چې مخ ته پروت دسترخوان یې خالي وي او د زړه ټوټه اولادونه یې له لوږې په ګیډې درد اخته وي، نو خود به دغه خلک خپلې پرېکړې د مغز پر ځای په معده کوي.
د سبا هیلې له نن څخه انځورېږي، چې په نن کې د سبا د هیلو څرک ومري داسې ژوند ته به نو څوک څه پلان جوړ کړای شي؟
په یوه طرفه تیاره جاده کې د روان ولس اکثریت له همدغه حالت سره مخ دی او همدوی د ښار او کلي د جګړې د خدایي لښګرو برخه دي.
په کلي له وړاندې مخ پټي وسله وال حاکم دي یا به ورسره لاره وړې یا به له منځه وړل کېږي او د بخت ستوری خو د هغو ځلېدلی، چې له کلي یې په اوږو بار سلامت سر اېستلی.
اندېښنه اوس د ښار له تازه جګړې ده، چې کله فیلان خپل خرطومونه سره وجنګوي، نو خوار ولس یې تر پښو لاندې دل شي.
له کلیو راتښتېدلې خدایي لښګرې چې د ښار خان ته په اجاره ورسېږي، له خدایه نور څه غواړي؟ دوی خپلې پروژې چلوي، خو که د سپین سرې زوی پکې قرباني شو، نو څه؟!! هسې هم نه څوک د پوښتنې لري او نه څوک دا حق لري.
په ولایتونو کې د همدغه خانانو شورشونه له څه وخت راهیسې په جوش و خروش کې دي. تر هغه وخته چې ولایتي ادارې هم لاره وړي هر څه سم روان وي، خو چې کله نیمه برخه له مرکزه نیمه شي او د کلي خان ته د نیمې نیمه ورسېږي، چې بغاوت نه کوي، څه به کوي؟
ولایتي حقداران چې تر هغو خپل خوبونه ترسیم نه کړي کله ولس ته وزګارېږي. وعدې کوه او جیبونه ډکوه، د حساب کتاب وخت لا ډېر لرې دی!!
پدې انډوخر کې غوا د هغو لنګه ده، چې یو ځای ته د څلورو افغانانو راټولېدو ته شېبې شمېري. په یوه تیر دوه ښکاره. … تر دې بل ښه وخت؟!!!
نن سبا د وږي ولس د سر پناه هره هیله سُراب دی، څوک به د خپل اولاد د مرګ د نندارې توان ولري، خود به هره خوا لاس اچوي. که یې څه پیدا کړای شول ښه او که یې پیدا نه کړای شول د خریدارانو په لست کې خو به یې نوم راغلی وي.
تر هغو چې د ښار د خانانو له قالبه وتلې ریښې پرې نشي د کلي له بې منطقه سپه سالاره را تېښتېدلي خلک به د خدایي لښکرو لوی تشکیل وي او چې کیزه هره خوا تاوېږي رعیت به هغه لور ته منزل لنډوي.
د کلي جګړه اوږده مخینه لري او عوامل یې له کوره بهر دي، خو د ښار د جګړې عاملین، رهبران او خاشاک ټول معلوم دي، نو ولې یې په ټس کې هره ورځ له لسو زیات بې ګناه هېوادوال په وینو ولړل شي؟ تر کله به د خان خاني وي او زموږ مجبوري؟
دا لړۍ خونړۍ ده او داسې زر یې د ختمېدو څرک ځکه نه لیدل کېږي، چې د مشر له درباره محروم شوي خانان خو ایله اوس دې لوبو ته وزګار شول. د دوی قسمت خو لا دلته ښه دی، چې ولس هم ورته وزګار دی او د خانانو د شطرنج لوبه پرې ښه په سور کې روانه ده.
ښکاري لا تر اوسه د خانانو او ولایتي حقدارانو د لوبې میدان پوره ندی ګرم او په ولسوالیو سربېره اوس تر کلیو هم د یوه او بل لوري استازي رسېدلي، چې د غزا ګټلو لپاره لښکرې راټولې کړي.
په دوی کې به د سپېڅلې ارادې څښتنان هم وي، خو د بېکارۍ له وجې به نو څه کوي، یا به له خان سره درېږي یا به له ولایتي حقدار سره یو ځای کېږي. پدې نسخه کې دریم انتخاب ځای نه لري.
د درې وخته نهرو اولادونو سر ته ولاړ پلار چېرته ولاړ شي، د دسترخوان ډوډۍ بل په تخرګ کې نیولې او هره شېبه له لسو را پیل شوی حساب تر یوه را لنډېږي، پلار مجبور دی د خپل دښمن (اولاد) لپاره هره معامله وکړي. غریب نو د خان د قمچینې کوم ګوزار ته ملا واړوي؟
ډیره خوندوره لیکنه او بیا ډېره جزابه او خوږه لیکل سوې مننه