اويا کلن پلار يې له يوې نيمې مياشتې ناروغ پروت وو، زوى يې د دوو لاسو مزدوري کوله، چې څه يې ګټل هغه يې څټل. دومره پيسې ورسره نه وې، چې د پلار درملنه په وکړي. د پلار حالت يې ورځ په ورځ خرابېده. ټوله کورنۍ ورسره په عذاب اخته وه. سپين سرې مور يې اخير زغم ونه کړ:

– زويه! له چا به دي څه پيسې پور کړې وې، مرګ خو مو نه دى خرڅ کړى

سهار وختي وو، زوى يې پټکى تړلى وو، څپلۍ يې تړلې، په ناهيلي انداز يې ورته وويل:

– که پور چا راکولاى، پلار به مې تر اوسه ناروغ نه واى راته پروت

له دې خبرې سره يې څادر په اوږه واچاوه او تر ورۀ و ووت، مور يې سر ته لاس ونيو، سړه ساه يې وکښه او د کوټې په کونج کې پراته ناروغه خاوند ته يې په زهيرو سترګو ور وکتل.

ماځيګر دوړې بادېدې، د سپين ږيري زوى چې د کور ورۀ ته را نيژدې شو، ژړا يې تر غوږ شوه، چې را ننووت، مور او خويندې يې په ژړا وې، پلار يې همدغه ګړۍ ساه ورکړې وه. په سهار يې ښخ کړ، په هديره کې يې هغه ټول خپلوان هم راغلي وو، چې په دې يوه نيمه مياشت کې يې نه د پلار له ناروغۍ خبر شول، نه يې پوښتنې ته ورته راغلل.

له هديرې را ستانه شول، ورځ تېره شوه، ماسپښين مهال يې مور پاتا د راغليو ښځو له منځه را پورته شوه، زوى يې ور وغوښت:

– زويه! په پلار پسې به دي روښه (حلوا) خيراتوو، پر ګور يې لومړۍ شپه ده، وږې اروا به يې زموږ په هيله وي

زوى يې درې ورځې د پاتا پر کمبله کښېنوست، د پاتا پر وخت به يې چې کوم موړ عزيز رخصتېده، دى به دباندې ورسره را و ووت، په زهيره خوله به يې ورته وويل:

– د شرم ځاى دى خلک به څه وايي، ښه لوى خيرات پسې کوم

له خپل پردي يې په سوال زارۍ شپېته زره روپۍ پور کړې، د پلار د مړينې پر پينځمه ورځ يې د کور مخامخ په خالي ځاى کې دوه لوى غوايي په پلار پسې حلال کړل او پر درې سوه کورونو يې خيرات کړل.

***

٠٨ نومبر ٢٠١٦م کال

کوټه

By Quetta

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *