ما ته هم په شور کې خوب نه راځي او تاسې ته به هم په شور کې خوب درنه شي، خوب ارام چاپيريال ته اړتيا لري، عبد الرحمان بابا هم کټ مټ دغه خبره کوې:

خوب خندا په بېغمۍ کيږي رحمانه
چې په زړه يې غم د يار وي څه به خوب کا

رحمان بابا هم د غم شور يادوي، هغه د خپل وجود په داخل کې د دغه شور له کبله نه شي کولی چې سترګې پټې کړي او ويده شي، خو ژرنده ګړی د ژرندې په ودرېدو راويښيږي، د ژرندې د پلونو او اوبو په شور کې بېغمه ويده وي، ځکه چې د ژرندې په شور کې خپل ژوند ګوري او پر عکس هم سمه ده او له دې نه دا هم جوتيږي چې نامحسوس شور له محسوس شور نه غښتلی دی، خو زه چې د چا خبره کوم هغه زموږ شاعره ده چې د زمانې په خلکو چېغې وهي چې غلي شئ:

25
خدايه د دې خلکو عجيبه شور دی
ان چې لاسونه په غوږو کې کېږدم
نو بيا يې هم اورمه
داسې څوک شته چې ورته دا ووايي
د خدای لپاره لږ ساعت غلي شئ
ماله په دومره شور کې خوب نه راځي

هغه شور چې شاعره يې د خوب د رارسېدو پرمهال اوري نا اشنا شور دی، د موټرو شور نه دی، د تالندي شور نه دی، د امريکايې بې پېلوټه طيارې د بريد شور نه دی دا د ماشومانو شورهم نه دی چې کله ناکله په سړي خوږ خوب تريخ کړي، د لويانو شور دی چې زموږ شاعره خوب ته نه پريږدي، لومړی خپل رب د دې خلکو په شور ګواه نيسي او ورپسې د شور په اړه جزئي تصويرونه وړاندې کوي، چې که په خپلو غوږونو کې لاس هم کېدم بيا يې هم اورم.

دغه شور چې شاعره يې اوري کوم فيزيکي شور نه دی، دا د شاعرې په زړه کې له هغه تصوير څخه رازيږېدلی شور دی چې ټولنې ته معکوس وړاندې شوی دی، دغه ګونګسې د شاعرې په زړه کې يو داسې شور پيدا کړی دی چې هيڅ نه غلی کيږي، او شاعره يې اړ کړې چې دغه خلکو ته د خپلې سپيڅلتيا او حيا ثبوت ورکړي او ورته ووايي چې د چا د مينې په نکريزو يې لاس نه دی سره کړي. شاعره که د خپل ځان څخه د خلکو تهمتونه نفي کوي خو په ضمني ډول خپل ځان ته لطافت او نازکتوب منسوبوي، او بيا د خپل ظاهر او باطن د يو والي خبره کوي. هر انسان چې له عدم نه وجود ته راځي نو درې څهرې لري، يوه هغه څهره ده چې دا پرې پيدا شوی، دوهمه هغه ده چې دا په خپله خپل ځان ويني او دريمه هغه ده چې نور يې ويني.

رحمان بابا وايي:

څوک دې راکاندې قسم په کردګار
که درهم لرم په کور کې يا دينار
زه درهم او دينار نه لرم په کور
ولې نور خلک مې بولي دنيا دار

رحمان بابا په پورتني بيتونو کې خپلې دوه څهرې روښانه کړي دي، لومړي بيت کې خپله هغه څهره وړاندي کوي چې دا يې وينی، په دوهمه کې هغه څهره وړاندې کوي چې نور يې ويني.

نو ځکه درويش دراني په دې ټينګار کوي چې:
زړه ته يې وګوره چې تور نه وي د کفر په څېر
مخ ته يې مه ګوره چې سپين لکه ايمان دي خلک

زموږ له شاعرې نه هغې څهرې خوب تښتولی دی چې نور يې ويني نو اړه شوې چې خپله څهره خلکو ته په خپل شکل وښايي او د دغه څهرې په اړه د نورو شکونه لري کړي:

زما لاسونه که نازکه دي د چا په وينا
دغسې پاک هم دي سپيڅلي هم دي
زما وجود نه د چا بوي نه راځي
زه د چا ذات سره تړلې نه يم
ما د هيچا د محبت نکريزي
په لاسو نه دي ايښي
ما چې دعا کړې د چا سترګې مې نه دي غوښتي
خپله حيا مې غوښتې
خپله پښتو مې غوښتې
مالباسې سينګار په هيڅ يو وخت کې نه دی کړی
………….
:::::::::::
خو هغه خلک چې زما په لمن تور لګوي
زما پښتو له مانه وانخلي
ما د ژوندو له حقه ونه باسي
زما اعتبار په اعتبار واړوه
زما تصوير زما په شانې جوړ کړه
څنګه چې زه يمه او څنګه چې زما احساس دی

دغه خوږه ژبې شاعره نبيله وفا ده چې خپله څهره يې په اوبو جوړه څهره” کې خلکو ته وړاندې کړې ده، او مازيګر خپرندويه ټولنې په يو سل شبږ شپيه مخه کې د کتاب په بڼه وړاندې کړی دی.

وايي چې شاعر په خپلو شعرونو کې اوسيږي، د پښتو ژبې خوږ ژبی شاعر اباسين صيب وايي:
“زما فن زما د فکر ترجمان دی”.

او د لومړي ځل لپاره ساپوهنې (علم النفس) هم د دې خلکو په اړه د علم بڼه غوره کړه، که که څه هم په پښتو ادب کې ساپوهنيزه کره کتنه نشته او ځېنې کره کتونکې پرې له دې امله باور هم نه لري چې نن سبا ادب يو حرفوي شی ګرځېدلی نو ځنګه به په شاعر صدق وکړي، يعني شاعر د خپلو خبرو په منځ کې ژوند نه کوي، شاعر يو ممثل دی او دا چې هر څه ليکي يوازې يو تمثيل دی، خو زموږ شاعره موږ ته تمثيل نه کوي په خپلو شعرونو کې ژوند کوي:

د خپل غزل په اننګو کې چې خوندي پاتې يو
ستا د رباب په ټنګ ټکور کې به ژوندي پاتې يو

د آغلې په دغه شعري ټولګه کې ډېر لوړ فکرونه پراته دي، خو متمرکزه مفکوره يې د خپل رب سره د انسان مينه تشکيلوي، تل لاس په دعا ده چې مينه يې په هوس وانه وړي:
زه به د زړه ورونه پورې کړمه
هسې نه دا محبت چې مې په کور دېره دی
دا په هوس بدل شي
………….
د مينې په اړه ويل کيږي چې هغه مهال په هوس اوړي چې کله اضطراب او حيا له منځه ووځي او وصال په بيلتون بريالی شي، رحمن بابا وايي:

له حيا نه دې ومخ ته کتی نه شم
خدای راپېښه په وصال کې جداي کړه

که رحمان بابا يې په ژوند له ډېرې حيا نه مخ ته نه شي کتلی, نو وفا يې پس له مرګه هم له حيا نه مخ ته نه شي کتلی:

زه مرګ نه پس هم د يار سترګو ته کتلی نه شم
زما حيا په ما څه بل رنګ سلطاني کړې ده
خو همدغه انسان بيا حمزه بابا د ميني غل ګڼي:
غل د محبت غلطېدی نه شي
ځوک چې په محفل کې چاته نه ګوري
نبيله وفا په مجازي مينه ډېر باور نه لري،که څه هم صوفيان مجازي مينه د حقيقي ميني لپاره پل ګڼي:

بې له خدايه عشق د بل چا سره
زما باور نه راځي
زه ګومان نه کومه
چې هغه عشق دې د زړه عشق وي
هغه به خامخا هوس وي د زړه
او هوس ټول عمر شيطان کړی دی
…….
زما عزيزه ربه
زما په عشق کې د هوس اوبه راګډې نه کړې
زما د زړه اوبه شفافې ساته
اب زمزم غوندې
هر وخت چې دا اوبه په سر وخيژي
او د سيندونو سترګو وبهيږي
نو ښه په جار ووايي
چې ای عزيزه ربه
زه په تا يم که نه يم
ته په ما ډېر ګران يې

تاسې د دې نظم ورستي بيتونه بيا ولولئ نو د خپل رب سره به د شاعرې مينه درته په ډاګه شي، په وروستي بيت کې د شاعرې عاطفه انفرادي ده، او همدغه عاطفه لوستوال او اوريدونکی په دې اړ باسي چې شاعره په خپله مينه کې ريښتونې وګڼي، هغه په مزد مزدوري نه کوي، هغه د خپل رب رضا او مينه غواړي، څه فکر کوئ چې يو چا باندې خپل رب ګران وي نو هغه به په خپل رب څومره ګران وي، که يو څوک الله ته يوه لويشت نيږدي شي نو الله ورته يو ګز نيږدي کيږي……

غني بابا د خپل رب سره د ميني په برخه کې هغه ماشوم ته ورته و چې د خپلې غوښتنې له پاره په لويانو ډېر په جرئت ورځي، خپل رب په جانان يادوي:

ربه ای جانانه ربه
دغه يو سوال خو منظور که

خو که په آغلې نبيلې خپل رب ګران دی هم هغسې ترې وېره لري، او دغه وېره يې په خپلو خبرو کې په ډاګه کيږي، نو په هم هغو نومونو يې يادوي چې په قران او حديث ثابت دي:

ای زما خوږه ربه
ای زما ګرانه ربه
ته خو خبر يې چې
ته په ما ډېر ګران يې
تاسې وګورې چې دغه نظم يې د ندا په تورې پېل کړی، او غږ حاضر او مخاطب ته کيږي، نو خپل رب سره داسې خبرې کوي چې په زړه کې د مينې يو بې ساحله سمندر روانوي او سترګې لمدوي. د خپل رب عظمت او جلال يې په نظر کې نيولی دی او د خپل رب سره يې مينه ريښتونې ده، نو ځکه وايي چې ته خو خبر يې چې ته په ما ډېر ګران يې.

آغلې د خپل رب مينه د خپل زړه لاره او د خپل ژوند څراغ يې بولي:
ستا محبت زما د زړه د ژوندونونو لاره
زه بې له تانه هم هيڅ نه جوړيږم
………..
………..
ته خو خبر يې خدايه
ستا محبت زما د ژوند څراغ دی
زه چې هر څه وينمه ستا د محبت پېرزو ده

آغلې وفا عبادت مينه ګڼي، او کله چې هم عبادت وکړي نو زړه يې د پاکې مينې څخه راډک شي او کله چې مينه کوي نو خپل رب ورياديږي:

چې عبادت وکړم نو مينې نه مې زړه راډک شي
چې محبت وکړمه تا ووينم
ستا او د مينې دا تړون سره اشنا غوندې دی
يا ستا وجود ده مينه
يا ته په خپله محبت يې خدايه

دا غلې وفا په شعرونو کې د خپل رب سره مينه ډېره زياته انځور شوې ده، او ډېرې داسې خبرې په کې شته دی چې کتابونه پرې ليکل کيږي، خو موږ دلته يوازې يو څو بيتونو ته اشاره وکړه

هغه د حمزه بابا په خبره:

هسې نه چې تل زما په خوله احد او بدر وي
ولوله تاريخ د پاني پت خبرې هم کوم

نو اغلې وفا که له يوې خوا د خپل رب سره د خپلې سپېڅلې مينې خبره کوي نو له بلې خوا د ژوند په هره برخه د خپل فکر نيلی زغلوي او په ډېره خوږه ژبه يې وړاندې کوي، خپل سپرلی وجود په خپل خاوري وطن خوروي چې ښکلی شي، ښايسته شي، او د نورو وطنونو سيال شي:

خپل سپرلی سپرلی وجود پرې خورومه
د وطن د خاورو څلي مې په تن دي

زموږ شاعره که د خپل پښتنې چاپېريال نه لرې ده، او په پردي وطن کې د پرديسۍ شپې ورځې سبا کوي خو بيا هم په خپلې پښتو ننګ کوي او د پښتنو پېغلو زړونه د رازونو خزاني بولي:

موږ پښتنې پيغلې د هر غم سره اموخت لرو
موږه د راز پيټي هميشه په خپل ځېګر ساتو

آغلې وفا پښتو د انسانيت معيار ګڼي:

ستا په نظر کې به پښتون څه وي خو زه وايم چې
موږ په اوله درجه د انسانانو کې يو

د آغلې وفا د طنز ژبه هم ډېره خوږه ده:

زه چې له تاسره خبرې کوم
نو تاله خوب درشي په دغه وخت کې
په ځان مې دغه رنګ ګومان وشي
که چېرې زه په دوايانو کې وی
نو خامخا به د نشې ګولۍ وای

د آغلې نبيلې وفا په په دغه شعري ټولګه کې يو څه داسې شته چې بايد ګوته ورته ونېول شي، آغلې ځای پرځای خپل ځانته د مذکر په ضميرونو او مخاطب ته د مونث په ضميرونو او ستاينومونو خطاب کړی دی:

دا چې په لاس يې ماله نه راځي کوم تار د زلفو
ما په ځوانۍ کې د سړې جذبې ياري کړې ده

په هر حال د نبيلې د شعر ژبه خوږه او روانه ده، او زه ورته د دغه ټولګې مبارکې وايم او په ګانده کې ورته د نويو پنځونو هيله لرم، ګوتې يې زرغونې او قلم يې تاند غواړم او تاسې په پای کې د دغه شعرې ټولګې يو شرنګېدلي غزل ته رابولم:

ستا د يادونو په تاريخ مې صفحې واړولې
ډېرو غمونو مې په ژوند کې جذبې واړولې
زموږ په چم کې د رڼا ځلانده ستوري نشته
ځکه تيارو زموږ په څنګ کې دېرې واړولې
هغه زما په مينه اوس هم څه شکمن غوندې دی
ما چې د چا په ياد کې دومره مودې واړولې
ته د ژوندون په ښکلاګانو کې سرمسته يې تل
ما په غمونو کې د عمر لحظې واړولې
دومره نشه خو د ساقي په مېکدو کې نشته
څومره چې ستا خمارو سترګو نشې واړولې
ما ستا د حسن او غرور ثاني ونه موندله
که مې هر څو د سرو ګلونو څهرې واړولې
نوره يې خوښه اوس وفا که بې وفا مې ګڼي
ما خو جانان ته د خپل خيال آينې واړولې

د ۲۰۱۳ م کال د اپریل ۱۳مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *