اکبر کرګر||

هغه نوى له خوبه را پاڅيدلى و. يوه سترگه يې په لاس مږله. لاندې پوړ ته راکوز شو، د کوټې د لويي هيندارې نه يې د کور انگړ ته د خپل ليد نېلى وځغلاوه. شين چمن او گڼو شنو ونو يې په روح او روان کې لکه د برښنا څړيکه ليکه وکړه، شنې ونې د چمن شنه مخ ته راکړوپي وې. لکه چې ځمکې ته سجده کوي. هو ځمکې ته سجده کول اړينه ده، خو دوی دا مهال په رکوع دي. لا ځمکې ته نه دي ورغلي۔ ځمکه مور ده، خاوره متره او برکت لري، له خاورو يو اشنا او روږدى بوى راپورته کيده، لکه د انسان د تن بوى. لکه د سړي د روان او وجود بوى، ځمکه خپل برکت نه سپموي. د ونو لښتو او شنو څانگو د اوربل په څير د انگړ په شنه مخ او ټنډه راپرې وتې وې. لاروى ډېره شيبه دې منظرې ته ودريد. يوه شيبه فکر واخيست. بيرته يې شاته وکتل په څه شي پسې يې مخ واړاوه، په شاته ديوال کې چې يوه اوږده هېنداره ځاى شوې وه. خپل ټول قدو قامت ته يې پام شو، څيره يې په هينداره کې وليده. فکر يې څه بل شانې شو، د چمن شنو کبلو او واښو د شنو ونو څانگو ياد يې نور په ذهن کې ايسار نه شو، دانگړ له منظرې يې مخ واوښت. او بيا د انگړ په  څنگ کې وچ شوى او بي ښاخونو نيالگى ته ځير شو، وچه ونه چې له ډېره وخته د انگړ په يوه کونج کې ولاړه وه، ښاخونه يې لا له پخوا وهل شوي او بونډى وه، بيا يوه اوږده شيبه د وچ شوي اوبې خمبو نيالگې ته فکر يووړ. وچه ونه يا وچ نيالگي خپل پوټکي هم توږلي و لکه مار چې پوټکى وغورځوى، لغړ ولاړ و. يوازۍ دمرغيو يوه په لاس جوړه ځاله په کې ايښودل شوې وه ، خو مرغۍ هم پرې نه کښيناستلې، نيالگى وچ ولاړ و.

د دېوال په مخ ولاړې هېندارې د بيرون انگړ هر څه منعکسول. د لاروي  د کړوپې تنې او د بيرون انگړ هر څه موازې بريښېدل. يوه شيبه يو قدم شاته راغى. اوږود اسويلى يې وکيښ، لاسونه يې وغزول، ستوماني يې وويسته. او بيا د خپل ماشومتوب دوران ته ورستون شو .

٬٬کوچنې ماشوم له پلار سره دغره په لمنه کې نيالگي ايږدي.پلار يې په کلکو مټو ځمکه کيني، په بيل او کولنگ يې وهي. هغه په يوه شړگاه کې نيالگي کينوي ۔ خو ماشوم ترې پوښتي:

ولې پاس هغه دغره په لمنه کې نيالگي نه کينوې؟

پلار: هلته نيالگي نه شنه کيږي.

ماشوم : ولې نه شنه کيږي ؟  

دا ځکه چې هلته خاوره نه شته ، اوبه هم نه وررسيږي او چې اوبه ور و نه رسيږي نو ريښې نه کوي.

ماشوم: موږ به اوبه ورواچوو،

پلار:  اصلا په نا اشنا ځاى کې چې خاوره نه وي هلته ونې نه شنې کيږي، اوچي اوبه ونه رسيږي، نو نيالگى وچيږي. خاوره ډېره مهمه ده. هر نيالگى په هره ځمکه کې هم  نه شين کيږي او پلې نه کوي.،،

يوه شيبه يي په ياد کې را غله چې دغره په لمنه کې  په يوه سپيره ځمکه دکور نه اخوا ليرې نيالگي ايښودل په داسې حال کې چې د ژمې ساړه تېر شوي وو، د پسرلي شپه لگېدلې وه. اوبه په کښته ويالو کې ښې په شړک روانې وې. آسمان  وريځو پوښلې و، د لمر سترگه به کله را ښکاره شوه او کله به بيرته په وريځو کې پټه شوه. کله به يې بيرته په وريځو کې سر تاو کړ. يوه شيبه به مست باران په شړک واورېد او بيا به سملاسي لمر راوخوت. ماشومانو به چيغې کړې دا دى ٬٬دگيدړ واده،، پيل شو.

٬٬ بيا به يې پلار ته مخ واړاوه ، نو نيالگي او ونې هم هره يوه جلا  خاوره غواړي ؟

پلار : هوکنه. دهر نيالگي  له پاره ځانگړې ځمکه په کار راځي . ځيني نيالگې  په گټو کې نه شنه کيږي . ځينې ډېرې اوبه غواړې، ځينې په بارانونو کې شنه کيږي، خو هغه چې زموږ دځاى دخاورو سره  نا اشنا تخمونه وي زموږ په ځمکه نه شنه کيږي ،،

د ماشومتوب يادونو يو وار دهغه په ذهن يرغل وروړى و.بيا يې هم له وچې ونې سترگې وانه ړولي ، مخامخ وچه ونه  اوبيا په هېنداره کې دهغه قامت او  ونه ، خو کړوپه ونه، په دواړو منظرو کې دهغه فکر يو ټکي ته ورنږدې کيده. له ځانه سره وايي:   

ارومرو چې دا ونه په مناسبه خاوره کې نه ده کينول شوې. دا خاوره ددې ونې له پاره جوړه نه ده نو ځکه وچه شوې ده .پلې يې هم نه دي کړې . په هر ناشنا خاوره کې نيالگى بې پلو کيږي . او بيايې ځانته وکتل ،انسان هم په خپل چاپيريال کې زرغونيږي، زه اوهمدا وچه ونه بې ښاخو اوبي پاڼو ونه، وچه اوبې پلو اوريښو ونه، اوزه !

اکتوبر ۲۰۱۷ کال ۱۵   

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *