له یو تر لس حساب آسان دی، خو هغه شپه دا حساب د شمیرلو نه و د هر یو، دوه، درې ان د نهو او لسو ترمنځ غټې تنې خاورې شوې. د کلي خلک لکه میږيان په یوه ځای راټول شوي و . پلوشه د میرمنو تر څنګ ولاړه کله یوه لور ، او کله بل لورې ته کتل. پر نکریزو سرې پښو پوندي یې له شلیدلو بوټانو وتې پر ځمکه لګیدل تقدیر یې د لاسونو پرته پر مخ هم کرښې باسلې وې زاړو کالیو یې له درده ډک زړه پشان څو پیونده خوړلي وو سترګې یې له خپله قالبه څو برابره وتې وې د بنګړیو شړنګار یې سورو او نارو منځ کې ورک و .دوه ګامه یې مخکې واخیستل او د خپل څادر پېڅکه یې پر غاښونو ونیوه غږ یې کړ: نعمت الله هم دوئ کې دی؟ د مظلومې غږ تر خپلو غوږو هم نه رسید شاید هم په خپله نه غوښتو حتا تر خپلو غوږو یې هم ورسوي په سورو او نارو کې بیا یې غږ کړ. محمد اکا! نعمت الله هم دوئ کې دی؟
محمد اکا اوښکو په سترګو کې ډنډ جوړ کړ لاس تر زنې د هدیرې یوې برخې ته ناست و هیڅ یې ونه ویل پلوشې خپلې ګوتې وشمیرل په شمیرلو کې غلطه شوه سر یې وخورو له سره یې شمیرل شروع کړل او ورو یې ځان سره وویل نه ، نن یې د راتګ نېټه نه ده .
پلوشې څو ګامه په شا واخیستل او د کور په لور یې منډه کړه .
د کور دراوزې ته په رسیدو یې دروازه په ځان پورې کړه او دروازې تر شا یې ډاډه ووهله لاسونه یې تر ځان تاو کړل او خپل سر یې پخپل زانګون کیښود له ځان سره مسکې شوه او بیا د وحشت په هغه شپه اوښکو سره مسکا سیالي کوله له ځان سره ویل :” شکر چې نعمت دوئ کې نه دی”.
یو وار دروازه په زور ، زور ووهل شوه د دروازې تر شا ژړغوني غږ ورو وویل : دراوزه خلاصه کړه .
پلوشې له ځنډ پرته ور خلاص کړ محمد اکا یوه کوچني بېګ سره د دروازې تر شا ولاړ و . پلوشې ژر وویل : شکر چې نعمت دوئ کې نه وو . …محمد اکا ! دا د نعمت بیګ نه دی؟ چا راوړو نعمت چیری دی ؟
پلوشې له ځنډ پرته ور خلاص کړ محمد اکا یوه کوچني بېګ سره د دروازې تر شا ولاړ و . پلوشې ژر وویل : شکر چې نعمت دوئ کې نه وو . …محمد اکا ! دا د نعمت بیګ نه دی؟ چا راوړو نعمت چیری دی ؟
محمد اکا څو ګامه مخکې واخیست ، بیا ودرید پلوشې ته مخ کړ بیا یې مخ واړو او د خپل کوټې په لور روان شو .
د ماښام مرغانو په شان ، هغه ماښام ټول کلي کې چغې او نارې وې.
د ماښام مرغانو په شان ، هغه ماښام ټول کلي کې چغې او نارې وې.
پلوشې دروازه بنده کړه او د محمد اکا کوټې په لور یې کوټلي ګامونه واخیستل ؛ څنګ چې کوټې ته ورسیده سترګې په محمد اکا چې د کوتې منځ کې ناست و ولګید غلې د کوټې دروازې تر څنګ ودریده محمد اکا په داسې حال کې چې اوښکو یې پر مخ سیلابونه جوړ کړي و لیک لوستو .
د لیک پیل داسې و “سلام دادا”
محمد اکا سترګې پټې کړې او له دې سره یې اوښکې تر ګریوانه ورسیدې ؛ بیا یې بیرته د لیک لوستل پیل کړل ” دادا خپل خیال ساته او پلوشې ته هم پام کوه څو وار مې د اصف په ټېلفون زنګ ووهو کار نه یې نه کوو مجبوره شومه د خاطر په لاس لیک ولیکم او تاسو ته یې هم د همدې په لاس ولیږم ماته دا وار رخصت نشته خو دادا بل وار د کور خرڅې سره راځم “. ” دادا هیڅوک له لوږې نه مري زه مې خپل قرضونه دې او بلې تنخوا کې خلاصومه “.
” دادا بله خبره غفور دې به په یاد دی هغه زموږ ښوونځي کې چې و غفور !؟ زه چې ښوونځي چې وهلی ومه ؟؟! او بیا وروسته راسره ملګری شو ؟؟!!! هغه موږ ته تور ښارمار جوړ شو له موږ سره جګړه کوي ” محمداکا لیک سینې ته نژدې کړ او پلوشه هم دې دیوال ته ډاډه ووهله محمد اکا یو سوړ اسویلې وویست او بیا یې د لیک پاتې برخه ولوسته ” دادا لنډه کیسې ده خو ډیره اوږده شوه غفور چې یو وار پټ پټونې لوبې کې رانه ورک و پرون مې پیدا کړ چې راغلم له نژدې کیسه کومه چې غفور مې څنګه ولید او هغه د کوچنیوالې د پټ پټونې کیسه هم تا او پلوشې ته کومه “.
محمد اکا ژر لیک پریښود او راډیو په لور یې منډه کړه له څو موسیقۍ کانالونو وروسته یې د خبرونو اواز واورید راډیو یې تر غوږ نژده کړه په همدې وخت کې پلوشې منډه کړه او لیک یې لاس کې ونیو.
پلوشې لیک ته څو وار ښکته پورته وکتل خو پوه پرې نشوه محمد اکا ته یې نارې کړل: ” لیک چا درکړ؟
محمد اکا راډیو نور هم غوږ ته نژدې کړ”.
محمد اکا راډیو نور هم غوږ ته نژدې کړ”.
پلوشې د نعمت الله بېګ واخیست او خپلې کوټې ته منډه کړه د تخت په سر چې تازه ګلان پرې پرته و پرېوته او په داسې حال کې چې لیک یې زړه ته نژدې کړ و په ژړا یې شروع کړه.
دا څنګه آسمان سپوږمې پرځای لمر ته غیږ پرانستی و نه محمد اکا ، نه پلوشه پوه شوې وه محمد اکا د پلوشې د بنګړو شړنګار سره ویښ شو . راډیو غږ د اوریدو نه و محمد اکا سره له راډیو له کوټې ووت د چغو نارو اوازونه لا هم د کلي فضا نیولې وه محمد اکا راډیو شا لمر ته کړه پلوشه هم له کوتې بهر شوه د خبرونو له پیل سره محمد اکا غوږونه راډیو ته نژدې کړل لومړنی خبر هم همدا و ” چې جنت کلي پنځلس سرتیري چې لس یې شهیدان شول او پنځه نور یې له ترهګرو سره بند دي حکومت یې د دوو ترهګرو سره بدلون رابدلون کولو ډاډه کړې ” محمد اکا لاس وریږد دې سره راډیو هم په ځمکه وغورځید د دو ترهګرانو نومونه هم واخیستل شول . محمد اکا چغه کړه : ” نه زما زوی مه پریږدئ چې شهید شي نه زما زوی مه پریږدئ “.
پلوشې هم چغه کړه ولې راته نه وایې نعمت چیرې دی ؟ ولې څه شوي ؟ محمدا اکا سترګې پټې کړې د نعمت کوچنې والی او بیا د هغه واده د هغه وروستی تګ هر څه یې د فلم په شان تر سترګو تیر کړل بیا یې د غفور تصویر په ذهن کې جوړ
چې څنګه پټ پټونې لوبې کې له بصیر څخه ورک شوی و دا وار نعمت د غفور له لاسه ورک شو چې موندلې په رښتیا ګران دي .محمد اکا د نعمت د لیک وروستې خبره ذهن ته راوړه بیا تندی ګونځې سره راټولې او سترګې کوچنې کړې زړه کې وویل: ” زویه ! په رښتیا هیڅوک له لوږې نه مري خو دا هم رښتیا دي چې هر څوک د لوږې لپاره مري ته هم او تور ښامار هم ” .
چې څنګه پټ پټونې لوبې کې له بصیر څخه ورک شوی و دا وار نعمت د غفور له لاسه ورک شو چې موندلې په رښتیا ګران دي .محمد اکا د نعمت د لیک وروستې خبره ذهن ته راوړه بیا تندی ګونځې سره راټولې او سترګې کوچنې کړې زړه کې وویل: ” زویه ! په رښتیا هیڅوک له لوږې نه مري خو دا هم رښتیا دي چې هر څوک د لوږې لپاره مري ته هم او تور ښامار هم ” .