وچ ټوخي لرم بلغم نه وي ورسره ستوني مې هم درد نه کوي او د سينې درد هم نه لرم. د سينې عکس مې هم اخيستي ډاکټران وايي چې سينه کې دې هيڅ مشکل نشته او د توبرکلوزټيست مې هم کړي دي هغه هم نيګټيف وه. نه پو هيږم څه وکړم عمر مې ۲۳ کاله دي وزن مې ۸۰ کيلو دي
ځواب:
تر هر څه مخکې باید ووایم چې ټوخی دوه ډوله وي یو حاد ټوخی دی چې په څو ورځو کې له منځه ځي او بل مزمن ټوخی دی چې ډیر دوام کوي مزمن ټوخی په خپله یوه ناروغي نه بلل کیږي بلکه دا د نورو ناروغیو یوه نښه ګڼل کیږي وچ ټوخی بیلابیل علتونه درلودلی شي ددې لپاره چې اصلی علت ېې پیدا شي ځینې معایناتو او څیړنو ته اړتیا وي دمثال په توګه سالنډي یا اسما ، رینیټ الرژیک ، دسینوسونو ستونزې او التهاب ، مرۍ ته دمعدې د تیزابو بیرته ستنیدل او دغسې نورعلتونه شته چې ټوخی پيدا کولاي شي لکه چې دغه ورور ویلي دي ددې لپاره چې د ټوخی اصلی علت پيدا شي لومړنۍ معاینه ېې دسینې عکس یا ایکس رې ده.
دلته ډیر په وچ ټوخي خبرې کوو چې ددغه ورور اصلي ستوزه ده وچ ټوخی هغه ټوخی وي چې ورسره بلغم موجود نه وي او ممکنه ده ناروغ ورسره په سینه کې یو درد او سوی احساس کړي البته ځینې وخت دغه درد هم نه وي ډیر ځله په هر علت چې وي د برانشیټ التهاب د ټوخی علت وي برانش هغه لارې دي چې هوا له وچې مرۍ سږو ته انتقالوي کله چې دغه لارې تحریک شي دغه تحریک ددې سبب کیږي چې دموکوس په نامه مواد هلته ترشح شي او کله چې دغه مواد هلته ترشح وکړي دبدن د فاعي سیسټم په اساس ټوخی پيلیږي چې دغه مواد بهرته وباسی نو ټوخی د براشیټس یا ددغو لارو دالتهاب یوه نښه وي خو ځینې وخت دټوخي سرچینه دغه برانشونه نه وي.
مهمه خبره دا ده چې که تاسو څو اونۍ ټوخی ولرئ او ور ځ تربلې زیاتیږي باید حتماً ډاکټر ته ورشئ او علت ېې پیدا کړئ دټوخي دعلت پيدا کول سخت کار نه دی او په اسانه ېې علت پيدا کیداي شي خو په یو ځل ډاکټر ته په ورتګ سره دا توقع مه کوئ چې علت به پيدا او معالجه به شي ددې کار لپاره ډیرو معایناتو ته ممکنه ده اړتیا پيښه شي .
د وچ ټوخي یو اصلي علت ممکنه ده سیګریټ وي هغه کسان چې سګریټ څکوي ممکنه ده سهار له مخې ټوخی ولري خو که دغه ټوخی څو اونۍ دوام وکړي په تیره بیا په ژمي کې ممکنه ده مزمن برانشیټ وي نو غوره ده یوه ډاکټر ته ورشئ او معاینات ترسره کړئ نو که دوامداره ټوخی لرئ اوسیګریټ څکوئ لومړنی کار چې باید ترسره ېې کړئ دسیګریټو پریښودل دي ځینې وخت د سینوز مزمن التهاب هم د دوامداره ټوخي سبب کیږي ځکه کله چې مزمن سینوز موجود وي ترشحات د ستوني شاتنۍ برخې ته ورځې او له هغه ځایه سږو ته رسیږي چې ورسره مزمن برانشیټ پيدا شي او ورسره دوامداره ټوخی پيدا کیږي.
بل مهم علت ېې ممکنه حساسیت یا الرجي وي کله چې ذکام اوږد شي دغه مزمن ذکام ممکنه ده دوامداره ټوخی پيدا کړي کله چې ټوخی مزمن شي بیا د میکروب مسله نه وي مطرح دغه حالت بیا حساسیت وي او یا داچې د بدن دفاعي سیستم کمزوری شي چې بیا دغه کمزوري د دې سبب کیږي چې سړی وچ توخي پیدا کړي.
پر دې سربیره ځینې کسان چې د معدې تیزاب ولري یا ېې دمعدې او مرۍ ترمنځ موجود خنډ سست وي نو کله ناکله دمعدې تیزاب د مرۍ په لور ځي او دغه چاره د مزمن وچ ټوخ سبب کیږي البته ځینې خواړه هم ممکنه ده ددې سبب شي چې ټوخی پيدا شي.
د لوړ فشار لپاره ځینې درمل هم د ټوخی سبب کیداي شي ترټولو عام ډول د کاپتاپریل په نامه درمل دي چې دغه ستونزه پيدا کولاي شي.
د ځینې ښارونو هوا ککړه وي دغه ککړتیا ددې سبب کیږي چې ځینې کسان مزمن ټوخی پيدا کړي.
د سږو په ناروغیو کې طبعا یوه عامه نشه ټوخی وي دمثال په توګه:
مزمن برانشیټس ،سرطان، برنشیکټازي ، دوګنر په شان ګرانولوماتوز ناروغۍ ، د سږو مزمن پړسوب یا آوډیما ، کیستیک فیبروزس ، د مډیاسټین ( دسږو او او دټټر د قفس ترمنځ دموجودې فضا )ځینې ناروغۍ ممکنه ده مزمن ټوخی پيدا کړي دغه راز نور علتونه هم شته چې ممکنه ده ټوخی پيدا کړي.
وچ ټوخی نه یوازې ناروغ کړوي بلکه شاوخوا کسان هم کړولی شی نو لومړنۍ خبره خو دا ده چې ډاکټر ته ورشئ او پردې سربیره دغه کارونه درسره مرسته کوي چې ټوخی مو کم شي:
سر لږ پورته ږدئ چې سینوزونه په اسانه خالي شي او ترشحات ېې سږو ته لاړ نه شي ،ډیرې اوبه څښې کله چې اوبه ډیرې وڅښئ ددې سبب کیږي ټوخی مو کم شي.
ځینې یوناني درمل او خوراکي توکي هم شته چې په دې برخه کې مرسته کولاي شي دمثال په توګه شات او لیمو که په یو ګیلاس چاي کې واچول شي او هره ورځ وخوړل شي ممکنه ده ټوخی ورسره کم شي.
که دکوټې هوا وچه وي په کوټه کې بخار جوړ کړئ دغه بخار مرسته کوي چې ټوخی کم شي ، کله چې په ژمي کې دتوولو وسایل کاروو نو دکوټې هوا ورسره وچه کیږي نو هڅه وکړئ په بیلابیلو ډولونو دکوټې هوا لږ مرطوبه کړئ دمثال په توګه په کوټې په بخارۍ لږ اوبه ایشوئ دغه چاره ددې سبب کیږي چې ټوخي کم شي .
زنجفیل یا ادرک که تازوه وخوړلی شي او یا په چاي کې جوړ شي ممکنه ده ټوخی کم کړي په اروپا کې د زنجفیل پوډر او چاي پيدا کیږي چېخلک ېې دم کوي او ډیر ګټور چاي ګڼل کیږي .
ځینې کسان وايي شات او ګازرې هم په دې برخه کې مرسته کولاي شي دغه راز په سویس کې شپانه دوه ټوټې هوږه میده کوي او له شاتو سره ېې خوري دغه چاره د ټوخي لیه ختمولوسره مرسته کوي.
سلامونه تر هر سه د مخه داخترمبارکی تاسوته وایم زه هم دا مشکل لرم ۳۰ کلن یم وچ ټوخی لرم داکتر ته لاړم ټول مایعنات می وکړل داکترل راته ویل الرژی ده دوایې راته ولیکه کله می چی دوا استعمال کړه یو سه ښه خو بنیادی ښه نه یم سه وکړم داکتر صاحب؟ هیر د نوی چه دوه ډوله دوا راته ولیکه یو ډول یوه اونی او بل ډول یې ۵۰ ورځی ما د ۵۰ ورځو دوا مې ۲۰ ورځی استعمال کړه مننه