د معاملاتو د لارښووني په دوکان کي تر لسوزیات ځوانان، په عمرپاخه او سپين ږیري کسان ناست دي چای څښي.
ټول یواوبل ته لکه دښمنان خزه دي، چي که کوم یوبه د مځکي په خرڅولو او رانیول کي په خپله ګټه غرق کړي.
یاد کسان له دغه دوکان څخه ماسوا د ورځي څو ځله په نورو رهنمايي معاملاتو کي هم په دې هیله سره راټولیږي، چي د عادي خلکو ترڅنګ یواوبل په تلکو بند کړي.
دوی لکه زموږ ځینی سیاسي رهبران یواوبل ته سره خاندي، د روغبړ په وخت کي یواوبل ټینګ په غیږ کي نیسي او ان دیواوبل په غم او ښادۍ کی نمایشي ونډه اخلي، خو په حقیقت کي د وږي لېوانو غوندي یواوبل ته مخامخ پراته وي.
په دغه دوکان کي ناست ټول کسان، ځانونه په قوم، په مسلمانۍ او په افغانیت تر نورو ټولو خلکو ښه ګڼي، په هره خبره پر ږیره لاس تیر کړی او خپله تړلې لنګوټه پر سمه کړي، خو په زړه يې یو الله خبر دی.
یو د قیضه کړي مځکي ستاینه کوي، بل بیا پر قبرونو باندي د حوزې د امر اود ښاروالۍ د ناحیې د مدیر په ملاتړ د جوړ کړي دوه منزله سرای ښېګڼي بیانوي.
ګل احمد، تردوی ټولو چالاک دی، نوموړي تریو جریب ډېره دولتي مځکه د یوتن قومی مشر په مرسته ترخېټه لاندي کړې او غواړي کار پر شروع کړي .
ګل احمد نقشه له جېبه راوکښل او له ناستو همسلکانو يې نظر وغوښت.
پریاده مځکه د لوی کورجوړولو کاغذي نقشه هریوه جلا جلا یوې اوبلي خواته سره واړول، چايې د راسته خونو، چايې د پراخ دهلیز او چايې بیا د موټرونو د ګاراج او باغچې لپاره د جوړېدونکي ځایونو ستاینه وکړه.
نقشه لا بیرته د ګل محمد ترلاس پوري نه وه رسېدلې، چي په دې وخت کي د دوکان دروازه یو سپين ږیري سړی خلاصه کړه.
له سلام ویلو سره سم د ټولو توجه هغه سپين ږیري ته واوښته.
په دوکان کي ناست کسان خوشحال سول، هریو په دې فکرکي سو، چي دامرغه به د کوم یوه په دام کي ونښلي؟
سپين ږیري ددوی ټولو خطاء ایستونکي فکرونه لکه هنداره په دې خبرو سره ټوکر، ټوکر کړل: (( زه له دې سرایه بېزاره یم، د خدای لپاره داڅنګه سرای دی، نه قباله لري، نه اوبه او برق لري خو تاسي ماته په زرقرانه او په شل زره د ماینې طلاقونو دغه زوړ د قبضې ځای رادغاړي کړ، داڅنګه مسلماني ده، داڅنګه ګټه ده، چي تاسي يې کوی؟؟))
ګل محمد، چي ددې رهنمايي معاملات مسؤل دی، ور ولاړ سو، سپين ږیری يې ترلاس ونیو کرار يې دوکان ته دننه راوست، د چایو ډک ګیلاس يې مخ ته ورته کښېښود، خپل بل ملګري تورجان او نورو ناستو یارانو ته سترګک(چشمک ) وواهه او ترقسمونو ورته لاندی سو.
ګوره کاکا! اوس سرایونه ګران دي، پرما دي ښځه خور او مور وي، چي دغه سرای يې په دوه لکه کلداري په ګټه ځیني غوښت، خو ماد زړه سوي له مخي ستاسره سودا جوړه کړه.
ناستو کسانو هم د خپل مجازي یار(!) د خوشحالۍ لپاره خدای ته شا او رهنمايي ته مخ کړ، هریوه سل قسمه ورته واخیستل او درې سوه واره يې له ماینې څخه ځان بېل کړ ، بالاخره يې یاد بې قبالې، بې اوبو،بې برقه او د میږیانو ډک سرای(کور) بیرته سپين ږیري باباته(تاج محل ) کړ.
سپين ږیري بابا د چایو ګیلاس همداسي نیمايي پرېښود په حیرانۍ د رانیول سوي تاج محل(!) خواته روان سو.
دا یوازي دغه سپین ږیری نه دی، چي ددوی په غوړولي دام کی بندیږي، بلکي دلته هره ورځ د زرپاکستانۍ کلداري لپاره له یوه څخه ترلسو کسانو پوري د قسمونو، طلاقونو، درواغجنو وعدو او زهرجني خندا څخه په ګټي اخیستنی په لومه کي بندیږي.
زما یوپخواني ټولګیوال ته چي مي داکیسه وکړه، هغه راته ویل، خدای دي د موټرپلورنځیو(شورم) له حاله وساته، هلته بیا تردغه لا بد حال دی او په ورځ کي ترسل ځله قسمونو، طلانونو ورهاخوا د مخامخ ښکنځلو بازارهم تود دی، لیکن د یوپاکستاني زرګون ترګټه یوهم نه تیریږي.
زموږ په ټولنه کي د خلکو اوسني دغه حالت د افسوس وړ دی اوحیران یم، چي کله به دالیوان سړي کیږي؟
د خدای پار دی، د یوپاکستاني زرګون ګټلو په خاطر ایمان، افغانیت او غرور په ترخه کي ږدي، د مسلمان ورور په سترګو کي خاوري پاشي، مسلمان ورور وژني، مسلمان ورور ته څاه کني اوبیا دغه حرامي پیسې په اولادونو، میرمني او کورنۍ خوري.
له بده مرغه همدغه حرامخور کسان بیا په مسجد کي د لمانځه لپاره په لومړي کتار کی هم ولاړ او د پوهنتون دمحصلینو پرلوڅ سرګرځېدولو لعنتونه اوروي.
که غور وسي، درواغ ویل، بېځایه قسمونه او طلاقونه اخیستل اود مسلمان ورور په سترګو کي خاوري پاشل د اسلام د مبارک دین ترڅنګ په ریښتني افغاني فرهنګ کي خورا لوی عیبونه دي.
له دغو لویو عیبونو څخه ښکاري، چي یاد بېځایه قسم خوړونکي، طلاقیان او چمبازان د اسلام او افغانیت په پراخه دایره کي نه ځایږي، ځکه اسلام او افغانیت دواړه پورته عیبونو ته په بده سترګه ګوري.
په دې اړه ريښتني دیني عالمان، مخور، روڼ اندي، رسنۍ او دولتي اړوندي څانګي مسؤلیت لري، چي د مخنیوي په موخه يې له خپل توان سره سم د عامه پوهاوي پرګرامونه پيل کړي او کنه له دې ستونزو څخه به په راتلونکي وخت کي خدای مه کړه داسي لوی طوفان جوړ سي، چي بیابه یې مهارول اسان کار نه وي.
29 – 10 – 2015
یادکالم د (سرخط ورځپاڼي) په یواویایمه ګڼه کي هم خپور سوی دی