له باور سره مو سمې خبرې وکړئ؛ پام مو وي، چې ترې لوړې ونه کړئ، کنه نو کېدای شي د ماتې لامل مو شي. پام مو وي، چې ترې ټیټې ونه کړئ؛ که نه نو د باور د کچې ټيټېدو لامل به مو شي. له خپل حلقت سره مو په یوه څېر خبرې کوئ.

له هغه چا سره مه ګرځئ، چې نن مو خوښ او خوشالوي او یوازې په بې ارزښته څیزونو مو وخت تېروي؛ بلکې له هغه چا سره وګرځئ، چې ورسره د وخت تېرېدو او ضایع کېدو ارزښت لري او د بشپړ مثبت نوښت او بدلون لامل مو ګرځي.

هغه چاته ارزښت ورکړئ کوم، چې مو د خبرو پر وخت خولې ته ګوري او هره خبره مو پرته له دې، چې د بیا ځلې اورېدو غوښتنه وکړي په بشپړه توګه اخلي.

هغه څوک درته ارزښت نه درکوي کوم، چې مو خبرو ته پام نه کوي؛ یعنې تاسو به ورته خبرې کوئ هغه به په نورو کارونو لګیا یا بوخت وي.

له بېځایه او بې منطقه دلیل ویونکو سره د خولې زور مه وهئ؛ له خپل بېځایه ټينګار سره یې پرته له لاس وهلو پرېږدئ.

که مو یو څوک هر څومره د ځور لامل ګرځي تاسو خپله رویه او غبرګون تل نرم ساتئ او د ښو اخلاقو او رویې څخه په ګټې اخیستلو سره یې ناهیلی کړی؛ له دې کار سره به هغه په خپله سم شي.

هېچاته له احساساتو او پارونو ډک ځواب مه ورګرځوئ؛ دوې دقیقې حوصله کول د ټول ژوند د خوږېدو او رنګینه کېدو لامل کېدای شي.

پر هېڅ کس بیا په ځانګړې توګه هغه چا پورې ځان مه تړۍ، چې ارزښت یې نه لري او ستاسو په قدر نه پوهېږي؛ که نه نو د سترې ماتې لامل به مو شي.

له ناهیلو کسانو څخه لیري وګرځئ؛ که نه نو د ځان په څېر به مو ناهیلي کړي.

کټ مټ د نورو خبرې مه کوئ؛ هڅه وکړئ، چې نوي بدلونونه او نوښتونه رامنځته کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *