هوګو د شاتو بريان د شعرونه او آواز مينوال وو او خوند يې ترې اخيست ، د ليکوالۍ په پيل کې يې ويل : غواړم شاتوبريان و اوسم . خو وروسته همدا ليکوال او هنرمند داسې مقام ته ورسېد چې خلکو به په تعظيم سرونه ورته ټيټول ، هوګو په حقيقت کې خپلې موخې ته ورسېد ، دی وتوانېده چې د خپل خيال باز تر هغه لوړ کړي څو خپله ورکه ومومي او تر لاسه يې کړي. هوګو د ليکوالۍ په چارو کې زيات دقيق او د هرې کليمې ځای ځاګی ورمعلوم وو ، د هرې نقطې او نښې د کارولو تول يې درلود .
دهوګو بېنوايان يا بېوزلان ناول په نړۍ کې زيات شهرت لري او پر کيسه يې زيات فلمونه هم جوړ شوي دي ،د پارېس د نتر دام کليسا يې بل ناول دی – داداستان هم ډېر په زړه پورې دی چې له بېنوايان څخه وروسته ډېر مينوال لري نوموړي داستان له يوې تاريخې حادېثې نه الهام اخلي او مينه يز رنګ لري ، د نورو آثارو نومونه هم وګورئ : سمندري کار ګران ، هغه سړی چې خندل يې ، کوچنی ناپلئون ،د تاريخ جنايت ، د يوه محکوم آخري ورځې ، الپ او پرينه ، درينوي ۹۳ ، د مينې پاڼې، د پېړۍ افسانې، فرانسه او بلجيم، د ادب د نړۍ دا او نورې ملغلرې له نوموړي شاعر نړيوالو ته په ميراث پاتې دي .
ويکتور هوګو له ۸۳ کاله ژوند وروسته په ۱۸۸۵ زيږديز کال د خپلې مېرمن ژولېټ له مرګ وروسته له نړۍ سره مخه ښه وکړه ، هوګو له بېنوايانو سره دومره علاقه درلوده چې آن وصيت يې کړی وو چې جسديې بايد د خوارانو ( ګدايانو) په تابوت کې هديري ته يوړل شي .
ويکتور هوګو وايې : هر سړی د خوشالۍ دوې ورځې لري يوه د واده ورځ ده او بله هغه ورځ چې خپله مېرمن خاوروته سپاري .
۱۳۹۳=۵=۱۴ د وردګو د ملي راډيو دفتر