وړیا کار

د پراګ ښار د اورګاډي له مرکزي تمځي سره مې یوه نجلۍ مخې ته ودریده، وړوکی شکور یې په لاس کې و، د شکور له منځه یې یو موټ نانځکې راپورته کړې:

– دانه په ۴۹ کراونه

کوچنیو پلاستکي نانځکو ته مې وکتل، په عادي بازار کې یې ښایي څوک په پنځه کراونه هم وانخلي. سر مې ورته وخوځاوه او ترې روان شوم. نجلۍ پسې راغله په شکور کې ایښی ډبی یې وخوځاوه:

– نن مې پنځه ساعته کار کړی دی، د کار مې درې ساعته لا پاتې دي، ته ګوره ډبی لا تش دی

– زما خو نانځکه پکار نه ده او خلک چې یې نه اخلي ته یې ګرانه خرڅوې

نجلۍ د ډبي پر سر د سپي عکس ته ګوته ونیوله:

– زه خو نانځکې نه خرڅوم دا د مرستې لپاره دي

– د څه شي مرسته؟

– دا مرسته د سپیو د ساتنې او رزونې لپاره ده

– ته سودا کوې که خیریه موسسې ته کار کوې؟

نجلۍ په خندا درې ګوتې پورته ونیولې:

– دا دریم کال دی چې د ښوونځي په رخصتیو کې زه دې مرستندویه ټولنې ته پیسې ټولوم

– دا ټولنه بیا تاسو ته پیسې درکوي؟

– د هرې نانځکې د پلورلو په بدل کې لس (کراونه) راکوي

– دا خو ډیرې لږې دي

– هو بیخي لږې دي، خو زه د پلار په خاطر کار کوم

پوه شوم چې بیوزله ده، نو جیب ته مې لاس کړل او ورته ومې ویل:

– پلار مو بیکاره دی؟

– نه هغه کار کوي خو ړوند دی، دا موسسه ړندو ته روزل شوي سپي وړیا ورکوي، درې کاله مخکې چې یې زما پلار ته وړیا سپی ورکړی و تر ننه یې دغه سپی کار ته رسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *