ايا د طالبانو او داعش په وژلو په هېواد کې سوله راتلای شي؟
د ګاونډيانو او نورو وطن دښمنوسره جګړه په تش لاس او یواځې په شعارونو ګټل کیږي؟
چې پیاوړي ملي واکداران، مجهزوسلوال پوځ ، قوي اقتصاد، د اساسي قانون پلي کول او دې ته ورته نور فکتورونه ونلرو نود لویي جګړې توانمندي به له کومه ولرو؟
ايا په افغانستان کې د ټولو بدبختيو لامل يواځې طالب او داعش دی؟
طالب، داعش او دې ته ورته ډلې ټپلې به تل لکه ویروس ورځ تر بلې ډیریږي رنګ او نوم به بدلوي او موږ به تر څو ترې نارامه وو ترڅو چې موږ د هغوی د ختمولو لپاره یوه ښه ستراتيژي په کار وانه چوو. تر څو موږ ددغه ناوړه ډلو ټپلو جرړې له بيخه ونه باسو. په یوازې د دې ختميدل هسې د ځان غولول دي. دغې ډلې لکه د یوه روبوټ (کمپیوټري انسان) له هرو انساني نعمتونو محروم او يواځې دومره ايار شوي (کوډ شوي) چې د افغان خاورې په بربادۍ کې وکارول شي. دغه توکو د جوړولو لپاره خام مواد هم زمونږ له خاورې راټوليږي بيا د مغزو د مينځلو وروسته بيرته لکه ويروس زمونږ بدن ته د ويرانۍ لپاره راداخلیږي. پکار دې له کومه ځایه چې دغه ډلې الهام اخلي هلته کار وشي. ايا په اطرافو کې نالوستيتوب، بیوزلي، بيکاري او دې ته ورته نورو بدبختيو په منځ کې راګیر ځوانانو ته د دولت کوم پلان شته؟ ايا حکومت بي غېرله پلازمېنې کابل له ښاره څخه چی هغه هم سل په سلو کې د امن نه برخمن ندې نورو ولايتونو ته او په هغو کې لرو پرتو ولسوالیو ته لاس رسې لري؟ د دښمن لاس د نامنيو او فساد له کبله د هېواد په يو شمېر زياتو ښارونو او پوهنتونونو او ښونځيو ته رسيدلای. چی يوه ښه بيلګه يې د ننګرهار پوهنتون په ګوته کولای شي.
کله چې د يوه هيواد مصارف د عايداتو نه کم وي، کله چې یو هيواد د جګړې لپاره هواي او ځمکني ځواک ونلري، کله چې د يوه هيواد ۷۰ تر ۸۰ سلنه وګړي نالوستي وي، کله چې يو هيواد د مالګې نه رانيولې تر کاريګره پورې له بهره راوړي، کله چې د يوه هيوادناروغان د تداوۍ لپاره د ګاونډيو سره په سرحدونو کې د تګ لپاره شپې ورځې تيروي، کله چې يو هيواد د نړۍ د ۱۶۸ هيوادونود فساد په ليست کې ۱۶۶ ځای خپل کړي (په فساد کې ښکيل دويم نمره هيواد)، کله چې په يوه هېواد کې اکثره واکداران د فساد، خپلویو، سمتي، ژبني، تنظيمي او دې ته ورته نورو معيارونو په تله ټاکل کیږي، کله چې د يوه هېواد د ټولټاکنو پېلی په مياشتو بې له کوم دلیله وځنډيږ ي او اخير هم واک د پرديو لخوا په دوو برخو وويشل شي، کله چې يو هيواد اکثره د وزارته تر ښاروال پوستونه تر يوه کاله زيات د سرپرستانو لخواپر مخ وړل کيږي، کله چې د يوه هيېواد ځوانان د دينې زده کړو لپاره بهر ته ځي،کله چې يو هېواد خپل درسي کتابونو د چاپ توانايي نلري،کله او کله…..
د پاکستان سره د هر ډول جګړې اعلان (مستقيم او غير مستقيم) ډېر د وخته مخکې او ناسم کار دی. دغه جګړه د عام ولس په زهنتونو خرابولو نه ګټل کيږي.
پاکستان چی د نړۍ يو اټومي زبرځواک دی چې د تقريبآ ۵۵۰۰۰۰ فوځ په لرلو سره د نړۍ د ټولو باقدرته هېوادنو سره تر افغانستان ډيرې ښې اړيکې لري. د پاکستان ۷۰ سلنه نارينه او ۴۰ سلنه ښځينه لوستې دي او د نړۍ سره د هغوی په ژبه پوهيږي (انګريزي د هيواد رسمي ژبه ده)، تر افغانستان يې ۵ تر ۶ چنده زيات وګړي لري. پاکستان د داسې پیاوړو سياستوالو په لاس کې دی چې د القاعدې، مجاهيدينواو طالبانو ټول مشران د همدوی په لار ښونه وروزل شوه نژدی۳۵ کاله يې زموږ په هيواد کې د اور لمبی بلی وساتلې. هم يې ځان وساته، هم يې دښمن او هم دوست تر څنګ نيولئ او دغې دی اوس لا هم زموږ پر سر بر ولاړ دی او هره ورځ مو د هر ډول فشار لاندې راوستلای شي. او همداسې نور او نور.
د افغانستان مثال اوس لکه د یوه ټپي او معيوبه کس دی چې په ځمکه پروت او د بل لاس نيوي ته اړتيا لري. که موږ ددې پر ځای چې لمړئ پر خپلو پښو د دريدلو توان پیدا کړو او بيا د مزل کولو نو هله به د نورو کارو توانايي ولرو. نه دا چې خپل مورال یواځې په شعارونو، فرمانونو او ښکنځلو تکيه کوو او فکر کوو چې دا به لوی انقلاب راوړي.
هيره دې نه وي چې د هېواد په ناامنو سيمو کې اکثره ، بيسواده او غير معقولو سياستوالو، واکداران دي انټرنيټي نړۍ هم ستر رول لري. کله چې يو هيواد پر خپلو دغه پورتنيو کانالونو ښه کنټرول ونلرلای شي هلته امنيت او ښه راتلونکئ د انسان د خوش باورۍ نه بل څه نشي کيدلای.
زما په اند ددې ستراتيژۍ لويه برخه به د فساد سره مبارزه کول او د اافغانستان اساسي قانون پر ټولو افغانانو په پوره توګه تدبيقول وي. تر څو فساد ورک نشي امنيت نشي راتلای، تر څو امنيت نه وي، خلک تعليم نشي کولای، تجارت نشي کولای او هيواد په خپلو پښو نشي ودريدلای. او بې له دې کاره د دښمن سره ډغرې وهل او د هغوی څخه د خپل حق غوښتل د وخته مخکې او ډېر خام کار دی. دولت بايد خپلې رسنۍ کنټرول کړي، د فساد سره جدي مبارزه وکړي، کار احل کار ته وسپاري او خپلې بهرنيو اړيکو باندې کار وکړي تر څو د نړيوالو باور تر لاسه کړي او د هغو په مرسته دغه لويدلی ملت پر خپلو پښو ودروي. دا کار به ضرور وخت نيسي او بیشکه دغه يوه اوږد مهاله پروسه ده مګر تر هر څه اړين يې د اوس لپاره د يوې پیاوړې ستراتيژۍ جوړول او پلي کول دي. تر څو د ولس او واکدارانو تر منځ دغه بې باوري ورکه شي او ولس د دښمن پلوۍ او بې پلوۍ پر ځای د حکومت پلوی وکړي.
مالمو سويډن
رښتیا هم د فساد علاج او مخنیوی په فاسد نه کیږی که څه هم زموږ د فساد مبتکرینو دمنطقوی او نړیوالو شر اچوونکو په حمایت د بن تر تړون لاندی دا فساد او انحصار زموږ پر ملت تحمیل کړ او ترننه دوام لری او یوازنی دجنګ او تباهی اهم عامل همدا ثابت شوی او دا مفسسدین وو چه خپله دښمنی او جنګ یی پر ټول ملت تحمیل او نورو لاسوهنو ته یی لار هواره کړه دا انحصار ګر مفسدین تر القاعدی او داعش ډیر مضر او خپله ګټه په جنګ کی ګوری او هری معاملی ته تیار دی او عین حال کی ځان مصلحین بولی سره لدی چه فساد او جنایت یی اظهر من الشمس دی
خوبی له مرصوص صف نه ددی لوی فساد مقابله ممکنه نه ده او مرصوص صف متجانس مؤمن عناصر غواړی چه اسلامی او ملی ګټو ته ژمن وی
Salaamna.,
You sit in Swedan and give command.please come to Afghanistan.giving comand is verey easy.
ډېره ښه لیکنه وه، ډېره مې خوښه شوه، لیکواله تل همداسې قلم وچلوه، په ګوتو دې برکت شه.
باور وکړه، څو میاشتې وروسته زه دوه لیکنې تر پایه لولم یوه ستا او بله هم د کریم خرم ده.
وجه یې دا ده چې تر پایه لوستونکی ور سره بیايي.
ښاغلی هلمند یاد صاحبدمقالی لیکونکی سلامونه اونیکی هیلی :
عزتمنده ! ستاسو لیکنه زموږ دټولنی ، هیواد اودولت هغه عینی حقایق دی چی هم یی موږ افغا نان اوهم نامرده اوپست فطرته دښمن ،پاکستان اوپلاریی یعنی دسطرنج اصلی مهره اوګرځونکی انګریز اوامریکا تر ټولو ښه خبر اوپه پوهیږی اودهمدی شرایطو په نظر کی نیولو سره داسی د جوړسوی جنګ شرایط منځ ته راوړی چی سبا بیا دافغانستان دثبات په حال کی خپلو پلیطوا استعماری مخو ته نشی رسیدلای نوځکه په داخل اوخارج کی یی عملا جنګ راته جوړ او راباندی تحمیله وی . ، مګر نو افغانان څه چاره لری بیله دی چی په خالی لاس به که مرګ اوژوند وی دفاع ته به دریږی که مری اوکه پاتیږی . دبلی خوا چی دامنیت شوراهم اکثرا هغه استعمار ګر دی چی دا ۴۰ کاله په افغانستان کی داستعماری موخو اوپلانونو اونقشو دتطبیق په خا طر عملا اخته دی اودهمدغو استعمار اونړی نیولو موخو ته درسیدلو دپاره څو څوځلی افغانستان اشغال او نیولی دی لکه همدااوس چی دی . نوبیا څه باید وکړو ؟ همدا اوس چی عملا تعرض اوحملی کوی افغانان ددفاع حق او مجبوریت لری تر هغو چی ددیو رند کرښه عملاماتیږی اویا یی نیسی . دافغانستان معضله په هیڅ سوله اوخبرو نه حل کیږی مګر په جنګ. اودابه دافغانانو دپاره دحق ، دفاع او مجبوریت جنګ وی مجبور ته مه وایه چی غښتلی او بل داچی غر که لوړدی نو پر سر یی لارشته . نو ځکه ددی حق څخه ددفاع دپاره فریضه او وجیبه ده چی دخدای تعالی ج پرتوکل دخپل حق په رښتنی نیت عملا اقدام وکی ځکه دښمن داسی مکار ،قسمخور ، درواغجن او دوه مخی دی چی دهیڅ شی پروانلری اوکه افغانان داجنګوګټی ټول داخلی او ځارج ستونځی به یی حل شی. انشاالله ومن الله التوفیق . .
مننه ياد صاحب ډيره ښکلی ليکنه موکړی دابلکل واقعيت دی ،زمونږدولتی اوحکومتی رهبران هسی خپلی شپی ا وورځی تيره وی هيڅ کوم وزير کوم ځانګړی پلان دخپلی ادری لپاره نه لری حتی دوزيرانو شورا هم په همداسي مرض اخته ده ،وزارت يوه سياسی،کاری- پلانی مقام دی چی دهيواد دخلکو لپار بايد په چوپړ کی وی اوواوسی اما په تاسف سره چی هغسی ندی داهسی دشراوفساد دحلقی دټاکنودغيری واقعی نتيجه ده اوقراردادی وزيران دی ،ترڅو چی زمونږ سياسی ګوندونه،رونڼاند اوملی اشخاص سره په خپل مينځ کی دهيواد دابادولو لپاره سره يونشی او يوه ګډه سترا تيژی جوړه نکړی زمونږ هيواد به تر ډيره همداسی شاته پاتی وی. ديوی متحدی اوغښتلی مبارزی په لور
دا لیکنه بالکل منل شوی واقیعت دی دا چی اکثره خلک د طالب جنګ ددی دولت د چارواکو پر ضد روا بولی یو اساسی علت یی ددولت ۹۹ اعشاریه ۹۹ بیا اعشاریه ۹۹ فیصده چرواکی مفسید خرفوی قاتلان حر فوی غا صبین او د ګران وطن دبربادی او قتل عام اساسی عاملین ګڼی او دی که دولتی چارواکی په استثنا د اشرف غنی څخه یو تن بل چی په پورته ذکر شوو مسلکونو کی کم تجربه وی راوښیی نو ملت یی ورسره د طالب جنګ ددی دولتی چارواکو پر ضد ناروا ګڼی دا چی د کفارو راتګ دی وطن ته او د افغانانو د ټولو بد بختیو عامل او پر ضد یی جهاد روا ده یا نه دا به علما ووایی خو زه یی ددی مفسیدو پر ضد جهاد روا بولم تر څو چی دا دولت مکمل تصفیه نشی او یو داسی حکومت چی وا قعا ددی ملت غمخور نه وی منځ ته رانشی په الله باور چی حکومت د ملت باور تر لاسه نکړی چی مونږ نه سوله په سترګو ووینو او نه امن راشی پروردګار عالم دی زمونږ ملت ته یو داسی حکومت چی د حکومت تمثیل وکولای شی را په برخه کړی
Let me tell to Mr. Afghan that telling the truth doesn’t need some one to be here or there. The gentleman told the truth, nothing else. Forget about him being in Sweden, what did you changed while in Afghanistan. This article brings the facts to your attention, if you have the ability to understand that. If tomorrow the border between Pakistan and Afghanistan closes, I am absolutely sure that we will not have bread in the bakeries, forget about the rest.
Afghanistan problems can not be solved, until real humans, not necessarily Pashtoon, Tajek, Hazara, Uzbak, Northren Alliance, and the rest of them, can get control of the country. Today’s government is a puppet government, installed by colonial powers, and I hope you have that much knowledge and information to understand that. My advice to you is instead of criticizing the facts try to understand that. Education is proper way to overcome your ill judgement.
Salam!
Likl aw pa aram hewad ke zwond sha khwand kawi , kho che nast ye de bl baba pa kor aw hawayi dazeh kawey che plana da aw bestana da, dasi watan na joregi aw qurbani aw kar ghwari. Afghanan badbakhtana che liklo aw khabaro aw moshahero ta tayar di, aw har hokomat che raghalay no yaw mo hm nada kwash aw hamesh harshay aw hr sa la hokomat na ghwaro, aw dasi fekr nakawo che hokomat de woles pa komak makhta tlalay si, dasi nakegi che hamesh de yaw qaum aw ya de yawdaley masher pa chaukey nast wi aw minzarma tol de ma de wi. Laka sanga mo che de karzi hokomat ke tol lewan aw gedaran aram wo kholeh ye de melat pa dallaro /haq bande dake we, os hamda munafeqan de ghani hokomat ta pa dera spinstargi akhtarona warkawi aw os hm hamde khainano ta afghanan nast aw sr worta shorawi. Tr so che moshkel pa khabaro aw qalem bande hal nashi aw tr so che de topak aw fasad aw de dzan aw watan qadr zmoz pa zrono aw maghzono ke reshe khpare nakri aw watan ta pa reshtini sara kar aw pa zan peshar ranawalo aw tol pa de ferk ke wi che sanga de cha kor aw mzaka aw de watan mal chorkran aw Europe ta zan worasawom aw la zwand na khwand wakhlm, no mufteh khabare aw likaneh lewanyan hm khawalai si aw hase cheti khabare di….beya ka pashton mama wi