زه چې نه یم ته د شپې تر ډیره ناست یې

 زه چې نه یم ته وختي له خوبه پاڅې

 چې زه نه یم ته د لمر غېږ کې ‌‌‌‌‌‌ډوبېږې

 بیا تیاره له ځانه تاو کړې

 له شفق سره ځلېږې

 ما وې پښې به دې لټون کې وي تڼاکې

 خو ته غره سره ودرېږې

 ته چینې سره ګ‌‌‌‌‌‌ډېږې

 ته چې نه یې زه هم ‌‌‌ډېره د شپې ناسته

 ځانله نه یم انتظار مې راشي خوا ته

 ماته ماته مې را ټوله کړي سینې ته

 غلې خوله کړي رانېږدې زما خولګۍ ته

په تلوار یې ګرانه وشړم له ځانه

په قدم شمه له خوب سره روانه

 دا مې لاس په لاس کې نیسي زنګوي مې

 درنه وړي مې ګوره جانه درنه وړي مې

پای

One thought on “وړي مې/ د ګلالۍ احد شعر”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *