ستوری دې له لاسه ورکړ لمر درته روښانه شو

وړانګې دنګې وړانګې ! لروبر درته روښانه شو

غرونه به سجدي وکړي د ستا عزم څلي ته

دادی مبارزې!  بل سحر درته روښانه شو

وینه د ارمان به په تندي د حماسو  خاندي

مخکې ځه تر شاه پښتون ټبر درته روښانه شو

تور اژدها وله د پښتون د ننګ په سپین غشي

شور د ازادۍ د سمندر  درته روښانه شو

ته د منظوري لښکر مغروره  سپینه میره یې

زور درته روښانه شو هنر درته روښانه شو

سیدجیلاني جلان

کابل

۱۴ سلواغه ۱۳۹۷

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *